دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۴ برخه

 

پرښته

ایاز قادری/پاکستان
کله چی هغه کور ته بېرته راستنېدى، نو شپه پخه شوې وه، وریځ په اسمان کی د شیطانی ارواه غوندی دوری هوری کېده، د ورځی د باران له امله کوڅه ټوله خټی شوې وه، کوڅه چارچاپېره چټلیو پر سر اخیستې وه او د بد بویی خوړسکی ځینې پورته کېدې، د ښاروالۍ له لوری ایښول شوو ګروپونو چی د هوا د څپو له امله یې رڼا تېزېده او خامېده، سترګکونه وهل.په کوڅه کی هر لور ته چوپتیا خپره وه، لکه د مرګ پرښته چی همدا اوس راغلې وه، ګرځېدلې وه او تللې وه، له ښایسته ځنډ وروسته به د یو کوچنی د ژړا ږغ او یا هم د یو سپی د غپا ږغ راغى او بېرته به چوپتیا خپره شوه.هغه خپل بدن ته وکتل چی د بېلا بېلو ناروغیو له امله دومره کمزورى شوى و چی نه مړ اونه هم ژوندى ښکارېدى، بس د هډوکو یو غالب و، بلکی همداسی لکه له ډاکټرانو سره چی د زدهکړی لپاره وی، هغه خپل جېب ته وکتل چی دوې "انې" په کی شرنګېدې، د هغه پر شونډو مسکا خپره شوه، داسی مسکا چی ناپایه درد او خوږ په کی نغښتى و، "د ټولی ورځی مزدوری یوازی څلور انې!" هغه په خورا کرکه له ځان سره وبوڼېد او چوپ شو، همدا یې هم لکه په خیرات کی چی یې ور کړی وې.هغه یې له فابریکې پسې اخیستى و، له هغې فابریکې چی د هغه نیکه د مرګ تر ګړیه کار په کی کړى و، او پلار یې تر یوې پټې لاندی کېدو له امله ځان په کی شهید کړى و، بله لا دا چی هغه هم له کوچنیوالی کار په کی شروع کړى و، خو بیا یې هم یوازی د دې لپاره پسې اخیستى و چی هغه ناجوړه و او نور په فابریکه کی د هغه اړتیا نه وه .یو وخت داسی هم و چی هغه په مزدورانو کی ډېر مهم ګڼل کېدى او نورو مزدورانو به په کار کی د هغه تقلید کاوه، د فابریکې مالک به خوشحاله و او هغه ته به یې شاباسى ورکاوه، هغه وخت به له سهاره تر ماښامه د کار کولو درې څلور روپۍ په لاس ورتلې، خو اوس... اوس هغه یو ژوندى مړى و، داسی لکه قبر چی یې سورى کړى و او دې دنیا ته ورڅخه راوتلى و، خلکو چی به هغه ته وکتل نو وېرېدل به.نه وروره! نه، ته د مزدورۍ نه یې، نه وروره ته بورۍ نشې پورته کولاى، نه صاحبه نه، ته د بار د پورته کولو نه یې، اخیر هغه څه وکړی، هغه څه کولاى شی؟ داسی هیڅ انسان نه و چی پر هغه یې زړه سوځلى واى او ورته ویلی یې واى، چی راشه وروره راشه، دا بار پورته کړه!هغه له سهاره تر ماښامه پر کارځایونو وګرځېد، خو هیڅ هم لاس ته ورنه غله، یوازی څلور انې یې پیدا کړی وې، له هغوئ څخه یې هم په دوو انو یوه ډوډۍ اخیستې وه او پاته دوې انې یې د دې لپاره ساتلی وې چی که سبا مزدوری ورپیدا نشی نو وږى خو به نه پاتیږی.کله، کله به داسی وخت هم راتلى چی هغه او مور به یې څو، څو ورځی یوازی په اوبو ګذاره کوله، هغه دا هر څه د خپلی مور لپاره کول، د هغې مور لپاره چی د هغه ټوله شتمنی وه، که یې دغه مور نه واى نو ښایی هغه د دنیا له غمه بې غمه خپل څادر پر سر را کش کړى واى او کرار ویده شوى واى، ّان د قیامت په ورځ به هم چا نه واى راپورته کړى، د هغې مور لپاره چی د شپې راویښه شوې وه او د هغه خدمت یې کړى وو، چی له سهاره تر ماښامه یې مېچنی کړی وې خو د هغه اړتیاوی یې ور پوره کړی وې، چی په تش نس او لوږه یې وخت تېر کړى و خو هغه یې موړ ساتلى و، د هغې مور لپاره چی په سړو او تودو کی د هغه د ارام لپاره په بې غمه زړه ویده شوې نه وه، هر وخت یې د هغه خدمت کړى و، تر دې چی ناجوړه شوه، طبیبان راغلل خو بې ګټی، ډاکټرانو فیسونه واخیستل خو بې مانا، عامه روغتونونو هم په دې چی درملنه یې ناشونې ده، ځواب ورکړ، څه چی یې لرل هغه هم خلاصی شوې، په کور کی چی یې څه شیان لرل هغه یې هم یو په یو خرڅ کړل، ښایسته زمانه تېره شوه، خو د هغه مور روغه نشوه، بده یې لا دا چی هغه هم پسې ناروغه شو، مخکی چی څه په لاس ور تللې هغه به یې د مور پر دوا او ډوډۍ ورکولې خو اوس دومره څوک نه و چی هغه ته یې مزدوری ورکړې واى.پر آسمان وریځ خپره شوه، لکه د آسمان څښتن چی د نړیوالو پر خلاف دسیسه جوړوی، تالنده په وار، وار غړمبېده نرى، نرى باران هم شروع شو، هغه ورو غوندی کور ته ورننوت، ډېوه بله وه او د هغه نیم ژواندې مور د کوټې په کونج کی پرته وه، د زوى د ښکالو له اورېدو سره هغې د څه ویلو هڅه وکړه، خو د ټوخی له امله یې خبره په خوله کی وچه شوه او لږ وروسته چی څه آرامه شوه نو یې ورو وویل:
"
زویه ډېر ناوخته نه شوې؟"بیا یوه شېبه چوپه شوه:
"
زویه زما دوا؟" د مور سترګی د هغه پر څېره ښخی وې.
"
موری!" خبره د هغه په ستونی کی بنده شوه.
"
طبیب ویل دوا جوړه نه ده، سبا ته به انشاءالله جوړه شی"د دوا د نوم له اورېدو سره د هغه د مور څېره و غوړېده.
"
زویه! تر داسی ژوند خو مرګ ښه دى، که زهر وی چی د ژوند له غمونو خلاصه شم"هغه ډوډۍ مور ته وروړه، مور یې یوه ګوله ځنی پرې کړه او پرېوته، تېز باد په چلېدو شو، باران هم ښه په شړپ په اورېدو شو، داسی ښکارېدل لکه د آسمان څخه چی ابشارونه را تویېږی.د هغه مور ټوله شپه اوږده، اوږده ساه شړله، ټگوخېدله او ځګېروى یې کاوه.ډېوه د باد د تندو څپو له امله پړکېده، هغه تر سر لاسونه لاندی کړل او پرېووت، خو خوب ورنه غى، سترګی یې همداسی رډی پاته شوې او د مور او ځان د ژوند او ناروغیو چورتونو په مخه کړ، هغه په دې نه پوهېدى چی که دا ژوند وی نو مرګ به څه وی؟
"
دوا!" دوا به نو له کومه شی؟ دا عذاب به تر څو وی؟ د مور خبری د هغه په غوږونو کی انګازه شوې،"زویه! تر داسی ژوند خو مرګ ښه دى، که زهر وی چی له دې غمونو خلاصه شم" بیا هغه پر دا بل لټ واوښت.باران نور هم تېز شو، پړکېدلې ډېوه مړه شوه، خو د هغه سترګی لا ځلېدلې، له ښایسته ډېرو چورتونو وروسته یې آخیری د ټولو غمونو علاج پیدا کړ، د هغه سترګی یو دم د مور خواته واوښتې، مور یې له درده په ځگګېروی وه، د هغه له سترګو اوښکی توى شوې، لکه ویل چی یې، "مورجانی! له تا پرته په دې نړۍ کی نور زما څوک شته؟" چی کله سهار شو، نو هغه سملاسی له ښاره لیری هغه لور ته لاړ، چی زهرجن بوټی شنه وو، د دې بوټو د شیدو دوه درې څاڅکی د انسان د مرګ لپاره بس و، د دې زهرجن بوټی په لیدو به ځناورو لا له هغه لیری منډی وهلې، هغه له خپل جېبه ښیښه را وایسته او بوټی ته یې لاس ور اوږد کړ، هغه د خپلی مور څېره لیدله چی موسکۍ یې د هغه لور ته کتل، هغه تکان وخوړ او ښیښه یې له لاسه ولوېده، کله چی یې ښیښه بېرته را پورته کوله، نو له ځان سره یې بوڼکى شو: " اوه زه دا څه کوم؟!" د مور کمزورې غمځپلې او له ګونجو ډکه څېره یې یو ځل بیا تر سترګو تېره شوه،"زویه تر داسی ژوند خو مرګ ښه دى" او بیا یې د ډاکټرانو دا خبره په غوږنو گی را غبرګه شوه، "د دې ناروغۍ هیڅ علاج نه شته" هغه په پټو سترګو او لړزېدلو لاسونو ښیښه تر بوټی لاندی کړه، ښیښه ډکه شوه، د یوه ویران ژوند غوندی له غمونو ډکه، هغه به لا په انګړ کی پښه نه وه ایښې چی د مور ځګېروى یې بیا تر غوږ شو، د هغې له ټوخی ټول انګړ ویر په سر اخیستى و، د زوى په لیدو د هغې په څېره کی وینه و ځغلېده:
"
زویه!"بیا لږ چوپ شوه:
"
نن خو به دی دوا راوړې وی؟" هغه دېوال غوندی چوپ ولاړ و.بیا هغه مور ته نژدې ورغى، په غاړه کی ور ولوېد او په ژړا شو:
"
هو، هو! نن می دوا راوړې..." سلګیو یې ږغ لاندی کړ، ساه یی لنډه، لنډه شوه، ښیښه یې ورو را وایسته، لاسونه یې ولړزېدل سترګو یې تور وخوړ، سر یې پرې وګرځېد، د زهرو څو څاڅکی یې په پیاله کی واچول، اوبه یې ورسره ګډی کړې او مور ته یې ورکړل، مور یې په یوه ساه ټول وڅښل او پر څېره یې موسکا خپره شوه:
"
زویه! ته زما څومره خیال ساتې، زویه! ته پرښته یې پرښته!"هغه خپل سر د مور په غېږ کی کښېښود، مور یې ورو، ورو په وېښتانو کی ګوتی ورتېرولې، داسی لکه په ګوتو چی یې سر ور ږمنځاوه

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد