دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۹ برخه

 

یوه شپه دباندی

ټالاخوامورتی مولل/تانزانیا
میکا تر ډېره پوری همداسی وچ او چوپ ناست و، چی کله وښورېد نو په رګونو کی یې د شرابو مستی په پوره سر و تال سره د شهوت سندره پورته کړه، هغه ځان ناارامه محسوسوه، تر ځو چی غاړه یې تازه کړه او په مشکل سره یې وویل:
"
ستا نوم څه دى؟"
"
ماما تومینی..." (د تومینی مور )هغې بې له دې چی میکا ته وګوری پر مځکه ټغر هوار کړ او خپل زوى یې پر پرېیستى،کوچنى بې ارادې په ټوخی شو، ټوخى پسې زورور شو، او کوچنى یې مرګی حاله کړ.میکا ورغى کوچنى یې وکوت، د هغه سترګی تکی سپینی راختلی وې او تندى یې له تبی سره سکروټه و.
"
ایا ته دى نه تداوی کوې؟"میکا د دې لپاره چی ځان یې د وجدان له ملامتۍ څخه خلاص کړى وی له هغې څخه وپوښتل.
"
زموږ په کلینک کی هیڅ نشته، د ډسپرین یوه ګولۍ لا نشته"هغې ځواب ورکړ.د مور د غېږی د ګر مۍ له امله کوچنى سیده وغځېد، د هغه له سینې څخه د سا ایستلو د تېزوالی شدد څرګندېدى، ماما تومینی کوچنى په بړستنه کی پټ کړ او بیا یې د میاشو د وژلو پلیته بله کړه د هغه سرته یې کښېښوده، له پلیتې څخه ورو، ورو لوګى پورته کېدى او پر کوچنی را تاوېدى کوچنى وښورېد ناارامه غوندی شو، مور یې په مینه وتپاوه.
"
خداى دی را جوړ کړه " ماما تومینی ساده غوندی وویل "زما تنکى سپاهی خداى دی هیڅکله څه نه درباندی کوی"سپاهی ولی؟... "میکا وپوښتل
"
هو سپاهی... سپاهی هیڅکله وږى نه پاتیږی او نه هم ناروغه کیږی" ماما تومینی داسی ګډه وه لکه یو کوچنى چی له مشرانو اورېدلی خبری تکراروی.
"
هغه له لوږی نه مری، وژل کیږی"میکا ښایی طنزا وویل:
"
هو تر دې خو مرګ ښه دى چی زموږ غوندی په مشکلاتو اخته وی" ماما تومینی وویل: "تر دا زموږ رنګه په وار، وار ورو، ورو مرګ خو هغه د یوې ګولۍ مرګ ښه دى"میکا پسپایی محسوسه کړه، لږ وروسته یې بیا وویل:سپاهی هم کیداى شی له لوږی مړ شی، کله چی د خورک لپاره څه نه وی نو بې له دې چی په څو، څو واره ورو، ورو مړ شی بله لار نه وی، هم ستاسو لپاره هم د سپاهی لپاره"ماما تومینی ښایی د میکا هیڅ خبره نه وی اورېدلې او یا یې هم ښایی سر نه وی په ګرځولى، هغه همداسی په خبرو سر وه لکه په کوټه کی چی یوازی وی، هغه خپلو چورتونو دومره په مخه کړېوه چی د میکا یوه خبره یې هم نه اورېده، بس ګډه وه لکه خپل ځان ته چی څه وایی.
"
د تومینی پلار هم یو سپاهی و..."
"
و... څه مانا؟... اوس نشته؟" میکا وپوښتل.
"
هغه د زمری غوندی زړور و، په دې سیمه کی د هغه بل سیال نه و، په هغه شپو کی زموږ ژوند ډېر اسوده و" هغه نه یوازی زما سړى و بلکی د یو پلار غوندی مهربانه هم و... پر ما باندی... زما پر مور باندی... او موږ ټولو باندی... اوس مو ژوند ټول یوه پوښتنه ګرځېدلى دى، د هر کوچنی شی د تر لاسه کولو لپاره اړ یو چی پوره منډی ترړی ووهو، د هر شی لپاره اړ چی خپله وینه خرڅه کړو... بدن خرڅ کړو... ارمان چی د تومینی پلار ژوندى واى .د ماما تومینی له سترګو څخه اوښکی را توى شوې خو بیرته یې ژر ځان په واک کی کړ.
"
ولی... هغه مړ شوى دى؟"... د میکا پوښتنه له تلوسې څخه ډکه وه، په لهجه کی یې خواخوږی وه، خو هغه د یوې غملړلی غم نشواى جبرانولاى .
"
زه نور نه غواړم د هغه په ا ړه خبری وکړم... د خداى لپاره ره نور د هغه په اړه کومه پوښتنه مه کوه "د هغې له سترګو څخه اوښکی پرلپسې روانی وې " هغه ( یوګانډا) ته تللى و، خدایزده په کورنۍ جګړه کی ووژل شو؟... که، تراوسه ژوندى دى؟... درک یې نشته... هیڅ درک یې نشته"میکا هیڅ ونه ویل، کوچنى هغه رنګه پروت و، مور یې خپل لاس باندی تپاوه... هغه ډوبه وه... چورتونو په مخه کړې وه... تر څو شیبو همداسی بې حسی ناستی وروسته هغه پورته شوه، د اوسپنی کوچنۍ ډېوه یې مړه کړه او کوټه یوې ژوری تیارې او چوپتیا په غېږ کی واخیسته، ماما تومینی خپل په تیاره کی نغښتى بدن په چوپه، ذمه واری او کاروباری دیانت سره میکا ته وړاندی کړ، میکا د بری په احساساتو کی نغښتى هغې ته نژدې ورغى، خو په زړه کی هغه هم د ماما تومینی غوندی ناارامه او ناکراره و، کله چی هغه د خپلو جذباتو په ګرداب کی ډوب و، نو هغه وخت هم ده ته د هغه کوچنی د ساه ایستلو ږغ راتلى چی د ده خوا ته پر ټغر پروت و .هغه ته معلومه نه وه چی کله د هغه سیلاب تم شو او کله ویده شو، خو چی کله راویښ شو نو هغه ډېر ګنس و، لکه هغه چی په دې هم نه پوهېدى چی هغه چیری دى او په څه حال کی دى، تر څو چی ېې د ماما تومینی له لوڅ بدن سره لاس نه و لګېدلى هغه په همدې تذبذب کی و .هغه له خپله ځایه پورته شو،کالی یې واغوستل، سګرېټ یې ولګاوه او د میاشو ږغ ته غوږ شو چی د پلیتې له سوځېدو ورسته په کوټه کی آزادی ګرځېدې ، هغه په دې توره تیاره کی یوه عجیبه ناکراری محسوسوله، یوه خبره په دې کوټه کی خامخا وه چی د هغه په زړه کی یې اضطراب پیداکړى و خو ناڅاپه هغه په دې رمز باندی پوه شو چی د هغه په زړه کی پیدا شوې ناکراری اصلا په کوټه له دې خورې چوپتیا نه سر چینه اخلی چی بر ایی ماښام هغه وخت نه وه کله چی هغه کوټې ته راننوتلى و.د هغه ستونى وچ و او سر یې درد کاوه، هغه خپل سګرېټ مړکړ او چوپ د کوچنی د بړستنی خوا ته ورغى او په داسی حال کی چی یوه نابلده وېره یې احساسوله خپل تود لاس د کوچنی پر تندی کښېښود، هغه ته داسی څرګنده شوه چی کوچنى مړ پړ پروت دى او د ساه ایستلو موسیقی یې له وخته خاموشه شوې ده، د هغه زړه و چی کوچنى وګوری خو هغه د لیټر د لګولو ننګه ونکړه، ښایی هغه نه غوښتل چی له هغه څه سره مخامخ شی چی د حقیقت څېره یې خپله کړې وه، هغه خپل لړزېدلی لاسونه د کوچنی بدن ته ورنژدې کړل، د هغه څېره، بدن اوسترګی ټول ساړه پاړه وو .ماما تومینی پر بل لټ واوښته، له ځان سره وبوڼېده او بیرته په خوب کی ډوبه شوه، میکا څو شیبې وچ ناست و خو کله چی ماماتومینی په خواږه خوب ویده شوه نو هغه بیرته پر خپل ځاى کښېناست، له جېب څخه یې سګرېټ را وایست هغه یې ولګاوه او په ژورو چورتونو کی ډوب شو، څو شیبې هغه همداسی بې حسه ناست و، سګرېټ یې څکاوه، بیا یې خپلی پاته جامې راپورته کړې او چی چمتو شو نو د کوچنی د بستر خوا ته یې وکتل چی د هغه د سګرېټ په رڼا کی ډېر تت ښکارېدى .بیا هغه نا څاپه پرېکړه وکړه چی هغه باید ژر تر ژره له دې کور څخه ووځی او هغه باید د کوچنی په تدفین کی شریک نه شی، د هغه شته والى ښایی د دې کور په ګټه نه وی، نور د هغه په وړاندی کوم داسی ذهنی خنډ نه و چی هغه نور ځنډ وکړی او دلته پاته شی، د هغه په ذهن کی پوښتنه پیدا شوه چی د هغه دغه پرېشانی له څه شی څخه ده؟ په کوچنی یې د هغه څه؟ یا د هغه له مور سره د ده څه رشته شته، هغه دا ډول پوښتنی له ذهن څخه وڅنډلې او په اتو مات ډول یې لاس جېب ته لاړ، له شمېرولو پرته یې څو نوټونه پر مېز کښېښول او پر هغه یې ډېوه کښېښول، د هغه غوږونه پرلپسې د ماما تومینی خوا ته متوجه وو، په همدې شیبه کی د ماما تو مینی ږغ را پورته شو.
"
ته خو تلو ته تیار شوى یې..."
"
هو..."
"
دومره وختی ؟...
"
هو، ته خو پوهېږی چی په دې شپو کی د ټرانسپورټ لوى مشکل شته او زه باید خامخا ځان ورسوم"هر څه چی وو، هغه نن خامخا روانیدى او په هر ډول باید تر ماښام وړاندی "دارالسلام" ته رسېدلى واى، له تېرو دوو، ورځو څخه هغه په دې کلی کی بند پاته و، د پټرولو د نشتوالی له امله د ترانسپورټ ستونزه پیدا شوې وه، او ډېر سېلانیان او نور خلګ مجبوره شوی وو چی په دې کلی کی
پناه واخلی، تېره ورځ هغه د کوم موټر په لټه پسې په ټول کلی وګرځېد خو چی څه نشول ور پیدا نو هغه په همدې کلی کی د شپې د تېرولو پرېکړه وکړه او دا پرېکړه یې هم ورسره وکړه چی دا شپه په یوه رنګینه شپه بدله کړی، هغه په یو هوټل کی کوټه ونیول،سامان یې هلته کښېښود او د "وسکی" په لټه شو، همدا یو شى و چی د هغه شپې ته یې رنګ او خوند ورکولاى شو، "بیر" د هغه د زړه شى و، هغه ټول کلى پسې چاڼ کړ خو پیدا یې نه کړ، که څه هم دوکاندار هغه ته ویلی وو چی "بیر" په یوه لارۍ موټر کی راروان دی، هغه پر یو پله ولاړه ده او ماښام ته رارسیږی خو میکا پوهېدى چی هغه درواغ وایی .دا کلى له دوړو، بادونو، تنګو کوڅو او چټلیو پرته نور څه نه وو، هغه په دې ټولو کوڅو وګرځېد خو بخت یاری ورسره ونه کړه ځکه نو اړ شو چی په همدې کلیوالو شرابو خپل نس ډک کړی چی ورسته یې د هغه په رګونو کی روانه وینه ور ګرمه کړه، د دې شپې د لا رنګینولو لپاره هغه د شرابخانې یو داسی مېز د ناستی لپاره غوره کړ چی د هغه ډېر کسان سیمیز خلک وو، هغوئ د شپې له پخېدو سره ورو، ورو خپلو کورونو ته مخه کړه او هغه هم د یوه سیمیز کس په مرسته د ماما تومینی تر کور پوری ورسېد.هغه د ماما تومینی کور ته کله ورسېد؟ او بیا سره له دې چی هغه په هوټل کی کوټه نیولې وه، د ماما
تومینی په کور کی ولی پاته شو؟ ایا هغه نه غوښتل چی یوازی شپه تېره کړی؟ او یا داچی ایا هغه یوازی د پیسو تاوان کړى و؟ کله چی هغه په دروازه کی ولاړ و نو دا رنګه ډېری پوښتنی د هغه په ذهن کی ګرځېدې .ماما تومینی هغه ته ویل:
"
سمه ده، ته باید ژر ولاړ شې، خو ایا دومره هم نه شې کتلاى چی زه یوه پیاله چاى درته دم کړم ؟..."په دې مهال یوه پیاله چاى د هغه تر ټولو لویه غوښتنه وه، هغه چوپ و، ماما تومینی پورته شوه او چی کله تر ټولو مخکی خپل زوى ته وروړاندی شوه نو میکا یو دم وویل:نه... نه... ماما تومینی په هوټل کی هرڅه شته، زه هورې چاى څښم، ته فکر مه کوه، زه باید ولاړ شم"
"
چی څنګه ستا خوښه وی " ماما تومینی وویل او مخ یې راواړوه هغه ته نژدې راغله او هغه ته یې مخه ښه وویل.هغه له ماماتومینی څخه مننه وکړه او د یو نابلده جرم له احساس سره مل یې هغې ته وویل چی پیسې یې پر مېز پرتې دی، ماما تومینی هغه ته هیڅ ونه ویل، پیسې یې هم ونه شمېرلې چی پوره دی که نه، میکا دروازه خلاصه کړه او ژر دباندی ووت، د هغه قدمونه کمزوری او بې واکه وو، پر اسمان رڼا خوره شوې وه، او د ځینو کورنو له دودکشونو څخه لوګی هم پورته کېدل، چی د دې خبری دلالت یې کاوه چی د دې کورنو خلک وختی پورته کیږی او له کورنو څخه د ډوډۍ د پخولو بوى د دې خبری اعلان کاوه چی نوې ورځ پیل شوې، یوه داسی ورځ چی چی د ماما تومینی پر کور او د میکا پر زړه یې یو رنګه غم خپور کړى و.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد