دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۶ برخه

 

تیندک

انتون چیخوف/روسیه هغه له یوې میانه کورنۍ څخه و، میاشتنى عاید یې سل "روبله" و، او نژدې همدومره یې کورنى خرڅ و، ژوند یې خوښ او ډاډه تېرېدى.د ماښامنۍ تر خوړلو ورسته هغه ورځپاڼه راواخیسته، په څوکۍ کی کښېناست او پاڼی یې سرسری، سرسری واړولې، د هغه ښځی "ماشا" چی د ډوډۍ لوښی راټول کړل نو ناڅاپه یو څه وریاد شول:
"
اوه، الونه! زما خو بیخی له یاده وتلی و"
"
څه دی له یاده وتلی و؟"الون د ښځی څېرې ته ځیر شو:
"
خیر دى؟"
"
ما د لاټرۍ یو ټکټ رانیولى و"ماشا له یوې پیکه مسکا سره وویل:
"
نن د هغې قرعه اندازی شوې، زما بیخی له یاده ووتل چی ورځپاڼه وګورم، ته د لاټرۍ نتیجه وګوره، کېداى شی له دې ځلی زما انعام راوتلى وی"
"
ته بې ځایه هره میاشت پیسې بربادوې"آلون ماڼېجن غوندی وویل:
"
پخوا دی کله انعام راوتلى و چی اوس به راووځی"
"
ته خو لمبر وګوره!"ماشا خپه غوندی وویل:
"
څه معلومه ده، که له دې ځلی زما ټکټ په پچه کی وتلى وگ
"
لمبر یې څه دى؟" الون مسکى شو.
"
پرلپسې شمېره یې نهه، څلور، نهه، نهه او د ټکټ لمبر شپږویشت دى"ماشا لوښی پورته کړل پخلنځی ته لاړه، آلون له لاټرۍ ماټرۍ سره نه دلچسپی لرله او نه یې هم پر دې کیسو باور درلود.کله چی هغه د خپل مطلب خبرونه ټول وویل او نور داسی څه پاته نشول چی هغه یې وګوری نو یې د لاټرۍ د نتیجې پاڼه راواړوله، "پرلپسې شمېره نهه،څلور،نهه،نهه" د هغه چی پر انعامی لمبرانو څنګه سترګی ونښتې نو تکان یې وخوړ،"ایا ماشا همدا لمبر راښولى و؟" د الون زړه په دربی شو، یو ځل بیا یې انعامی لمبر په غور وکوت، د هغه سترګی له بې باورۍ څخه رډی، رډی راوختې، د دې لپاره چی خپل ځان یې ډاډه کړى وی پر ورځپاڼه ور ټیټ شو چی خپلی سترګی خو به یې نه تېر باسی؟
له لمبر سره څنګ ته د یو لک روبلو انعام لیکل شوى و، الون د دې لپاره چی د یو لک روبلو له شمېرې یې سترګی اړولی وی د خپل ځان د راپورته کولو هڅه وکړه خو بدن یې داسی وچ کلک ورته ښکاره شوه لکه ډبره شوى چی و او په هره شېبه کی چی یې د ماتېدو وېره وه، هغه اوږده سا واخیسته، سر یې راپورته کړ او یو دم بېرته پر ورځپاڼه ور کوږ شو، هغه ته داسی وایسېده لکه معېده چی یې وچه شوې وه او سږی یې دومره پړسېدلی وو چی که یوه شېبه هم دغه زېرى له ماشا څخه پټ کړی نو هغه به درز وهی:
"
ماشا!"هغه له خوشالۍ څخه په لړزېدلی ږغ چیغه کړه:
"
پرلپسې شمېره نهه،څلور، نهه، نهه په ورځپاڼه کی راغلې ده"ماشا هورې نژدې ولاړه وه، سترخوان یې ټولاوه، د الون د دې نابلده ږغ په اورېدو یې تکان وخوړ، سترخوان یې له لاسه ایله شو او مځکه ټوله په چټله شوه، د هغې بڼه والوته او چی ځان یی کنترول کړ نو سترګی یې غټی، غټی راوختې او بې باوره الون ته ځیر شوه، لکه الون چی له هغې سره ټوکی کولې:
"
ایا ته جدی یې؟"دا چی الون پرلپسې ورځپاڼی ته ځیر و نو هغې یو ځل بیا تکان وخوړ او د الون غوندی پر هغې هم د خوشالۍ یوه داسی څپه راغله چی نژدې وه زاره یې چاودلې واى:
"
الونه! ټوکی خو به نه کوې؟گ"الون بې سېکه غوندی وویل:
"
پرلپسې شمېره خو همدا ده..."
"
او د ټکټ لمبر یې؟" د ماشا ږغ هم بدل شو.
"
د ټکټ لمبر یې څه دى؟" هغې یوازی دومره وکولاى شول چی شونډان وښوروی، داسی معلومېدل لکه توری چی د شونډانو پر ځاىستونی ته ننوتلی وو، پر هغه باندی د هیجان څپه راغله د هغه سور مخ ماشا په دې باوری کړه چی هغه ټوکی نه کوی، هغې په چیغه وپوښتل:
"
کوم انعام راوتلى دى؟ دویم، دریم که...؟"
"
د یو لک روبلو؟"
"
کراره ږغېږه" الون پر خوله لاس کښېښود او هغه یې چوپ کړه.
"
ته چیغی ولی وهې؟"
"
اوه! الونه" ماشا الون ته په غوږ کی وویل، هغه په دې کی پاته راغله چی خپله خوښی قابو کړی، کله چی کوټې ته ولاړه نو په نڅا او ګډا یې ږغ پورته کړ:
"
ما انعام ګټلى دى، د یو لک روبلو انعام می راوتلى دى!"
"
انعام یوازی ستا نه دى" داسی ښکارېدل چی د الون ږغ د ماشا احساساتو لاندی کړ، هغه ته غوسه ورغله خو د وخت د نزاکت له احساس سره یې ځان ژر بېرته قابو کړ او په داسی حال کی چی حواس یې الوتی وو، وویل:
"
انعام زموږ په دواړو دى"
"
موږ دوه ولی یو؟ یو، یو د یوه زړه دوه بدنه یو"الون تر ډېره دغه هڅه کوله چی ماشا ته د خپلی مینی باور ورکړی، بیا چی یې کله د ماشا پر څېره یوه شوخه مسکا ولیده نو خړ یې وموسل.
"
انعام بې له شکه چی زموږ دواړو دى" ماشا د الون پر اوږه خپل سر کښېښود او ویې ویل:
"
موږ دوه نه یو، یو، یو"
"
ماشا له دې ورسته به موږ یو نوى ژوند پیل کړو" الون د احساساتو سمندر له ځان سره ډېر لیری یووړ:
"
موږ ریښتیا هم یو، یو او همېشه به همداسی یو، یو" د هغه لاس ورو، ورو خپله د ماشا له اوږې څخه څنګلی ته ښوى شو او بیا د هغه لاسونو او شونډانو د خپلی ښځی پر بدن باندی د یوالی یوه نوې ژمنه ثبت کړه.ماشا سترګی وموږلې او په پټو سترګو یې د الون حق ومانه:
"
زه ستا یم، زما هر څه ستا دی، یو لک روبله هم ستا دی"
"
په پنځوسو زرو روبلو به موږ یو ښه کور واخلو" الون خپلی نااسوده غوښتنی حس کړې.
"
زه به یو شانداره کور واخلم او غواړم چی یو نوى موټر هم رانیسم، په لسو زرو روبلو به د نړۍ سیل وکړم او پاته پیسې به په بانک کی کښېږدو له هغه به یوه میاشنۍ مناسبه ګټه راته راځی"ماشا په خوښی سره وویل:
"
زه هم همداسی غواړم" بیا هغې په خیال کی د یو لک روبلو نوټونه وشمېرل، په هغو یې لوبی وکړی، او خپلی داسی کوچنۍ، کوچنۍ غوښتنی یې تر سره کړې، چی هغه تر اوسه یوازی د پیسو د نشتوالی له امله محرومه ورڅخه پاته شوې وه.
"
هو ریښتیا موږ یو ښه کور ته اړتیا لرو، او شتا دویمه غوښتنه هم زه تایدوم ځکه د ښه کور لپاره یو موټر هم ضروری دى، په لسو زرو روبلو به موږ د نړۍ سیل وکړو، زما خپله له ډېره وخته زړه و چی د "ټیولا" او "اورېل" تکی شنې سیمی ووینم، پاته پیسې به په بانک کی کښېږدو چی میاشتنى عاید ورڅخه پرې کړو"له څو شیبو چوپتیا ورسته ماشا یو ځل بیا له ځان سره د خیالونو نړۍ ودانه کړه او ویې ویل:
"
موږ به د ټولی نړۍ سیل وکړو، نیاګر ته به لاړ شو، د روم سیل به وکړو، بس ټوله ژوند به عیشونه کوو، عیشونه"الون په خیال کی د پاریس په سیل وتلى و، یوه نازنینه پېغله مخامخ ورته ناسته وه او په مسکا یې هغه ته جام وړاندی کاوه چی په دې کی هغه د خپلی ښځی ږغ واورېد او تکان یې وخوړ، داسی ورته ښکاره شوه لکه په اوبتل کی چی چاودنه وشوه او اوبتل مخ په ډوبېدو شو، هغه یو دم خپلی ښځی ته وکتل خو د ماشا شونډان نه ښورېدل، الون یو ځل بیا په خپلو خیالونو کی والوت، له دې ځلی د هغه د خیالونو بېړۍ په "میامی" کی لنګر شوه، په میامی کی تر یوې رنګینی چترۍ لاندی د نیمه بربنډو پېغلو د شباب له لمر څخه هغه د خپلو خوښیو درد ټکوراوه، هغه یو شتمن سړى و، هیڅ پرېشانی یې نه وه او میامی ته یوازی د سیل لپاره راغلى و.هغه قدم واهه او مخ ته یې له یوې پسې بله ښکلې کږه وږه تېرېده، ټولی د هغه د یوې اشارې په تمه وې خو الون څېره جدی نیولې وه او هره یوه یې ردوله، نن ورځ هغه ډېر محتاط و، هغه د خپل ذوق د رانیولو وس درلود، انسان چی د ساعتېری د رانیولو وس ولری نو ذوق به یې نخرې ولی نه کوی؟ د هغه ذوق هم خپل ناز کاوه خو بیا مخکی تر دې چی هغه له یوه په زړه پوری بدن څخه راتاو شی هغه د ماشا ږغ واورېد، میامی یو ځل بیا د هغه د خوبونو جزیره وګرځېده او د ځوانۍ له اوره د سرو زرو غوندی ویلو شوو بدنونو ځاى یوې بې ډولی او بدرنګی ښځی ونیو، الون یو سربېرن نظر پر هغې ناموزونی ښځی واچاوه، هغې د یو لک روبلو په اړه یو څه ویل، د یو لک روبلو په یادونه کی یو عجیب جادو پروت و، ځکه یوه شېبه ورسته بیا الون د اټالیا د یوه ستر هوټل حمام ته ورسېد، یوې نیمه بربنډی پېغلی په خپلو قلمی ګوتو د هغه د بدن ستړیا ایستله، او هغه د مدهوشۍ په حال کی و، چی په دې کی یو دم یو زیږ خو اشنا ږغ د هغه ټولی هیلی د حمام له فرشه ووهلې، د هغو نازکو ګوتو ځاى چی د هغه بدن یې تخنوى یو زېږ لاس ونیو:
"
زه هم له تا سره ځم" ماشا د هغه له جذباتو څخه ناخبره په خوبولی لهجه وویل:
"
زه هم غواړم چی د نړۍ سیل وکړم او عیش و عیشرت وکړم"
"
عیش؟!" د ماشا دا تورى پر الون داسی ولګېد لکه یو چا چی هغه له اسمان څخه پر یوه شګلنه مځکه راوغورځاوه.
"
ماشا ته غواړې چی څنګه عیش وکړې؟ د عیاشۍ په مانا ته پوهېږې؟ الون تر ژبی لاندی وویل او بیا یې په تعجب د ماشا د څېرې د لوستلو هڅه وکړه، د هغه عصاب خراب شول، هغه ته داسی محسوسه شوه چی د هغې سترګی هم هغه رنګه خوبونه وینی لکه د ده په سترګو کی چی نغښتی دی، دې خوبونو هغه ته نوى ژوند وربخښلى و، خو همدا خوبونه چی د ماشا سترګو ته ولېدل نو یوه ډارونکې بڼه یې خپله کړه، د الون وینه په جوش راغله، د هغه په سترګو کی د خیالی کردارونو جنس اوښتى و، د الون په خیالونو کی د ښکلو پېغلو ځاى هډورو ځوانانو نیولى و "ته غواړې چی څنګه عیش وکړې؟" د الون زړه و چی د زړه په زور سره چیغه کړی او خپله ښځه یوه کلکه څپېړه ووهی، بیا یې تر مرۍ ونیسی او پوښتنه ورڅخه وکړی چی "ووایه ته غواړې چی څنګه عیش وکړې؟"د الون له زړه څخه یوه لویه چیغه پورته شوه خو تر شونډانو لا نه وه راغلې چی بېرته ورکه شوه، دې وېری چی یو لک روبل به یې له لاسه ووځی د هغه غوسه ور سړه کړه او هغه یې خاموش کړ، ماشا اوس د هغه لپاره یوازی ښځه نه بلکی د یو لک روبلو چک هم و، او الون د یو لک روبلو له زور څخه ښه خبر و، ماشا ته په غوسه کېدل دا مانا درلوده چی هغه د یو لک روبلو څخه د همېشه لپاره ځان محروموه، او خپل خوبونه یې ټول په اوبو لاهو کول، هغه نه غوښتل چی خوبونه یې په اوبو لاهو شی، ځکه یې نو دا غوسه وزغمل.له دې ځلی د هغه خوب تر "سینټ مارټن" پوری محدود پاته شوو هغه د یوې لوې ماڼۍ په تالاب کی لامبو وهل او په کټ، کټ یې خندل، د هغه دوو اولادونو یوه زوى او لور هم له هغه سره په لوړ اواز خندل، الون له دوو اولادونو سره مینه لرله مانا داچی هغه په ښار کی یو لوى کور هم پیدا کړى و او د دوو اولادونو ارمان یې هم پوره شوى، بیا چی کله له لامبو وهلو او ډېری خندا څخه ستړى شو او له تالاب څخه راووت نو یوه ښځه په داسی حال کی چی تودې چاى او برګر یې په لاس کی وو، هغه ته مسکۍ ولاړه وه، دا ماشا وه، الون تکان وخوړ، خو خوب یې دړی وړی نشو، په دویم وار هغه د یوه خوشحاله او مطمین سړی غوندی د سمندر پر غاړه قدم واهه، د هغه نوکرانو شاوخوا منډی ورسره وهلې، د الون زړه و چی څو شیبې قدم ووهی، بیا د خپل ګاونډی کور ته لاړ شی، هلته د تاش یا شطرنج یوه لوبه وکړی او یو څه بانډار وکړی خو بانډار یې لا نه و شروع کړى چی ماشا یو ځل بیا د هغه خوب دړی وړی کړ، هغې په لوړ ږغ هغه ته ویل:
"
چیری ورک یې؟"
"
هیچیری نه، هیچیری هم نه"
"
تا زما د پوښتنی ځواب ولی نه راکړ؟گ" ماشا یو څه ماڼېجن غوندی وویل:
"
ښه، راته ووایه تر ټولو مخکی ته ما چیری بیایې؟ زه هم غواړم چی له تا سره فرانسه، اټالیا او هند ووینم" ماشا سترګی پټی کړې، الون هغې ته هیڅ ځواب ور نه کړ، هغه په دې اړه هیڅ ځواب نه درلود، هغه هیڅ هڅه نه کوله چی له خپلی ښځی سره په سیل ووزی، هغه کوچنى نه و، په دې ښه پوهېدى چی له خپلی ښځی سره تفریح نشی کېداى، دې خیال چی هغه به له خپلی ښځی سره یو ځاى په سیل وځی د هغه پر بدن یوه سړه څپه راوسته، هغه سترګی پټی کړې او هڅه یې وکړه چی دغه خیال له ذهن څخه وباسی خو هغه په دې کی پاته راغلى، بیا هغه د زړه په سترګو ولیدل چی ماشا په هر سفر کی له هغه سره ملګرې ده، له هغه سره له شیانو ډک صندقونه او غوټی دی، هغه د نوکر غوندی د ماشا شیان را اخیستی دی او ماشا په وار، وار سره په دې یادونه سفر بد خونده کوی چی پر سر می درد دى، الون د اورګاډی په هر سفر کی د یوه کوچنی پالنه کوی، دویم کوچنی د ماشا په غېږ کی بغاری جوړی کړی دی، اور ګاډى چی به هر ځاى تم شو نو ماشا به هغه ته ترماس په لاس ورکړ چی له یو هوټل څخه د کوچنی د شیدو جوړولو لپاره تودې اوبه راوړه، الون په هر تم ځاى کی د یو لالهانده پلار غوندی اېخوا دېگخوا منډی وهلې، کله به هغه د بسکټ پسې منډی وهلې کله به یې د ډوډۍ پسې، له هر سفر ورسته به یې د ماشا له طنزه ډکی خبری اورېدې چی تا له هغه ښځی سره خبری ولی وکړې؟ تا هغه نجلۍ ته دومره په ځیر ولی کتل؟ له دې خیال سره د الون ټولی هیلی مړاوی شوې.
"
ارمان چی د لاټرۍ ټکټ زما واى؟" الون سړه سا وایسته او خپلی ښځی ته ځیر شوو ماشا هغه ته یوه بدرنګه او نابلده ښځه و ایسېده، " زه به له تا سره هیڅ کله سفر ونه کړم" الون له ځان سره وویل: "له تا سره یو ځاى به زه عیاشی څنګه وکړم؟" د هغه زړه و چی خپلی ښځی ته ووایې چی عیاشی همېشه یوازی کېداى شی او یوازی نارینه حق لری چی عیاشی وکړی، په تفریح کی ښځه له ځان سره ملګرې کول دا مانا لری چی نارینه پر ځان د عیاشۍ هر ور بند کړی.ماشا هغه ته یو څه وویل خو هغه وانه ورېدل، په دې وخت کی هغه یوازی هغه خبری اورېدې چی هغه له ځان سره کولې او هغه خبری هم ورو، ورو بد خونده کېدې.له دې ښځی سره د پاریس په شاهانه هوټل کی تم کېدل څه مانا لری، زه به د دې بې ډولی ښځی په واک کی یم، پر دې به هم هغه نیوکه کوی چی زه ولی دباندی وزم، زه به هر ځاى له دې سره یو ځاى یم له دې سره یو ځاى هیڅ د عیلشۍ ځاى ته نشم تلاى، په یو هوټل کی د ښځی تر مرییتوب خو دا ښه ده چی په همدې کور کی پاته شم، دلته زه د دې امیر یم، په کور کی دا له ما څخه دا پوښتنه نشی کولاى چی زه چیری ځم یا چیری تللى وه، په دې کور کی چی هرڅومره دیغ یم، لږ تر لږه په عزت خو یم، دلته زما په زړه کی د امید یو څرک شته چی یوه ورځ به لا د عیاشۍ شېبې راشی او یوه ښکلې پېغله به زما په ژوند را ګډه شی چی زه ماشا هیڅ ورڅخه خبره نه کړم.
"
څه چورت وهې؟گ" ماشا بیا هغه له چورتونو څخه را وایست:
"
چیری ورک یې؟"
"
هیچیری هم نه" د الون پر څېره یوه پیکه مسکا وغوړېده، هغه په ځیر ماشا تر نظر تېره کړه، ماشا یو وخت ښکلې وه خو اوس د هغې په بدن کی د الون لپاره هغه جاذبیت نه و پاته چی الون خپل ځان پر خرڅ کړى واى او یوازی د یو لک روبلو لپاره تر خپلو غوښتنو تېر شوى واى.دا ښځه به هیڅکله ما پرېنږدی چی زه یوازی "نیپلز" ته لاړ شم، دا خو ما تر "کیلن" پوری لا هم یوازی نه پرېږدی، سره له دې چی هغه نه غوښتل په زړه کی یې نفرت پیدا شو، هغه فکر کاوه چی ماشا څنګه یو لک روبله تر لاسه کړی نو بیخی به بل مخ شی، خپلی پیسې به قلف کړی او له ما څخه به تېر ټول کساتونه واخلی، د دې لپاره چی ما وځوروی له خپلو دوستانو سره به ښه پیل کړی، د ماشا د دوستانو په اړه چی هغه څنګه سوچ وکړ نو پر ذهن یې پرلپسې ګزارونه پیل شول، د ماشا له ورور، خور، اکا، خاله، عمه او ماما څخه د الون ډېر بد راتلل، هغوئ یې له خپله کوره منع کړی وو، الون له ځان سره فکر وکړ چی "د ماشا د یو لک روبلو د ګټلو خبر چی هغوئ واوری نو زما پر کور به یرغل راوړی" د ماشا له ځینو دوستانو څخه د الون دومره بد راتلل چی ّان د هغوئ مخ یې هم نه غوښتل چی ویې وینی، هغه د ماشا له مور څخه هم ډېر بېزاره و، هغه پوهېدى چی که ماشا د یو لک روبلو څښتنه شی نو هغه خپل کور ته د هغې د دوستانو مخ نشی ډب کولاى.اوف خدایه! الون داسی محسوسه کړه چی سر یې د چاودېدو په حال کی دى، هغه سر په دواړو لاسونو ونیو، سره له دې چی سترګی یې پټی وې هغه لیدل چی د ماشا دوستانو د هغه پر کور یرغل راوړى دى، هغوئ بې ځایه، بې ځایه خاندی، د هغه پر بې مانا خبرو ملنډی وهی، د هغه سپکاوى کوی، هغه له هغو کسانو سره ناست دى ډوډوۍ خوری چی نفرت یې ور څخه کېدى، دا یو ډېر بد حالت و، الون تر دې مرګ غوره باله چی د ماشا قریبانو ته سر ټیټى وی، د ماشا خپلوانو له هغه سره وړ چلند نه و کړى، دا یوازی ماشا وه چی د هغوئ صفتونه به یې کول، پر دې به د دوى دوو تر منځ اکثره سره شخړه وه او پاى به همېشه د الون په ګټه او د ماشا په تاوان تمامېدى.تر یو لک روبلو راوتلو ورسته خو هیڅ امکان نه لری چی ماشا دی چوپه پاته شی، نه یوازی داچی هغه به پر ده جابیره شی بلکی دى به هم د خپلی خسرګنۍ ستاینی ته اړ کړی او پر هغه به یو دایمی عذاب نازل شی، د خسرګنۍ د خپلوانو عذاب!، "نه، نه" الون ولړزېدى، "یوازی د یو لک روبلو لپاره زه خپل ژوند نه بربادوم" له دې پرېکړی څخه الون یو عجیبه سکون تر لاسه کړ، د هغه پر شونډانو یوه پیکه مسکا وغوړېده.
"
ولی خاندې؟" د ماشا پر شونډانو هم مسکا وغوړېده.
"
ستا پر معصومیت او سادګی خاندم" الون ماشا په غېږ کی ونیوه.لږ ورسته الون په جدی لهجه وویل:
"
ماشا بخښنه غواړم، ستا هیڅ انعام منام نه دى راوتلى، ما ټوکی درسره کولې، د هغه ټکټ لمبر چی انعام یې ګټلى شپږویشت نه شپږڅلوېښت دى" الون چی دا جمله ادا کړه نو لکه یو لوى پېټى چی یې له اوږو لیری کړ، هغه خپل ځان ډېر سپک او حوسا حس کړ.د ماشا پر څېره ناامیدی وغوړېده:
"
ته داسی ټوکی ولی کوې؟" ماشا څو شیبې خپه شوه:
"
که پر ما له خوښۍ څخه د زړه دوره راغلې واى؟ او مړه شوې واى، نو؟"
"
ها، ها... ها" الون د زړه له اخلاصه وخندل او بیا د خپلی خپه شوی ښځی په پخلاینه بوخت شو، ماشا ډېره ژر پخلا شوه او لږ وروسته په ژور خوب ویده شوه.الون ته هم خوب ورتلى، نور د هغه پر ذهن کوم فکر نه و خپور، هغه چورت واهه چی د هغه معصومی ښځی له پنځلسو کلونو څخه هغه ته د مجازی خداى په سترګه کتلی، له هغه سره یې د اطاعت ژوند تېر کړى دى، د هغه پر ریښتیا او درواغو یې په پټو سترګو باور کړى، ماشا به هیڅکله دا فکر هم نه کوی چی نن الون د خپل ژوند تر ټولو لوى درواغ وویل، هغه ورځپاڼه ټوټې، ټوټې کړه او په چټل دان کی یې واچول.د الون خیال ریښتیا وختى، سهار د ماشا نه لاټرۍ په یاد وه او نه یې هم انعام په فکر کی وروګرځېدى، هغې الون ته سهارنۍ وروړه او د هغه د رخصتولو لپاره په وره کی ودرېده، هغه تر هغو مسکۍ وه او خپل سړی ته یې لاس ښوراوه، تر څو هغه له سترګو پناه شو.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد