دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۰ برخه

 

خلاص کړه

سعادت حسن منټو/پاکستان
(
سپېشل) اورګاډى له امرتسر څخه د ماپښین پر دوو بجو روان شو او اته ساعته وروسته مغل پورې ته ورسېد، په لار کی څو کسه ووژل شول، یو شمېر ټپیان شول او نور دلته هلته تیت وپرک شول.د سهار پر لسو بجو چی کله سراج الدین د کمپ پرسړه ځمکه سترګی روڼی کړې او چارچاپېره یې د سړیو، ښځو او کوچنیانو یو څپاند سمندر ولید، نو د هغه د فکر او پوهی ځواک لا پسی کمزورى شو، هغه تر ډېره په خوپ اسمان کی سترګی ښخی کړی وې، سره له دې چی په کمپ کی هر لور ته زوږ جوړ و، خو سراج الدین بیا هم هیڅ نه اورېدل. د هغه غوږونه لکه کاڼه چی وو، کوم چا چی به هغه ته کتل نو داسی فکر به یې کاوه، چی هغه په ژور فکر کی ډوب دى، لاکن داسی نه وه، په اصل کی د هغه هوښ او حواس شل شوی وو، هغه بېخی لکه په خلا کی چی ځگوړند و، له دې امله چی سراج الدین په وار_وار خوپ اسمان ته کتل، د هغه سترګی له لمر سره ونښتې، د لمر تېزی وړانګی د هغه د بدن په رګ_رګ ننوتې.هغه را ویښ شو او پرله پسې څو تصویرونه یې پر دماغ را ښکاره شول، اور، لوټ، تالان . . .، منډی، ترړی . . . د اورګاډی تمځاى . . . مرمۍ . . . شپه او سکینه . . . . سراج الدین یو دم پورته شو او د لېونیانو غوندی یې د چارچاپېرو انسانانو چاڼ پیل کړ.پوره درې ساعته هغه د "سکینې_سکینې" نارې ووهلې او د پنډغالی"کمپ" ګوټ_ګوټ یې ولټاوه. خو هغه ته د خپلی یوازنۍ ځوانی لور هیڅ درک ونه لګېد، چارچاپېره یو ګډوډى جوړ و، چا خپل زوى لټاوه، چا مور، چا ښځه او چا لور، سراج الدین چی کله ستړى ستومانه شو، نو یو څنګ ته کښېناست او پر خپلی حافظې یې زور واچاوه، فکر یې شروع کړ، چی سکینه له ده څخه کله او چیری جلا شوه، خو چی هر څومره سوچ به یې وکړ، دماغ به یې بېرته د سکینې د مور پر مړی تم شو.هغه چی کولمې یې ټولی د باندی راوتلی وې، تر دې آخوا هغه نور هیڅ سوچ نشواى کولاى.د سکینې مور مړه شوې وه، هغې د سراج الدین د سترګو پر وړاندی سا ورکړې وه، خو سکینه چیری وه، هغه چی په اړه یې مور د زکندن په وخت کی ویلی و:
"
ما پرېږده، خو سکینه له دې ځایه بوزه او ژر له دې ځایه وتښتئ!"سکینه له ده سره وه، دواړو لوڅی پښې منډی وهلې، د سکینی پوړنى ولوېد، ده غوښتل چی هغه راپورته کړی، خو سکینې چیغه ورباندی کړې وه:
"
پلار جانه!. . . پرېږده یې" هغه بیا هم پوړنى راپورته کړى و . . . له دې فکر سره د هغه خپل پړسېدلی جېب ته پام شو او په هغه یې لاس ننه ایست، یو ټوکر یې راو ایست . . . دا هغه د سکینې پوړنى و . . . لاکن سکینه چیری وه؟ سراج الدین پر خپل ستومانه دماغ زور راوړ، خو کومی نتیجې ته ونه رسېد، آیا سکینه له هغه سره تر تمځاى پوری ورسره وه؟ . . . آیا هغه له ده سره په اورګاډی کی سپره شوې وه؟ . . . کله چی په لار کی اورګاډى ودرول شو او بلوایان راننوتل، نو آیا هغه بې سده شوې وه، چی هغوى دی سکینه تښتولې وی؟
د سراج الدین په دماغ کی بې شمېره پوښتنی وې، خو ځواب یې هیڅ نه و، هغه خواخوږۍ ته اړتیا لرله، خو له بده مرغه چی چارچاپېره چی څومره انسانان وو، هغوى ټولو خواخوږۍ ته اړتیا لرله.د سراج الدین زړه و چی وژاړی، خو سترګو یې ملګری نه ورسره کوله. خداى خبر اوښکی چیری غیبی شوی وې.شپږ ورځی وروسته چی د سراج الدین هوښ او حواس څه پر ځاى شول، نو هغه له هغو خلګو سره ولیدل، چی د هغه مرستی ته تیار وو، هغوى اته کسه ځوانان وو، لارۍ یې لرله او ټوپکونه ورسره وو، سراج الدین هغوى ته په لکونو دعاوی وکړې او د سکینې بڼه یې ور وښوده چی:
"
په رنګ سپینه ده او ډېره ښکلې ده . . . تور ویښتان او پر ښى باړخو یو خال لری . . . زما یوازنۍ لور ده، را پیدا یې کړئ، خداى به خیر درکړی"دا وطلبو ځوانانو په خورا خواخوږۍ سره سپین ږیری سراج الدین ته باور ورکړ، چی که چیری د هغه لور ژوندۍ وه، نو یوازی څو ورځی وروسته به له هغه سره وی.اتو سرو ځوانانو هڅه وکړه، د سرونو په لوبه یې ځانونه "امرتسر" ته ورسول، څو ښځی، څو سړی او څو کوچنیان یې را وایستل او خوندی ځایونو ته یې ورسول، لس ورځی تېری شوې، خو هغوى سکینه پیدا نه کړه.یوه ورځ هغوى د همدې خدمت لپاره په لارۍ کی امرتسر ته روان وو، چی پر سړک باندی هغوى یوه نجلۍ ولیده، د لارۍ د ږغ په اورېدو هغې ټکان وخوړ او منډی یې کړې، داوطلبانو موټر ودراوه او ټولو په هغې پسی منډی کړې، په یوه کرونده کی هغوى هغه ونیوه، چی ویې لیده، نو ډېره ښکلې وه، پر ښى باړخو یې یو خال هم و، یوه هلک هغې ته وویل:
"
وېرېږه مه . . . آیا ستا نوم سکینه دى؟"د نجلۍ رنګ نور هم ژړ شو، هغې هیڅ ونه ویل، خو چی کله ټولو هلکانو هغې ته ډاډګېرنه ورکړه، نو د هغې وېره هم لیری شوه او دا یې ومنله چی هغه د سراج الدین لور سکینه ده. اتو داوطلبو ځوانانو له هر لوری سکینه خوښه وساتله، هغې ته یې ډوډۍ ورکړه، شیدې یې ورباندی وڅښلې او په لارۍ کی یې سپره کړه، یوه خپل کوټ وکیښ هغې ته یې ورکړ، ځکه چی د پوړنی د نشتوالی له امله هغې ډېره بې کراری محسوسوله او په وار_وار یې په لاسونو د خپلی سینې د پټولو ناکامه هڅه کوله.څو ورځی تېری شوې . . . خو سراج الدین د سکینې له هیڅ حاله خبر نه شو، هغه کرۍ ورځ په بېلابېلو کمپونو او دفترونو وتى ننوتى. خو له هیڅ ځایه یې هم د خپلی لور درک معلوم نه کړ، د شپې هغه تر ډېره د هغو داوطلبو ځوانانو د بریالیتوب لپاره دعاوی کولې، چا چی هغه ته دا باور ورکړى و چی که سکینه ژوندۍ وه، نو یوازی د څو ورځو په دننه کی به هغوى هغه مخامخا پیدا کوی.یوه ورځ سراج الدین په کمپ کی هغه داوطلبه ځوانان ولیدل، هغوى په لارۍ کی ناست وو، سراج الدین په تراټ هغوى ته ځان ور ورساوه، لارۍ د روانېدو په حال کی وه، چی هغه ورڅخه وپوښتل:
"
زویه! زما د سکینې درک ونه لګېد؟"ټولو په یوه خوله ورته وویل:
"
وبه لګیږی_وبه لګیږی" او لارۍ یې روانه کړه.سراج الدین یو ځل بیا د هغو ځوانانو د بریالیتوب لپاره دعا وکړه او زړه یې یو څه سپک شو، ماښام مهال سراج الدین په کمپ کی ناست و، چی یو پس پسى یې تر غوږ شو. څلورو خلګو یو شى را اخیستى و او د ده لور ته را روان وو؛ ده چی پوښتنه وکړه، نو ور معلومه شوه چی د اورګاډی له پټلۍ سره یوه نجلۍ بې سده پرته وه، خلګو هغه را پورته کړې ده، سراج الدین د هغوى له شا پسې ورغلى، خلګو نجلۍ د روغتون مسوولینو ته وسپارله او لاړل.څو شېبې هغه همداسی له روغتون څخه د باندی له یوې خادې سره ولاړ و، بیا ورو_ورو د ننه ورغى، په کوټه کی هیڅوک نه و، یوازی یوه دستګیره پرته او پر هغې یو مړى. سراج الدین ورو_ورو ګامونه پورته کړل او هغې خواته ورغى، په کوټه کی ناڅاپه رڼا شوه، سراج الدین د مړی پر ژړ مخ ځلېدونکى خال ولید او چیغه یې کړه:
"
سکینه!"هغه ډاکټر چی کوټه یې رڼا کړې وه، له سراج الدین څخه وپوښتل:
"
څه کیسه ده؟"د سراج الدین له ستونی یوازی همدومره راووتل:
"
صاحب زه . . . صاحب زه . . . د دې پلار یم!"ډاکټر پر دستګیرې پراته کس ته وکتل، د هغه نبض یې وکوت او سراج الدین ته یې وویل:
"
کلکین خلاص کړه!"د سکینې په مړ بدن کی حرکت پیدا شو، په ناتوانو لاسو یې پرتوګاښ خلاص کړ او پرتوګ یې وښویوه، سپین ږیری سراج الدین له خوښۍ څخه چیغی کړې، ژوندۍ ده . . . زما لور ژوندۍ ده . . . ډاکټر سر تر نوکه په خولو کی ډوب شو.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد