دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۵ برخه

 

پوروړى

سویتوزاز کوروچ/هرزوګوینا ما له هغه سره د سفر پر مهال و پېژندل، موږ دواړو په یوه سراى کی شپه تېره کړه او منزل مو هم یو و، هغه د هیواد یو نامتو سړى و، ما له هغه سره په دې ملګرۍ ویاړ احساساوه، د هغه نوم په ټوله هرزیګوینا کی انګازه کېده.موږ دواړو څنګ پر څنګ سفر کاوه زه پر یوه غوره آس سپور وم، د آس د غوره والی دلیل دا و، چی زه هغه څو ځلی غورځولى وم او عموماً ما هغه آس ډېر غورځوی چی ډېر غوره وی، زما آس په داسی حال کی چی سینه یې له غروره را ایستلې وه او غاړه یې آسمان ته نیولې وه، په شاهانه پرتم سره تګ کاوه.زما د سفر ملګرى په پیل کی ډېر چوپ و، هغه پر خپله سپینه آسپه سپور و، او څلور پنځه نور باری آسونه هم ورسره وو، پر هغوئ توبرې پرتې وې خو بار پرې نه و.هغه یو ځواکمن سړى و، جګه ونه آرته سینه یې لرله، سره له دې چی هغه په عمر پوخ و، خو روغتیا یې حالت یې بیا هم حیرانوونکى و، هر چا به په آسانۍ سره دا اټکل کاوه چی په زلمیتوب کی به هغه څومره شاړ پاړ و، هغه خپلی دودیزی جامې اغوستی وې، چی ښکلی طلایی تڼۍ په کی ټگک وهل شوی وې او پر تندی یې یو برېښېدونکى ورېگښمین دسمال تړلى و، د دسمال څنډو له دواړو خواوو د هغه پر سینه ټالونه خوړل، د هغه کړه وړه، جامې او دبدبه دا هرڅه دومره په زړه پوری وو، چی سره له دې چی ما غوښتل ورته وګورم، ورته کتلاى می نه شول، د هغه د دبدبې له امله ما له هغه سره په خبرو کی شرم احساساوه.د هغه نوم "ډیکو مراووچ" و، د هغه په اړه ډول، ډول کیسې مشهوری وې، د مېړانی او ځیرکتیا یې خورا زیاته انګازه خپره وه، هغه د خپلی قانون ماتوونکی مبارزې له امله تر لیری، لیری پېژندل کېدى، هغه یو ډېر ځیرک سړى و، د هرزیګوینا یوه لویه سیمه یې په وېره کی اچولې وه، موږ دواړو د نابلدو غوندی په چوپه خوله سفر کاوه، دې چوپتیا زه ډېر ځورولم، د چوپتیا د ماتولو لپاره ما له هغه څخه وپوښتل:
"
وروره! له تا سره دا دومره آسونه د څه لپاره دی؟ پر دوى خو کوم بار هم نه شته"
"
شیان می ښار ته وړی و او اوس له هغه ځایه تش را روان یم"
"
شیان دی د یو چا لپاره وړی وو، که سوداګری کوې؟"هغه ماته رډو رډ وکتل، لکه زما پوښتنی چی خوند ورنه کړ، زه ډېر پریشانه شوم، څو شېبې وروسته هغه ځواب راکړ:
"
ما دغه شیان د ارواښاد علی میویاګچ د کورنۍ لپاره وړی وو"ما په حیرانتیا هغه ته وکتل، ځکه علی میویاګچ د هغه د دښمن نوم و، زما له خولې څخه بې واکه ووتل:
"
ته د هغه کورنۍ ته د سامان وړلو لپاره ورغلى وې؟!"
"
هو! ځکه چی زه د علی میویاګچ پوروړى یم او د هغه د یوه درانه پور تر پېټی لاندی یم"هغه سر ټیټ کړ او آسپه یې پر غاړه په چلاخه ووهله، آسپه له مخکی لا تېزه روانه وه، اوس نو هغه د برېښنا په سرعت سره پر مخ ولاړه، په ما کی د نورو پوښتنو توان نه و، د آس جلو می ایله پرېښود، او په داسی حال کی چی سندره می زمزمه کوله، له هغه سره څنګ پر څنګ روان شوم، اوس می یاد نه دی، چی ما کومه سندره زمزمه کوله، لکه چی زما سندری خوند ورکړ، هغه تګ ورو کړ او ماته په ځیر سره غوږ شو.
"
په لوړ آواز ووایه"هغه له ما څخه غوښتنه وکړه، ما هم سندره اوچته کړه، هغه پر تندی تړلى دسمال سست کړ، دسمال یې په غاړه کی را ولوېد، "ډیکو" زما له سندری سره په خوند، خوند سر ښوراوه، لږ وروسته زه چوپ شوم، هغه را باندی ږغ کړل:
"
وړاندی پسې ووایه"
"
نوره می نه ده یاده"لکه چی زما ځواب هغه ته خوند ورنه کړ، هغه یو ځل بیا مخکی شو.ناڅاپه هغه آسپه وګرځوله او پونده یې کړه، اوس نو د هغه مخ له سړک څخه لاندی د ونو پر لوری و، ما ورڅخه وپوښتل:
"
چیری روان یې؟"
"
تر دا ونو لاندی به لږ دمه وکړو"زه هم په هغه پسی ورغلم، ونو ته چی ورسېدو، آسونه مو څر ته ایله کړل او او تر یوې شنې ونی لاندی کښېنستو، سګریټ مو ولګول، شاوخوا چوپه چوپتیا وه، یوازی د آسونو د زامو خرپى او لیری د چارتراشو ږغ و، چی زموږ غوږونو ته را تلى، لږ وروسته ما له هغه څخه و پوښتل:
"
ته د علی کله پوروړى شوې؟"هغه ژوره ساه واخیسته او لاس یې وغورځاوه:
"
ډېر وخت کیږی"په حیرانتیا سره می له هغه څه وپوښتل:
"
ډېر وخت کیږی او پور لا پرې شوى نه دى؟"
"
هو! د دې پور پرې کول ډېر وخت غواړی"هغه له خولې څخه د لوګی یو څو خوړسکی په هوا کی خوشی کړې، ماته یې وکتل او بیا په داسی حال کی چی په هوا کی یې تش نظر ځغلاوه، وویل:
"
دا یوه اوږډه کیسه ده، ملګرې! او زما لپاره ډېره دردوونکې ده"په ډېر خواست می ورته وویل:
"
ماته خو به یې کوې؟"هغه زما له هیلی اغېزمن شو او په خواشینۍ سره یې وویل:
"
په اورېدو به یې څه وکړې؟"ما ټینګار وکړ:
"
که مناسبه وی نو..."د هغه ږغ داسی ښکارېدى، لکه له یو لیری ځاى څخه چی راتلى، هغه وویل:
"
تا ته به څرګنده وی، چی د ترکی واکمنو ظلم او تېری زه دې ته اړ کړم، چی داړه مار شم، موږ سربیان د ترکانو په واکمنۍ کی اړ وو، چی په خپله خاوره کی د نورو تر ظلم او جبر لاندی ژوند وکړو، موږ ته هیڅ انسانی حقوق را په برخه نه وو، آخر یو قوم او یا یو کس تر څو پوری د نورو تېرى و زغمی؟ هر ترک ته سر ټیټول او د هغه غلامی کول، زموږ لپاره ورځ په ورځ ناشونی کېدل، زه زلمى وم، هغه مهال په سربیانو کی د ترکانو پر خلاف اور مخ په زیاتېدو و، زما رنګه څو نور سرتیری هم وو، د مبارزې یووالی موږ سره یو ځاى کړی و، موږ به هر وخت له ترکانو څخه د کسات اخیستلو او د هغوى د خوږولو خبری کولې، موږ یوازی شپږ کسه وو، چی وسله مو واخیسته او په ځنګله کی پټ شوو، له ځنګله څخه به موږ په ترکانو پسې سترګی وړلې، چی څنګه به مو چانس برابر شو، نو پر هغوى به مو یرغل کاوه، فکر نه کوم چی داسی ورځ دی راغلې وی، چی موږ دی ترکانو ته په یو ډول نه یو ډول زیان نه وی رسولى، ورو، ورو زموږ انډیوالان ډېرېدل، چی څومره انډیوالان ډېرېدل هغومره زموږ حوصله لوړېدل، یوه ورځ د دې لپاره چی زوړ پور مو پرې کړى وی، د "علی میویاګچ" پر کور مو یرغل وروړ، موږ ته معلومه نه وه چی علی میویاګچ د سیمی تر ټولو یاغی ترک دى او ټول شتمن ترکان د هغه ملاتړ کوی، په دې یرغل کی د هغه د کورنۍ درې کسان ووژل شول، خو هغه خپله بریالى شو، چی ځان ژوندى وباسی، موږ هغه ډېر ولټاوه، خو پیدا مو نه کړ، موږ د هغه کور ولوټه او له لوټل شویو شیانو څخه ډک موټرونه مو خپل ځاى ته ولېږل.دا یرغل زموږ لپاره ډېر ګران پرېوت، علی میویاګچ تر موږ څو چنده ډیر جنګیالی را ټول کړل او په موږ پسې راغى، هغه موږ دې ته اړکړو چی په ځنګله او غرونو کی له ډېرو ځایونو په شا شو، موږ چی هر څومره په شا تلو، هغوئ په موږ پسې راتلل، په تېښته، تېښته کی موږ هغو غرنیو برخو ته ورسېدو، چیری چی غرڅنۍ هم نه تلې، علی او د هغه ملګری په موږ پسې را راوان وو، نور نو له دې پرته بله چاره نه وه، چی له دښمن سره د مرګ تر ګړیه و جنګېږو، د علی غوسه لوړه وه هغه له هر لوری موږ محاصره کړی وو، له موږ سره نور نه د خوړلو لپاره څه و او نه هم د څښلو لپاره، موږ له لوږی تندی او ستړیا څخه بې حاله وو او نور له ژونده نهلی شوی وو، په هیچا کی دومره همت نه وو چی د دښمن محاصره ماته کړی او ځان و باسی، موږ ټولو د مرګ تمه کوله، له ډېر چورت وروسته ما دا پرېکړه وکړه، چی باید موږ خپله وړاندی ورشو او پر دښمن برید وکړو، ما خپلو ملګرو ته وویل:وروڼو! موږ له هری خوا محاصره یو، غله او دانه هم را سره نه شته، آیا دا به ښه نه وی چی موږ خپل وار د مخه کړو او پر دښمن باندی د ټکی غوندو ور پرېرزو، یا د مېړنیو غوندی سرونه ورکړو؟ مرو خو هسی هم، نو ولی یو څو ترکان له تېغه تېر نه کړو، که چیری بخت یاری وکړه نو دا به زموږ لپاره یو ستر ویاړ وی.ملګری زما په مشورې را سره سلا شول، تر ټولو مخکی زه په داسی حال کی چی ټوپک می ښوراوه، له سمڅی را ووتم زما په تقلید نور ملګری هم را ووتل، ترکانو سملاسی پر موږ د ګولیو باران جوړ کړ، ما خپل دوه ملګری ولیدل چی ولوېدل، د تېښتی چانس نه وو زه په داسی حال کی چی ګولۍ می اورولې، مخ په وړاندی تلم، ملګری هم را سره وو سترګی می له وینو ډکی وې، هـیڅ می نه لیدل، ناڅاپه می پر شا یو کلک ګوزار احساس کړ، ورېږدېدلم، هوښ او حواس می له لاسه ورکړل.زه چی په هوښ کی راغلم نو ځان می د علی میویاګچ په کور کی و موند، زه پر یوه نرم بستر پروت وم او د علی په ګډون څو نور ترکان پر ما را ټول وو، ما چی سترګی خلاصی کړې، نو علی راټیټ شو، زما لاس یې په لاس کی ونیو.هغه په نرمه لهجه را څخه و پوښتل:
"
څه احساسوې؟"ما هڅه وکړه چی کښېنم خو د دردنو شدت کښېگناستو ته نه پرې ښودم، داسی می محسوسه کړه، لکه په ملا کی چی می د دویم ځل لپاره ګولۍ و لګېده، له دې سره یو ځل بیا بې سده شوم.پوره یوه میاشت ما له مگرګ سره ډغری ووهلې، علی د یوې شېبې لپاره هم زه له پامه وا نه چولم، هغه په پوره پاملرنه او زیار سره زما پالنه کوله، هغه په خپل لاس زما ټپ مینځه او پټۍ کاوه یی، په خپل لاس یې ماته ډوډۍ راکوله، که به ما لږه ډوډۍ خوړه نو هغه به په ټینګار په ما نوره خوړله، ډېر کله به هغه زما سر پر خپلو زنګنو کښېښود او زما په وېښتانو کی به یې ورو، ورو ګوتی را تېرولی، تر څو چی ماته به خوب راغى.د هغه د دې زیار او هڅو نتیجه دا شوه، چی ما مرګ ته ماته ورکړه، بدن می په بېړه ځواکمنېده او ټپونه می سره ورتلل، تر دې چی یوه ورځ د دېوال په مرسته پر خپلو پښو و درېدم.علی هره ورځ د بڼ سیل را باندی کاوه، زه چی به کله ستړى شوم، نو هغه به د دمی لپاره تر یوې ونی لاندی کښېنولم، زما توان ورځ په ورځ ډېرېدى، کله چی یې زه ولیدم، چی مخ په جوړېدو یم، نو د علی په څېره کی خوښی په غوړېدو شوه، یوه ورځ هغه په خندا را څخه و پوښتل:
"
څه حال دی دى؟ آیا دومره توان لرې چی منډه کړې او ټوپونه ووهې؟"
_"
نه! اوس هم ځان لږ کمزورى احساسوم"هغه په داسی حال کی چی د ګوتو ټکان یې ایستل یوه زوروره خندا وکړه:
"
ژر، ډېر ژر به بېخی جوړ شې"څو ورځی وروسته هغه خپله پوښتنه بیا تکرار کړه:
"
څنګه اوس دی د منډو او ټوپ وهلو توان پیدا کړى دى؟"ما ځواب ورکړ:
"
هڅه کوم"هغه یو لوری ته شو ما د علی په مخ کی ټوپ کړل، منډه می کړه او وغورځېدم، هغه له خوښۍ ډکه خندا وکړه او ویې ویل:
"
د دې معنى دا ده چی ته یو مخ جوړ شوى یې"هغه زه په باغ کی پرېښودم او خپله کورته ننوت لږ وروسته چی بیرته را ووت، نو دوه ټوپکونه ورسره وو، نور د هغه د څېرې بڼه اوښتې وه او په سترګو کی یې د وږی پیشو غوندی ځلا وه:هغه په داسی حال کی چی ماته وړاندی راغى، وویل:
"
ما ته د دې کړې چی ته پر خپلو پښو ودرېږې، اوس نو ته د پخوا غوندی تکړه یې لکه تر ټپی کېدو مخکی چی وې، اوس ته د دې توان لرې چی پور را ادا کړې، ته زما ډېر دروند پوروړى یې، د دریو کسانو پوروړى می یې و چی دوه پکی زما وروڼه وو"د هغه په سترګو کی وینی ډنډ شوې او کښته زامه یې و رېږدېدله.
"
کله چی ته ولګېدې او بې هوښه زما په پښو کی پروت وې، نو ما هغه وخت ته ډېر آسانه وژلاى شوې، خو پر تش لاسی دښمن برید کول، د ترکانو دود نه دى، ما غوښتل چی ته روغ رمټ او غښتلى شې، نو بیا دی و وژنم، علی میویاګچ هیڅکله کوم مجبوره دښمن نه دى وژلى، ما کله کولاى شول، چی تا د بې هوښۍ په حالت کی ووژنم او پر خپله لمن داغ و لګوم"
"
دا ټوپک هم زما د ټوپک غوندی دى، په دې کی هم زما د ټوپک غوندی ګولۍ شته، اوس به موږ دواړه ځنګله ته ولاړ شو او خپلی نښی به و ازمویو"زما د ژبی قلم مات شو، د پخوا غوندی له هغه سره ځوړند سر روان شوم، موږ ځنګله ته ورسېدو.هغه راته وویل:
"
هملته و درېږه، چی چی ولاړ یې"او بیا مخامخ راته ودرېد.
"
موږ دواړه به یو ځاى ډزی کوو"هغه ماته د جګړې چلونه را ښوول.له دې سره زما حواسو بېرته کار پیل کړ، ما ټوپک و غورځاوه او یو څنګ ته ودرېدم، علی راته وویل:
"
آیا ته فکر کوې چی زه به له یوه لوری ډزی وکړم؟ او نړۍ به می پر مخ را تو کړی، چی ما یو تش لاسى دښمن و واژه، په غور واوره ته به هغه څه کوې، چی زه درته وایم، زه د دې مقابلې د پرېښوولو هـیڅ نیت نه لرم او نه هم له سیالۍ وروسته پرتا برید کوم"د هغه پر شونډو د بری موسکا خپره وه او زه غلى ولاړ وم.هغه چیغه کړه:
"
ټوپک واخله! کنه نو بیا دی موږک ګڼم"زه ټیټ شوم، ټوپک می له مځکی را پورته کړ:
"
دې لوری ته وګړځه"زه د هغه له امر سره سم وګرځېدم:
"
ما ته نښه جوړه کړه!"ما هغسی وکړل، هغه هم د ټوپک خوله زما پر لوری کړه، هغه ډز وکړ ګولۍ په ځنګله کی تېره شوه اولیری انګازه شوه، زما یاد نه دی، چی ما ډز وکړ که نه، خو یوازی دومره می ولیدل چی هغه لړزېدلى پر مځکه ولوېد، زه په ویر او غم کی ډوب د هغه لوری ته ورغلم او هغه ته نژدې پر مځکه کښېناستم، ارمان چی هغه ختم شوى وو.له هغې ورځی راهیسی زه د هغه کورنۍ ته اوړه، ترکاری او نور شیان ور وړم، پردې سربېره میږی او وزې هم د دې لپاره و وړم چی هغوئ خپلی اړتیاوی ور باندی پوره کړی"ډیکومراووچ خپله کیسه بس کړه سر یې ځوړند کړ او د مځکی په توږلو یې پیل وکړ ما هغه ته وکتل، هغه د اوښکو د درولو ناکامه هڅه کوله، خو اوښکی یې په پرله پسې ډول تویېدلې او پر اننګو یې بهېدلې.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد