دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۳ برخه

 

د موچی لور

احمدندیم قاسمی/پاکستان دادا لا غړکه شاربله چی هغه بیا په داسی حال کی چی خاورینه پیاله یې په لاس کی وه، راغله د دې په لیدو چی تر اوسه یې کوچ نه دی ایستلی نو مستې به له کومه شی، زړه نا زړه چی بیرته لاړه شی که تم شی.
"
عالا کښېنه" دادا ورته وویل:
"
اوس یې در کوم... څنګه یې؟گ
"
ښه یم"هغه چی ولاړه وه هملته کښېنسته.لږ ورسته دادا وویل:
"
زه اوس کوچ ځینی را باسم بد یې مه ګڼه، که نیت بد نه وی هم نظر لګیږی، دا څوگ ورځی مخکی نورا د کوچ را ایستلو پر مهال لیدلې وم په دا سبا د چرګی د هګۍ غوندی کوچ ځینی ووتل، په دا بل سبا د مرغۍ د هګۍ غوندی، بیا چی می چرګی ته څو ورځی مرچ دود کړل نو نظر یې ولوېد.عالا سره کوچنۍ شوه.
"
ترور جانی! کله نا کله زما هم نظر لګیږی، مخکی می ستا یو چینی ګلاس هم مات کړى و!"
"
هو ریښتیا! دادا ته وریاد شول:
"
تا ویل، اوف! ترورجانی څومره پاک خواپاکى دى، نظر پر ښویږی، او له دې سره همداسی ځاى پر ځاى شرنګ مات شو، زه حیرانه پاته شوم"بیا یې عالا وګواښله خو په دې ګواښ کی خښم نه و.
"
ښه اوس هلته وګوره!"له دې سره هغه مسکۍ هغه لور ته تاو شوه او مخامخ یې وکتل، مخامخ زه ناست وه، زما په لیدو سملاسی هغې د پوړنی پلو پر سر را کش کړ او چی تر تندی یې را ورساوه نو یې وویل:
"
دننه خو کوچنى خان نه دى ناست؟"
"
وى! نو بل څوک دى؟" دادا وویل:
"
برایی ماښام راغلى دى!"عالا پورته شوه تر دروازې راغله او ویې ویل:
"
لیری دی وی له بلاوو، ګوښه دی وی له بلاوو"ما ورڅخه وپوښتل:
"
عالا څنګه یې؟
"
ښه یم!" هغې وویل او پر څېره یې شوخی وځلېده.
"
مخکی می ونه پیژندلې، ما چی ویل یو کوچنى ناست دى برېتونه یې ایښی دی"دادا ته پر دې خندا ورغله...
"
توبه می ده!" هغې وویل:
"
بلا داسی خبری کوی چی څه... توبه می ده!"عالا په دالېز کی دا رنګه کښېناسته چی یوه پښه یې په کوټه کی او هغه بله یې له کوټې دباندی په انګړ وه، د ناستی دې انداز د هغې شنه پایڅه د لینګی تر نیمایی راورسوله، د هغې د خیرنو پښو په نسبت د هغې د لینګیو رنګ ډېر بېل و، دا لینګی ډېر موزون وو، یونانیانو چی د "وینس" د مجسمې کوم لینګی توږلی وو، تا به ویل هغه یې د عالا د لینګیو تر لیدو ورسته توږلی وو.
"
عارف خانه! په مساپرۍ کی څه کوې؟"هغې له ما څخه دا رنګه وپوښتل لکه د کلی په یوه دېره کی چی ګپی ولی.هغې خپله خاورینه پیاله په یوه ګوته پرلپسې تاووله، ما وویل:
"
مزدوری کوم پیسې ګټم!گ"
"
ترورجانی ته څومره رالېږې؟"هغې له شوخۍ څخه په ډکه مسکا وپوښتل.
"
ّانجلۍ!" دادا هغه ورټله.
"
له همزولو هلکانو سره څوک داسی خبری نه کوی، ته تر ابده کوچنۍ نه یې، ایا تاته تر اوسه کوم چا دا نه دی درښودلی چی ته لویه شوې ېی؟"هغه په هغه دالېز کی ناسته د دادا لور ته ور تاو شوه، اوس نو د هغې دواړی پښې په انګړ کی وې او د وېښتانو یوه غنچه یوازی په په کوټه کی وه.هغې وویل:
"
څوک یې راوښې، ترورجانی؟گ" چی مور او پلار می ژوندی واى نو راښولی به یې واى، د هغوئ خو خداى پاک(ج) ته د ورتلو دومره تلوار و چی زما له سره یې لاسونه پورته کول نو دومره یې هم ونه کتل چی یو څوک د دې نجلۍ پر سر لاس کښېږدی نو لاړ شی" د عالا ږغ اوښکو لاندی کړ، ما وویل:
"
عالا! ستا مور خو پخوا مړه شوې وه، ایا ستا پلار هم ولاړ؟"دا ځل چی هغه را تاو شوه نو دواړی پښې یې په کوټه کی کښېښودې او ویې ویل:
"
هو هغه هم ولاړ، چی زه هلک واى نو ښایی موچیتوب یې را ښودلى واى، خو هغه په ما یوازی ډوډۍ پخوله او اوبه یې را باندی را وړلې، اوس سره له دې چی زه د موچی لور یم، خپل بوټونه په بل ګنډم"دادا وویل:
"
نو څه دی؟ ستا یوازی د بوټونو ګنډل نه دی زده، نور خو دی هر څه زده دی، پخپله خواری یې ګټې او خورې، ټول کلى ستا صفت کوی... واخله مستې واخله!"عالا چی دادا ته د خبرو په مهال ورګرځېدلې وه، ولاړه شوه او پیاله یې دادا ته نژدې کښېښوده، هغې د مستو پیاله واخیسته او روانه شوه، یو څو ګامه چی یې واخیستل نو یو دم بېرته ودرېده او له راګرځېدو سره یې وویل:
"
ترورجانی! نن هم مېچنو ته راشم؟"
"
راشه، راشه!" دادا وویل: هسی خو اوړه ډېر شته، لاکن د عارف د پلار تلین هم لیری نه دى، د څو بوریو اړتیا پیداکیږی، راشه!"
"
ښه سمه ده! هغې وویل او بیا یې په تلو، تلو کی له ما څخه وپوښتل:
"
عارف خانه! ته څو شپې همدلته یې؟"
"
د پلار تر تلین پوری همدلته یم!"
"
بیا خو ډیری ورځی دی!" هغې وویل.
* * *
زه چی په کلی کی دوری هوری وګرځېدم او بېرته راغلم نو هغه په یوه کوټه کی ناسته وه مېچنی یې کولې، پوړنى یې له سر څخه ښویدلى و، ایله وېښتانو یې د مېچنو له هر څرخ سره د هغې څېره پټوله او لوڅوله، هغې یوه پښه پوره غزولې وه او شنه پایڅه یې تر زنګانه پوری پورته شوې وه، که دا رنګه لینګی پرې شی، په ښیښه کی واچول شی او کوټه په سینګار شی، څنګه به وی؟!ما اېخوا دېخوا وکتل چی دادا می نشوه تر سترګو نو د ګوتو پر سرو د کوټې تر وره پوری ورغلم، دا چی له وره څخه ورتلونکې رڼا یو دم لږ شوه نو هغې ژر شاته وکتل، مېچنی یې ودرولې، وېښتانو ته یې څنډ ورکړ، هغه یې سره را ټول کړل او پوړنى یې پر سر را کش کړ، خو غځولې پښه یې هغسی غځولې پرېښوده، بیا یې ورو، ورو د مېچنو په ګرځولو شروع وکړه او ماته همداسی کتلې پاته شوه.په دې وخت کی زما لمړى غبرګون دا و چی د یو موچی د لور سترګی دومره غټی باید نه واى، ځکه د غریبانو لپاره کوچنۍ، کوچنۍ سترګی بسنه کوی.دا چی د هغې پر څېره شوخی ښکارېده نو له دې وېری چی وار راباندی ونه کړی، ما له هغې څخه وپښتل:
"
دادا چیری ده؟"هغې وویل:
"
ته په ترورجانی پسې دلته راغلى وې؟"
"
نو څه ستا لیدو ته راغلى وم؟گ" ماته د وار اخیستلو چانس په لاس راغى.هغې یوازی دومره وکړه چی غځولې پښه یې راټوله کړه او بیرته یې وغځوله، بیا چی یې څنګه خبری ته ځان جوړاوه ما ورڅخه وپوښتل:
"
دادا چیری ده؟"
"
همدلته په کور کی ده" هغې وویل:
"
ستا د اکا لور ناجوړه وه، د هغې پوښتنی ته تللې ده!"ما وویل:
"
ته چی دا مېچنی کوې د دې څومره مزدوری اخلې؟"
"
د دوو ورځو اوړه راکوی!"د هغې په لهجه کی یو ډول لنډون و، نه پو هېږم چی ټوکی یې کولې که یې همدا لهجه وه.
"
ّاښه چی دوې ورځی تېری شی نو بیا څه کوې؟"
"
بیا راځم، د اوړ مېچنولو لپاره، د اوبو راوړلو لپاره او یا د چتونو د سپینولو لپاره"
"
د چتونو د سپینولو لپاره؟" ایا ستا د چتونو سپینول هم زده دی؟"ما له هغې څخه رښتیا په حیرانتیا وپوښتل او هغې وویل:
"
عارف خانه! زما څه نه دی زده؟ یوازی د بوټونو ګنډل می نه دی زده، نور می هرڅه زده دی"
"
د مثال په ډول نور دی څه، څه زده دی؟"ما په شوخۍ ورڅخه وپوښتل:
"
نور... ؟ نور... ؟"هغه نژدې وه چی یو څه راته ووایی خو چورتی غوندی شول او بیا یې وویل:
"
هرڅه می زده دی ته به حیران پاته شې!"هغه ښه شېبه په مېچنو ګرځولو اخته شوه، لکه زه چی یې هېر شوم، بیا یې مېچنی ودرولې، ولاړه شوه او د وره لور ته راغله، زه چی یوې خوا ته شوم نو هغه دباندی ووتل او ویې ویل:
"
تږې یم، د ترورجانی کټورى به ناپاکه شی، ماته په بدنۍ کی اوبه راکړه!"
"
په همدې کټوری کی یې وڅښه!" ما ورته وویل او بیا می جدی ورته وویل:
"
درواخله کټورى، اوبه په کی وڅښه!" د هغې مسکا څومره ګلابی وه، په ژوند کی په لمړی ځل پوه شو م چی مسکا هم رنګ لری، هغې چی اوبه وڅښلې نو د کټوری د منځلو لپاره یې په هغه کی لږی اوبه واچولې، ما ورته وویل:
"
کټورى ډک کړه!"د هغې په زړه کی دا ور وګرځېدل چی زه غواړم چی کټورى ښه پرېولم خو چی کټورى ډک شو نو هغې زما لور ته وکتل، ما کټورى ورڅخه واخیست او خولې ته می یووړ.
"
عارف خانه!"هغې په حیرانۍ او وېره وویل او وارخطا یې ماته وکتل، کله چی ما تش کټورى بېرته ورکاوه نو د هغې په سترګو کی اوښکی ځلېدې او پوړنى یې تر ځان داسی راتاو کړى و لکه لمانځه ته چی تللې وه.
* * *
په کلی کی د پېغلی نجلۍ یو، یو ګام شمېرل کیږی، د هر کاته حساب یې نیول کیږی، ډېر ملګری ناست وو، د نجونو بحث شروع و، څوک له چا سره، څوک د چا پسې، څوک د تېښتی په تمه، څوک له دومره لاسونو وتلې چی په ځوانه ځوانی لا زړه شوې، ما ویل:
"
یوه نجلۍ خو عالا هم ده، د نادر موچی لور؟"پر دې ټولو وخندل.
"
هغه؟"هغوئ وویل:
"
هغه د هیڅ کار نه ده، په کور، کور ګرځی خواری کاږی، پیسې ګټی، ښکلې ده خو په درد نه خوری، یو ځلی "بېګو برېتو" کار په درلودلى و، نو هغې ورته ویلی و چی زه د موچی لور یم، پوست درڅخه باسم!بېګو دومره خړ شوى و چی په هغه ّان مخامخ سلمانی ته ورغلى و او د برېتو څوکی یې پرې کړ وې!ټولو وخندل او تر ډېره یې خندل، ما وویل:
"
که هغه دومره خواریکښه نجلۍ ده نو د هغې درناوى په کار دى!"یوه وویل:
"
هغه خو درناوی ته هم څوک نه پرېږدی!"پر دې پر ټولو یو ځل بیا د خندا څپه راغله.بل وویل:ستاسو کره خو ډېر کار مار کوی، ته یې یوه ورځ درناوى وکړه بیا وګوره چی پوست دی درڅخه باسی که نه؟!"هغوئ بیا وخندل او له ما څخه هم د هغوئ په خندا کی ګډون وشو خو خپل ږغ می هیڅ ونه پېژاند بیخی لکه په تش صندوق کی چی شګی وکړپوې.زه چی کور ته بېرته راغلم نو هغه له کوره راوتله، څېره یې کټ مټ سور تبخى و، سترګی یې هم سرې وې، ما تکان وخوړ او ومی پوښتل:
"
څه خبره ده عالا، ژاړې؟گ
هغې وخندل او په خندا یې وویل:
"
ژاړم به ولی؟ زما دښمن دی وژاړی، اوس می مرچ کوټل، عارف خانه!"
"
ته مرچ هم کوټلى شې؟" ما ورڅخه وپوښتل:
"
یو کار داسی هم شته چی ستا دی نه وی زده؟ ته دومره ډېر کار ولی کوې، عالا؟"هغې وویل:
"
پیسې ګټم، ته خو پوهېږې چی شتمن خلک نجونی رانیسی، له ما سره که پیسې وی نو هیڅوک به دومره توان ونه لری چی زما لور ته دی پورته وګوری، هیڅ څوک به ونشی کولاى!..."بیا هغه راغله، ماته یې نژدې په غوږ کی وویل:
"
ما ستا لپاره ټوکر رانیولى دى پر هغه کار درته کوم!"
"
دا ښه خبره نه ده!" ما غاو وکړ.
"
ستا په پیسو رانیول شوی کالی به په ما خولې ولګوی!"
"
زه کوم چاته وایم؟"هغې وویل:
"
ته هم چاته مه وایه بیا خولې نه درلګوی!"بیا هغه ناڅاپه ووېرېده:
"
وى! زه دی مړه شم، ترورجانی خو به نه وی اورېدلی؟"د ترورجانی له نامه سره زما هم پر بدن لړزه راغله، دننه می وکتل خو انګړ تش و، بیا چی راوګرځېدم او ومی کتل نو هغه تللې وه، سمه ده، ما سوج وکړ،ښه نجلۍ ده، مینه ناکه ده، شوخه ده،هرڅه ده خو د موچی لور ده او مشرانو ویلی دی، چی څوک پر لوړه ودری نو لاندی باید ونه ګوری، ولی چی توازن له منځه ځی او سړى لاندی راغورځی.
* * *
د پلار د تلین په ورځ ټول کلى زموږ کور ته راغلى و، خو په دې ټوله ګڼه ګوڼه بیا هم د عالا منډی ترړی ښکاره وې، هغه د توتکۍ په څېر دلته هلته کېده، داسی ښکارېده چی که چیری دغه نجلۍ له دې ګڼی ګوڼی ووزی نو د تلین ټول نظم به له منځه لاړ شی او هر لوری ته به لوټ او تالان ګډ شی، هغه به د برقی برمې غوندی په ټوله ګڼه ګوڼه کی ننوته، لار به یې جوړوله او له درب سره به د دادا کوټې ته ننوتله، ور به یې بنداوه، له هغه ځایه به یې ښوونه اخیسته او بیا به یې په ګڼه ګوڼه کی هغه ډول لار جوړوله، د ماخوستن تر لمانځه پوری ټول کلی ډوډۍ خوړلې وه، تش دېګونه یو خوا ته شوی وو، نایی، میراثی او موچی هم رخصت شوی وو، د ټولی ورځی تر زوږ او غاو ورسته په کور کی یوه درنه چوپتیا خوره شوې وه، ما چی ورستى مېمله رخصت کړ او د دادا کوټې ته راغلم نو زما پوره باور و چی عالا به ناسته وی او د دادا پښې او لاسونه به ور چاپی کوی خو دادا یوازی ناسته وه، په ژوند کی په لمړی ځل پرته له دې چی د مور خیال وساتم، ما له هغې څخه وپوښتل:
"
عالا چیری ده؟"عجیبه وه دادا له پوښتنی څخه حیرانه نشوه، هغې وویل:
"
هغه نجلۍ الماس ده، زویه! الماس، نن خو زما سترګی، لاسونه او هر څه وه، د ټولی ورځی ستړې هلاک وه خو چی ډوډۍ ته کښېناسته یواځی څو ګولې یې وکړې او پورته شوه، تلله خو ما یې مخه ونیوه، دا دېګ می له وریجو ور ډک کړ او ورته ومی ویل چی له ځان سره یې یوسه، خو هغې ویل دا وریجی چی عارف خان خپله ماته راوړی ماته ښه خوند راکوی، نور یې ټول رخصت کړل خو زه یې ولا نه پوښتلم، زه یې نه وړم، هغې دا خبره په خندا وکړه خو هغې سم ویل، زویه! د کور ټول کار د هغې پر غاړه اخیستى و، تا چی ټول رخصتول هغه به دی هم رخصت کړې واى، که څه هم هغه په خندا ولاړه خو خندا د هغې عادت دى، زویه! د چا چی خندا عادت وی نو هغوئ چی ژاړی هم خاندی، په خوله خاندی خو په زړه ژاړی، تا هغه د موچی لور وبلل او درناوى دی یې ونه کړ، په داسی چال کی چی د هغې خپل ځان ته درنښت دى، د هغې دا درنښت وساته زویه! او ورشه هغې ته دا د وریجو دېګ خپله وروړه، لږ مخکی تللې ده، ویده شوې به لا نه وی، هسی هم سهار وختی ته روان یې، هغه به تا څه یاد کړی؟ ورشه"
* * *
عالا د خپل کور لوى وره ته څېرمه پرته وه، زه چی نژدې ورغلم او ورو ږغ می پر وکړ، نو هغه داسی ناڅاپه وغورځېده او جګه ودرېده لکه هلته لنډ چی کومه چاودنه ورته شوې وی.
"
عارف خانه!" هغې وویل او بیا یې له عادت سره سم وخندل او ویې ویل:
"
د وریجو د راوړلو لپاره راته راغلى یې؟"ما وویل:
"
هو، د وریجو د راوړلو لپاره درته راغلى یم"
"
راوړه! هغې لاس راوړاندی کړ، ترورجانی به درته ویلی وی چی ما څه ورته ویلی وو"هغه مسکۍ شوه.
"
هو! راته ویې ویل" ما ورته وویل.هغې دېګ واخیست پر کټ یې کښېښود او ویې ویل:
"
چی خپل کور دی راکړى واى نو ډېر ښه خوند به یې کړى واى، خیر اوس یې هم ښه خوند وکړ"هیڅ نه پوهېدم چی څه ووایم اخیر می یوه خبره زهن ته راغله:
"
سبا سهار زه بېرته ځم!"هغې وویل:
"
هو خبره یم!"ما ورته وویل:
"
چی خبره وې نو هلته زموږ په کور کی خو به لږ ماتله کېدې!"هغې وویل:
"
ستا د قمیس اخری ټک پاته و، راغلم هغه می وکیښ، په بسته کی خو به دی ځاى وی؟ هو! رښتیا سهار خو به تر تمځاى پوری بسته هم زه درسره وړم، ترورجانی ویل؟"ما وویل:
"
عالا! ته څه، څه کوې، مېچنی ته کوې، چتونه ته سپینوې، مرچ ته کوټې، له څا څخه دوه، دوه، درې، درې منګیه اوبه ته راوړې، د کور ټول کار ته کوې، ته له کومی خاوری جوړه یې، عالا؟"هغه چوپه ولاړه وه، بیا یې دوه ګامه واخیستل او ما ته دومره رانژدې شوه چی ما یې پر خپله غاړه د سا اخیستل حس کړل.
"
زه نور هم ډېر څه کولاى شم، عارف خانه!"د هغې ږغ جنکار غوندی و.
_
ته څه خبر یې چی نور څه کولاى شم؟
لږ شېبه وروسته هغې وویل:
_
ته له ما وپوښته چی زه نور څه کولاى شم؟
ما د اول صنف د زده کونکی په څېر له هغې څخه وپوښتل:
"
ته نور څه کولاى شې؟"
"
زه مینه هم کولاى شم، عارف خانه!"هغې لکه د کایناتو یو پټ راز چی یې افشا کړ.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد