دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی۶ برخه

 

د ناوی بنګړی

ګریګوری زینوپولو دا یو ډول شنه بنګړی وو، بڼه یې مار ته ډېره ورته وه خو ډېر بد رنګه او بې مانا ښکارېل. کله چی ما په لمړی ځل د خپلی کوژدنی په لاسونو کی ولیدل نو په زړه کی می وویل: هغې څومره خراب او بې ارزښته بنګړی اچولی دی، خیر زه به ورته یو ډول ښه نامی بنګړی راوړم. په شمار څو ورځی وروسته می هغې ته د سمندری ډبری یو ډول ډېر ښکلی بنګړی راوړل، هغه د دې بنګړیو په لیدو ډېره خوشاله شوه، کله چی هغې د بنګړیو پر قطۍ خپلی سترګی ښخی کړی وې نو د هغې په شنو سترګو کی د خوښۍ ځلا برېښېده او د هغې پر اننګو یوه داسی سرخی را ټوکېدلې وه لکه په هغه بنګړو کی چی ما ورته راوړی وو.

هغې قطۍ زما له لاسه واخیسته، لاسونه یې زما په غاړه کی را واچول او په داسی حال کی چی سترګی یې په سترګو کی را اچولی وې پر مخ یې ښکل کړم، نور نو زما پوره باور و چی سبا به هغه خپل بنګړی باسی او زما دا به په لاسوی.

خو په دویمه ورځ د دې په لیدو حیران شوم چی د هغې بیا هم هغه زاړه د ښیښې بنګړی په لاس وو، هغه مهال ما ښه ونه ګڼله چی په دې اړه څه ووایم خو زما په زړه کی په خپل سر د دې بنګړیو په اړه ډول، ډول اندېښنې پر راولاړېدو شوې.

ماته فکر را ولوېد چی په دې بنکړیو کی خامخا یو راز پټ دى، دوې ورځی لا ما له زغم څخه کار واخیست خو اخیر د زغم لمن راڅخه ایله شوه او هغې ته می وویل:

ما تاته بنګړی راوړی وو، ته هغه ولی نه اچوې؟"

هغې ماته هېښ، هېښ وکتل، لکه زما په خبره چی هیڅ پوه شوې نه وی، بیا ما ورته وویل:
"
ته له دې بد رنګو او خرابو بنګړو سره دومره مینه ولی لرې؟"

هغې په ځواب کی پر هغو بنګړو باندی یو ژور نظر واچوه، څو شیبې چوپه وه او بیا یې پر ما یو ډېر جدی قارجن نظر واچوه، په دې وخت کی د هغې د سترګو رنګ زه ولړزولم، زه نه شم ویلاى چی هغه کوم رنګ و، خو یوازی دومره ویلاى شم چی هغه شین نه و"

ما هغې ته ورو وویل:

هغه بنګړی چی ما درته راوړی وو، ستا خوښ نه دی؟ ته هغه د دې وړ نه بولې چی په لاس یې کړې؟"هغې وویل:

سبا زه هغه خامخا په لاسوم، زما زړه و چی ټول ژوند همدا خپل بنګړی په لاس کړم، خو داچی ستا خوښ نه دی . . . نوره هغه چوپ شوه.

یو ځل بیا هغې پر خپلو پنګړو یو نه زړه کېدونکى نظر واچوه او ویې ویل:
"
ښه سمه ده، له سبا څخه زه هغه بنګړی په لاسوم چی تا راته راوړی دی" ځنډه له هغې وپوښتل:په دې وخت کی د هغې لهجه ډېره غمجنه وه، هغه یو ډول چورتی ښکارېده، ماته داسی څرګنده شوه چی د هغې دا پرېکړه زما د مینی پر چوکاټ یوه قربانی وه، ځکه نو ما د هغې وېښتان چی پر ټنډه پراته وو ښکل کړل. په دریمه ورځ بیا هم هغې هغه بنګړی نه وو په لاس کړی، نن ما بې له

."نن دی بیا زما بنګړی ولی نه دی په لاس کړی؟"

هغې وویل:

"اوه، رښتیا زما له یاده ووتل... خیر، اوس یې په پیدا کولو پسې ډېر وخت تیریږی، سبا زه هغه خامخا په لاسوم"ما د هغې خبره ومنله او هیڅ می ونه ویل، خو په دا سبا بیا هم هغې هغه بنګړی نه وو اچولی، ما چی څومره د هغو بنګړو لور ته کتل هغومره می قار او غوسه لوړېده، خو دا غوسه د مینی غوسه وه چی پر کوچنۍ،کوچنۍ خبره پورته کېدلاى شی، البته د دې لپاره چی ما د خپل زړه بې تابی پټه کړېواى او یا په دې اړه چوپ پاته شوى واى باید ما له ډېر زغم څخه کار اخیستى واى. څو ورځی تېری شوې خو د هغې په خیال کی لا نه و چی زما بنګړی په لاس کړی، ځکه نو ما هم دا پرېکړه وکړه چی نور به د دې بنګړیو په اړه هیڅ نه وایم، له هغې ورځی وروسته زموږ زړونه د څه وخت لپاره پاک شول او د خوابدۍ ټول ګردونه مو لیری شول. یوه ورځ ماته یو سفر را پېښ شو ما یوه اونۍ دباندی تېرول، د تلو په مهال چی ما هغه په غېږ کی نیولې وه او مینه می ورسره کوله نو هغې ته می وویل:غواړم چی بیرته راشم نو تا زما بنګړی اچولی وی!"هغې وویل:
"
بیخی سمه ده"ما وویل:
"
ژمنه ده؟"هغې وویل:
"
هو"
"
ستا یې زما په مینه قسم؟"ما ورته وویل.
"
هو زما یې ستا په مینه قسم!" هغې ځواب راکړ.هغې دا قسم په داسی ډول واخیست چی ما پخپل زړه کی دا پرېکړه وکړه چی که چیری هغې زما بنګړی نه و په لاس کړی نو زه به له هغې سره اړیکی شلوم.په هغه ورځ چی زه بیرته راستنېدم نو ما لاسی هغې ته د پوست له لاری خبر ورکړ چی زه درځم او په دویمه ورځ خپله را ورسېدم، هغې خپل مرمرین لاسونه ماته د غیږی لپاره پرانستل، اه! په هغه ورځ هغې زما بنګړی اچولی وو خو پخوانی یې هم په هغه بل لاس وو.ما هغې ته نور څه ونه ویلاى شو، هغې ماته دا رنګه کتل لکه راته ویل چی یی" دادى ما خپله ژمنه پوره کړه، نور نو راشه ښکل می کړه، نا شکری مه کوه".ما هغه په غېږ کی ونیوه او څو ځله می ښکل کړه.
"
هو رښتیا! لاکن دا پرېکړه خو نه وه شوی..."ما هغه دوه ځلی ژر، ژر ښکل کړه، هغې وویل:
"
څنګه؟"ما ځواب ور کړ:
"
ما تاته د دې بنګړیو د اچولو او د هغه نورو د ایستلو ویلی و، دا می نه و ویلی چی دواړه په لاس کړه"هغې وویل:
"
نه، نه په خداى چی تا ماته یوازی د خپلو بنګړو د اچولو ویلی وو، دا دی نه و راته ویلی چی هغه نور نه اچوم"ما ځواب ور کړ:هو، هو دا به سمه وی، خو که زه اوس درته ووایم نو؟گ"
"
که اوس... که اوس راته ووایې..." د هغې ږغ ټیټ شو.
"
ایا ته غواړې چی له ټولی کیسې څخه دی خبر کړم؟" هغې چی دا وویل نو ماته نژدې راغله او په غوږ کی یې ورو راته وویل:
"
زه به هیڅکله ونه غواړم چی ستا دا غوښتنه دی پوره شی"زه ووېرېدم او یو دم بغل ته شوم... لکه د ښیښې هغه مار چی چیچلى وم چی د هغې په لاسونو کی و، ما ورته وویل:
"
که زه غواړم چی تا له یو دا رنګه بنګړو اچولو څخه منع کړم چی زما نه دی خوښ نو دا بده خبره ده؟"هغې وویل:
"
ته راشه، پرېږده دا خبری، دا چی ستا دا دومره بد ایسی نو نور به زه دا نه اچوم او سر له سبا څخه به یوازی ستا بنګړی اچوم"په دې وخت کی له ما څخه یوه لویه تېروتنه دا وشوه چی کله ما هغه د هغې د قربانۍ په بدل کی د مننی په احساساتو لمانځله نو ما له هغې څخه وپوښتل:
"
دا بنګړی تاته چا درکړی دی؟گگ"زما له دې پوښتنی څخه د هغې اننګی نه سره شول او نه ژړ، البته د هغې ژبه بنده، بنده شوه او ویې ویل:
"
نه پوهېږم... پوره می یاد نه دی... هو رښتیا ډېر مخکی می پلار د سوغات په دود راکړی وو"په دې کی له ما څخه بله تېروتنه هم وشوه، دا تېروتنه تر لمړۍ هغې ډېره خطرناکه وه، هغه دا چی یوه ورځ زه د هغې د پلار لیدو ته ورغلم او هغه ته می وویل چی" د میری (زما د ښځی نوم دى) هغه شنه بنګړی ډېر ښکلی دی هغه تا چی ورکړی وو"د هغې پلار خپلی عینکی سترګو ته سمی کړې او ما ته یې په داسی انداز وکتل لکه هغه چی د دې بنګړیو یادونه له دې مخکی هیڅ اورېدلې نه وه، بیا یې ماته وویل:
"
نه ما خو هغې ته کوم بنګړی نه دی ورکړی" د هغې د پلار دې خبری پر اور د تیلو کار وکړ، زما په زړه کی د کرکی او حسد لمبې پورته شوې، ماته داسی ښکاره شوه لکه په هر رګ کی چی می د بنګړیو د مار زهر ننوتل.نور نو ما پرېکړه وکړه چی هغو لارو چارو ته به د عمل جامه وراغوندم چی ما سوچ پرې کړى و، ما ویل یا به میری د دې بنګړیو اچول پرېږدی او یا به زه خپلی اړیکی ورسره شلوم، زه مرګ منم، ځانوژنه منم خو دا نه شم منلاى چی میری دا بنګړی واچوی، زه د قار او غوسې تر یوې داسی جذبې لاندی راغلى وم چی له زغم څخه وتلې وه.له دې ځلی ما د دریمی خطرناکی غلطۍ جرم وکړ، هغه دا چی ما میری ته وویل:
"
ته به نور له دې بنګړو سره مخه ښه کوې، زه په دې اړه له ټولو خبرو څخه خبر شوى یم نور زه باید ستا په لاسونو کی هیڅکله دا بنګړی ونه وینم، نن ما تاته خبردارى درکړ نور نو که ستا دغه ضد کومه بده پایله ولرله زه یې ذمه وار نه یم" زه په تمه وم چی هغه به له ما وپوښتی چی ته د دې بنګړیو په اړه له کومو خبرو خبر شوى یې خو هغه بلکل غلې وه، یوازی یې په حیرانۍ زما لور ته کتل او په خوله یې هیڅ نه ویل، په دې وخت کی چی د هغې سترګو کوم پسرلنى اسمانی شینوالى را نغښتى و، هغه زما غوسه را سړه کړه. په دې ډول یوولس ورځی تیری شوې، زما لپاره د هری ورځی تېرول یو ګران کار و، د هری ورځی هره شیبه زما لپاره تر یو لوى عذاب په کمه نه وه.یوولس ورځی خو هغې زه په دې ژمنو تېر ایستلم چی نن دا بنګړی باسم سبا یې باسم، هغې به یوه ورځ یو څه ویل سبا بل څه، ډول، ډول پلمې او بانې به یې کولې، کله به خوابدې کېده، کله به غلې پاته کېده او کله به یې بیا زما غوښتنی په خندا او ټوکو ردولې خو هغه بدبخته بنګړی د هغې له مرمرینو لیڅو څخه جلا نه شول، کله، کله چی به هغې خپلی سپینی لیڅی سره یو ځاى کولې او دواړه مارونه به سره یو ځاى کېدل نو ماته به دا سی ښکارېدل لکه په هغو کی چی ساه راغلې وی او په خپل منځی رقابت کی به په یو ګړی کی سره توری ایرې کړی، ما به په زړه کی ویل چی له دوئ څخه به یو خامخا له منځه ځی.یوه ورځ چی زه ډېر نفس تنګى شوم نو هغې ته می وویل:
"
ګوره! سبا به ته یوازی یو ډول بنګړی په لاسوې، که دی سبا هم دا بنګړی نه و ایستلی نو زه به تا له خپلی ورستۍ پرېکړی څخه خبره کړم"له دې ځلی هغې زما خبری ډیری جدی واورېدې او دننه لاړه، چی بیرته راووته نو یوازی یو ډول بنګړی یې په لاس وو او هغه زما هغې نه وو، ماته درد راغى او له غوسې څخه می خوله له ځګه ډکه شوه، نور می یاد نه دی چی ما هغې ته څه وویل.هغې زما له غوسې ډکی خبری په پټه خوله واورېدې خو چی زه چوپ شوم نو هغه مجبوره شوه په خورا ډاډ او سړه سینه لکه کوم نارینه چی خبری کوی وویل:
"
ګوره، ته له ما څخه داسی غوښتنه کوې چی زه هغه هیڅکله پوره کولاى نه شم، زه به دا بنګړی هیڅکله له ځانه جلا نه کړم، زه به تر مرګه دا اچوم، د دې په اړه ډیری پوښتنی مه کوه ځکه زه په دې اړه یوې وړې خبری کولو ته لا هم چمتو نه یم، تاته باید دومره ووایم چی که چیری ته نور هم خپلی سر ټمپګۍ ته ادامه ورکړې نو زه به تاته ستا دکوژدنی ګوتمۍ بیرته در وسپارم او دا به یو لوى زیان وی ځکه زما له تا سره عشق دى، نه مینه، زه غواړم ستا د ژوند ملګرې واوسم، یوازی ژوند به هم غوره وبولم خو دا بنګړی به ونه باسم، ما د دې بنګړیو په اړه له خپلی ورستۍ پرېکړی څخه خبر کړې نور چی دی څه زړه غواړی هغه وکړه"زه دا اړتیا نه وینم چی ووایم چی ما له هغې سره بې کچه مینه لرله، که نه نو ما به دومره خبری هیڅ کله نه واى زغملی او دې ته به می هیڅ کله دومره لېوالتیا نه واى لرلې چی زه دغه راز معلوم کړم، اخیر ما قسم واخیست چی نور به د دې راز د معلومولو هڅه نه کوم خو په کوم دلیل زه پر خپل قسم پاته کېداى شواى ځکه زما له هغې سره مینه وه.د واده په ورځ او له هغه ورسته ډېره موده زموږ په دې اړه هیڅ خبره ونه شوه، ما پرېکړه کړې وه چی نور به په دې باره کی چوپ پاته کېږم او له دې پرته هم زه نور د دې بد مرغو بنګړیو له لیدو سره تر ډېره برېده عادی شوى وم خو حقیقت دا و چی زما مینه زما د رقابت د جذبې د سیالۍ وړ نه وه، زما په زړه کی اوس هم یوه هیله پاته وه، هغه هیله چی د یو رښتینی مین په زړه کی همېشه ژوندۍ وی. زما یقین و چی یوه ورځ نه یوه ورځ به لا د خپلی مینی په زور د میری له لاسونو څخه دغه بنګړی باسم او هغه به د دې بنګړیو له رازونو ډکه کیسه راته کوی، بیا به هغه خپل بنګړی باسی او زما بنګړی به په لاسوی.په دې کی شک نشته چی د میری ځینو خبرو پر ما ډېر اثر کاوه، هغه چی به کله وېرېدله او د بنګړیو ډک لاس به یې پورته کاوه نو داسی به ښکارېده لکه هغه چی په دې ډول له کوم خطره ځان ژغوری، په داسی وخت کی به ما هغه په بېلا بېلو حرکتونو ځوروله او هغې به په مترحم نظر ماته داسی کتل لکه راته ویل چی یې: ایا خپلی ژمنی دی هیری کړې ؟ خپل قسم دی یاد نه دى؟ موږ چی څنګه خپل له خوښیو ډک ژوند پیل کړ نو د هغه به لا یو کال نه و تېر شوى چی ما داسی محسوسه کړه لکه ما چی خپل زغم او مینه د مرګ کندی ته ور ټېل وهی، زما هیلی بدلی شوې او د میری تر مرموز زړه پوری زما زړه او دماغ و نه رسېدلاى شو، کله نا کله چی به ما د هغه بنګړو په اړه په اشارو باندی څه ویل نو هغې به داسی ښکاره کول لکه په هیڅ چی خبره نه وی او کله چی به ما کومه خبره بیخی سپینه ورته کوله نو هم به هغې کوم ډاډمن ځواب نه راکاوه.اکثره وخت چی به هغې زما خبره واورېده نو په لوړ اواز به یې وخندل او زما خبره به یې په ټوکو او خندا کی پټه کړه، زه به له غوسې څخه سره لمبه شوم، همدا رنګه ورو، ورو زه بیرته خپل پخوانی حالت ته وروګرځېدم لکه له واده څخه چی مخکی وم.کله چی میری زما له دې حالت څخه پوه شوه نو هغې د زارۍ په ډول ماته وویل:ما یوازی پرېږده، زه به ستا ډېره ممنونه یم، ما نوره مه کړوه، تا یو ځل بیا هغه خبری پیل دی چی ما ته ور څخه منع کړى وې، حال داچی تا له ما سره ژمنه کړې وه چی زه به تا نه ځوروم، زه غواړم چی تا پوه کړم چی ستا د دې حرکتونو نتیجه به څه وی، زما له زړه څخه به ستا د مینی انڅور پاک شی، زما به له تا څخه کرکه وشی او بیا به نو دا پوښتنه هیڅ مطرح نه وی چی زه کوم بنګړی واچوم او کوم نه. زه د هغې له دې خبرو څخه ووېرېدم او هغې ته می وویل:
"
والله چی! زما مطلب یوازی دادى چی ته ماته ددې بنګړیو له رازونو ډکه کیسه وکړې، ما هم په دې راز کی در شریک کړې او ما پوه کړې چی دا بنګړی تاته چا در کړی دی؟ ایا ستا همصنفۍ چی په دې اړه څه ویل هغه رښتیا دی؟
هغې په لوړ ږغ وویل:
"
چوپ شه! د خداى لپاره چوپ شه، ته غواړې چی زما مینه راووژنې، که دی نور یو تورى هم له خولې را وایست نو زما به له تا څخه بې کچه کرکه وشی او زه به د ټول ژوند لپاره له تا څخه اړیکی پرې کړم"د هغې د خبرو له اورېدو څخه سر راباندی وګرځېد، داسی می محسوسه کړه لکه یو چا چی یو زورور ډانګ پر سر وهلى وم، هغې زه پرېښودم، کوټې ته ولاړه او د کوتې ټول ورونه یې وتړل. دریمه تېروتنه می دا وکړه چی له بده مرغه زه لاړم له خپل یو نژدې ملګری سره می ولیدل، هغه ویل: ولی څه خبره ده، نن ډېر پرېشانه ښکارې؟" زما لویه بد بختی بیا دا وه چی ما هغه ته له سره تر پایه ټوله کیسه وکړه، په دې وخت کی زما ملګری هغه څه راته وویل چی په عام ډول ویل کیږی، هغه راته وویل:
"
ته ډېر بې زړه سړى یې ته باید نر واوسې او دا هڅی مڅی باید پرېږدې چی ته یې د خپلی ښځی د تابع کولو لپاره کوې، لاړ شه! او په پوره زور سره هغه دې ته مجبوره کړه چی ستا خبره ومنی، په څو ورځو کی به هر څه سم شی"ما چی دا نصیحت واورېد او کور ته راغلم نو هغه پر کټ ویده وه، د ډېوې رڼا سترګکونه وهل او دلته هلته خورېده، د رڼا سور انځور د وینی د ټپلی غوندی ښکارېدى او همداسی یوه ټپله د میری پر څېره هم لوېدله، د هغې سپین لاسونه چی له بړستنی را وتلی وو، داسی ښکارېدل لکه د ژوند نښی چی ترې کوچېدلی وې، زما سترګی پر هغو بد رنګو بنګړو ونښتې چی د ډېوې په رڼا کی ځلېدل، میری په درانه خوب ویده وه، د هغې څېره له غم او پرېشانۍ څخه یو مخ تشه ښکارېده، هغه بد مرغه بنګړی هم د هغې د دې درانه خوب خنډ نه جوړېدل، زما په زړه کی راتېر شول چی کشکی زه وپوهېږم چی اوس هغه څه خوب وینی ؟ دې صحنې زه له حاله وایستم، ماته یې سخت زور راکړ د غوسې ستن می لوړه شوه، پر سترګو می توره شپه شوه او زړه می په دربی شو. ناڅاپه می په زړه کی د یو ناوړه جرم د کولو خیال را پیدا شو، دا خیال می د برېښنا په سرعت سره ترتیب کړ او بیا می په هیڅ دول ونه کولاى شواى چی له پامه یې وغوځوم.ما فکر کاوه چی یوازی یو ځلی دا عمل تر سره کړم نو د ټول ژوند د پرېشانیو د پاى ټکى به می شی. زه ورو د میری کټ ته نژدې ورغلم او پر هغې ور ټیټ شوم، بیا په داسی حال کی چی زما په یوه لاس کی د مار لکۍ او په بل لاس کی د مار سر و خپلو لاسونو ته یو کوچنى حرکت ورکړ... اه! جرم څومره لنډ وخت غواړی.بنګړی مات شول.د کوکیو وړې، وړې ټوټې پر کټ پاشلی وې... میری خپلی شناوۍ سترګی روڼی کړی... او بیا یو دم راپورته شوه، دا هر څه په یوه شیبه کی تر سره شول، هغه په داسی حال کی چی د بنګړیو ټوټې یې په لاس کی وې لوڅی پښې زما مخ ته ولاړه وه، د هغې وېښتان پر اوږو پراته وو خو د هغې سترګی... ایا هغه به زه کله هېره کړاى شم؟... هغه تر اوسه هر مهال هغه رنګه زما سترګگو، سترګو ته کیږی... د هغې د سترګو له کسو څخه داسی ښکارېدل چی په ډېر وېرونکی ډول یې ماته کتل، د هغې د سترګو شینوالى په تور اوښتى و او داسی ښکارېدل لکه له سترګو څخه چی یې بڅرکی بادېدل، د سترګو سپین یې د یوې وحشتناکی لمبې غوندی خوټېدل. په کوم ږغ چی هغې زه مخاطب کړم، د هغه بیانول زما لپاره ناشونى دى. هغې په چیغه وویل:
"
تا دا مات کړل؟!... تا دا مات کړل؟!... سمه ده! زموږ مینه نوره ختمه شوه تا د مینی پر غاړه چاړه تېره کړه... تا د مینی لړۍ کړۍ، کړۍ کړه ... ته نفسپاله، لنډ فکره، جاسوس او چلبازه یې... اوس به ته په هر څه پوه شې چی دا بنګړی ماته چا راکړی وو؟... دا نه یو رومانی داستان لری نه کوم راز دى بلکی یوازی یو شګون و چی ما په لاسول، تا شر او شور جوړ کړ او بې ځایه دی څو کلونه په غم اخته کړې وم... اه! زما له تا څخه کرکه کیږی ستا د دې کار له امله زما له تا څخه بد راغلل، ورک شه او له سترګو می پناه شه... خداى دی نور هیڅ کله شکل مه راباندی وینه!"له هغې شپې ورسته زه له خپلی ښځی څخه بېل شوم ځکه د ژوندانه داسی کلونه مو تر شا پرېښی وو چی له زغمه وتلی وو. هغه قسطنطنیې ته لاړه، هلته یې دویم واده وکړ، زما یو ملګرى څو ورځی وړاندی له هغه ځایه راغلى و، هغه راته وویل چی هغه یو ډول بنګړی په لاسوی چی له سمندری ډبری څخه جوړ دی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد