دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

ی

یابۀ دنیاکې سم ژوندون کړم
یابۀ دمړوڅنګ کې خاورولاندې شمه
یابۀ دې زلفې کمربندکړم
یابۀ زماپۀ وینوووهې خالونه
یابۀ زمابدې طالع وی
یابۀ دټولومعشوقودغه حال وینه
یابۀ مې دایاری یاری شی
یابۀ مې سردغرغرې شمال وهینه
یابۀ مې ستاوصال نصیب شی
یابۀ مې سرپۀ سرددارټالۍ وهینه
یابۀ مې ستایاری یاری شی
یابۀ مې سردسپینوتوروسره ځینه
یابۀ دې زلفې کمربندکړم
یابۀ زماپۀ وینوووهې خالونه
یاپۀ جهان کې وفانۀ شته
یابې وفاجانان زماپۀ برخه شونه
یادشمشادخوږې وږمې دی
یادنجلۍ دڅڼوبوی مزه کوینه
یاخودیارسره یوځای وی
یاخومې نۀ وی پۀ زخمی زړګی داغونه
یاخوزماپۀ سترګوګرددی
یاپۀ تمامه دنیاپرېوتل ګردونه
یاخوزماپرزړۀ تیارۀ ده
یادتمامې دنیامړۀ دی مشالونه
یاخومې خپل اشنانصیب کړې
یامې دمرګ پرلورې پرېږدئ چې ورځمه
یاخومې خپل زړګوټی تنګ دی
یاخوتمامه دنیاتنګه ده مینه
یاخوېواځې پۀ ماغم دی
یاپۀ تمام جهان بلېږی سرۀ اورونه
یادادم درباب شرنګ دی
یادوړې درخودنازخنداراځینه
یادخوتن دمشکوبوی دی
یادې شمال دتوروزلفودې راځینه
یادخوتن خوشبویه باددی
یاعنبری زلفې مې یارسپړلې دینه
یادلاله پرمخ شبنم دی
یایې پرسرۀ باړخوخولې راغلې دینه
یادواړۀ رباب شرنګا ده
یادپترو مېرمن پۀ شرنګ یارله ورځینه
یادوړې نجلۍ خنداده
یادمومندودسرپوښودی غږونه
یادوړې پۀ خولۀ کې کشمالی دی
یایې دعطروپۀ اوبولمبلی دینه
یادې دزلفوخوشبویی ده
یادتاتارپۀ مشکوګډ شول چپاوونه
یادې دزلفوخوشبویی ده
یادې دعطروپۀ چینه لمبلی دینه
یادې لبان راته انعام کړه
یامې پۀ دارکړه چې لۀ غمه خلاصه شمه
یادې لۀ ځانه شونډې سرې دی
یاخودې پاڼ دهندوستان وهلی دینه
یادیې لره چې هېردې نۀ شی
زۀ دې لۀ دره بېنواشړلې یمه
یارانولاس پۀ توروکېږدئ
زموږ همېش دی دحضرت پردین جنګونه
یارخوزماپۀ څنګ کې ناست دی
دغه ساعت پۀ پادشاهۍ نۀ بدلومه
یارخومې لوړزۀ ټیټکۍ یم
دپڼدڅوکې لګوم خولۀ ورکومه
یارمسافرځی توښه غواړی
کباب دزړۀ بادام دسترګوورکومه
یارمې پۀ خاوروکې زېړپروت دی
سینه بسترزړۀ بالښت ورلاندې ږدمه
یارمې دتوروغېلوشپون دی
ماته بۀ راوړی سپینې ژاولې زېړګلونه
یارمې دډاګ ګرمیووسو
ځم چې خیمه دتوروربل پرې ودرومه
یارمې دللمې زېړی ګل دی
زۀ بۀ دسپینې خولې شبنم پرې اورومه
یارمې کوچی ؤ کوچ یې وکړ
زۀ دې شم خواره پۀ کوچی مینېدمه
یارمې لېربۀ دتوروغرو دی
هرمازیګرراته زېړی ګلان راوړینه
یاره پۀ تشه خنداخوښ شوې
کۀ مې خولۀ درکړه لېونی بۀ شې مینه
یاره دسرسالو مې زوړشو
اول مې ترې وځی دګاړګوټو څڼوسرونه
یاری خوتاکړه ماخو نۀ کړه
اوس یې چې لنډه پرې کوې ژړاراځینه
یاری دداسې یار ونۀ کړې
چې خاندې تاته مطلب بل سره کوینه
یاربۀ مې ولې توره نۀ کا
ترنیمای سنګره زۀ ورسره ځمه
یارپۀ چلم باندې مین دی
پۀ بخملی ګوتوبۀ اورورله وروړمه
یارپۀ سفرځی توښه غواړی
کباب دزړۀ بادام دسترګوورکومه
یارپۀ دکن ؤ زمایار ؤ
زۀ دېوې شپې مسافره هېره یې شومه
یارپۀ یارۍ کې ضامن غواړی
زۀ پۀ پردی هېوادکې څوک ضامن لرمه
یارپۀ یارۍ کې ضامن غواړی
راشه چې خط دغلامۍ درکړم مینه
یارپۀ یارۍ کې بې وفاشو
لۀ ماجداشویک تنهاولاړه یمه
یارپۀ یارۍ کې غرضداردی
زۀ بې غرضه پۀ چاڅۀ دخل لرمه
یارته مې دغه نښه وایه
چې تۀ ولاړوې مادې لاس نیولی ونه
یارچې پۀ یارپسې مړنۀ شی
تشه ژړادچم ګاونډخلک هم کړینه
یارخولرم بې یاره نۀ یم
نورویارانوسره تللی رابۀ شینه
یاردې لۀ مانه مرورکړ
دژبې سره پۀ غیچی دې پرې کومه
یاردې مدام خوشاله اوسی
څۀ شوکۀ زۀ یې پۀ هجران لېونۍ شومه
یارمهربان مخې ته راغی
چې مې څرګنډ ورته دخپل زړۀ کړۀ داغونه
یارکۀ یاری راسره نۀ کړی
بې بدوزړۀ ولې لۀ مانه بدوینه
یارمې پاچادولایت دی
زۀ مرغلره ددریاب دغاړې یمه
یارمې پاچادپاسه راغی
داسپینه خولۀ بۀ پۀ سورسات ورله وروړمه
یارمې پۀ سورپالنګ ویدۀ ؤ
خولۀ مې ورټیټه کړه پېزوان پرې ړومبی شونه
یارمې پر سرو لاسو مین دی
زۀ بۀ نکریزې پۀ خپل کورکې شنې کومه
یارمې پۀ توت کې خولګۍ غواړی
زۀ دښاخوپرسرورځم خولۀ ورکومه
یارمې پۀ توردکن کې ګل دی
زړۀ مې بلبل دی توردکن لره ورځمه
یارمې پۀ تورکې ښایسته دی
لکه پۀ تورټوپک دسروزروچاپونه
یارمې پۀ زین کې راته کوزشو
دپڼوڅوکې لګوم خولۀ ورکومه
یارمې پۀ کټ کې زخمی راغی
پۀ نارنجی سینه مې اورولګېدنه
یارمې پۀ کټ کې خولګۍ غواړی
زۀ یې دیدن کړم نورمې نۀ شته ارمانونه
یارمې پۀ سمه کې طالب دی
زمازړګی ورته درودغاړه ساتینه
یارمې پۀ سروګولیو درومی
سبابۀ مړوی مخ یې څله پټومه
یارمې پۀ سروسترګومین دی
زۀ بۀ داتورې سترګې چېرته بدلومه
یارمې پۀ سره غرمه کې ګرځی
کوتره نۀ یم چې پرې سیوری کړم څانګونه
یارمې پۀ خپله خولۀ رخصت کړ
دپېښېمانۍ اوښکې مې ځی پرمخ رودونه
یارمې پۀ ژڼوکې ښکاره دی
توریې پټکی لنډۍ یې څڼې شنۀ خالونه
یارمې پۀ زېړمازیګردرومی
پرماورېږی دسکروټوبارانونه
یارمې پۀ سین کې لاهوراغی
ماتوتکۍ کړې چې کږه وږه ورځمه
یارمې پۀ غرۀ کې بازنیولی
زۀ دورېښموتارپۀ خولۀ ورله وروړمه
یارمې پۀ ګلوکې ویدۀ دی
دسپینې خولې شبنم بۀ زۀ پرې اورومه
یارمې پۀ ټوکونۀ پوهېږی
ماپۀ خوروزلفووهومرورشونه
یارمې ټوپک زۀ یې ګولۍ یم
لۀ لویوغرومې اړوی ورکه بۀ شمه
یارمې ټپوس ناسته دبازکړی
زۀ کوردلیله یې پۀ ناسته خطاشومه
یارمې جوپې پسې دی تللی
زۀ خواره ناسته دکاروان لارې څارمه
یارمې داورګاډی ته خېژی
پۀ نارنجی مخ مې سېلاب داوښکوځینه
یارمې داورګاډی ته خېژی
پۀ ماورېږی دسکروټوبارانونه
یارمې دبرکلی میرزادی
ځکه قلم مشواڼۍ پټ ورته وروړمه
یارمې دبل پۀ خواکې ولید
جامومې اورواخست صورت مې لمبه شونه
یار مې دپورې للمې ګل دی
لکه شبنم پرې اورېدم تازه مې کنه
یارمې دجنګ نه تږی راغی
شربت دشونډوبۀ پۀ خولۀ کې ورکومه
یارمې دجنګ نه بری راووړ
زۀ ورته مخکې سلامی ولاړه یمه
یارمې دچین زۀ دماچین یم
پۀ زړګی سپین یم یارپۀ زړۀ کې ګرځومه
یارمې دخوست زۀ دتیرایم
خدایه خوست وران کړې چې جوړه تیراله ځونه
یار مې دګلوسره کوده ده
زۀ دورېښموکلاوه پرې ولوېدمه
یارمې زیارت زۀ یې ملنګه
خورې ورې زلفې ورتلم پرپرېوتمه
یارمې دزېړوګلوباغ دی
ټولۍ ټولۍ نجونې ورځی ګل بویوینه
یارمې دسروغنمولوکا
سپنه خولګۍ سباناری ورته وروړمه
یارمې دتلوڅپلۍ پۀ پښوکړې
زړګی مې رېږدی اوس بۀ واخلی قدمونه
یارمې دکوچ نغاره وکړه
زړګی مې رېږدی اوس بۀ واخلی قدمونه
یارمې دکوټ زۀ دتیرایم
ربه کوټ وران کړې چې جوړه تیراته ځونه
یارمې دلوړې جنغوزی ؤ
زمانې وچ کړمرګی اورورواچاونه
یارمې دلوړې جنغوزی دی
زۀ پرې وېرېږم څوک بۀ اورورواچوینه
یارمې دللمې زېړی ګل دی
زۀ بۀ شبنم دسپینې خولې پرې تویومه
یارمې دوچې زېړی ګل دی
دخپلواوښکوزۀ لښتی ورتېرومه
یارمې راتلوولاړه نۀ شوم
ربه ماماته کړې پۀ غبرګوزنګنونه
یارمې روان دی نۀ ستنېږی
زۀ ننواتې ورته ځم چې ستون یې کړمه
یارمې سپرېږی روانېږی
پۀ نارنجی مخ مې سېلاب داوښکوځینه
یارمې سپوږمۍ مینه یې لمرده
سپوږمۍ دشپې لمرخوپۀ ورځ راسره وینه
یارمې سرداردقافلې ؤ
پۀ لارویدۀ شوځکه بېرته پاتې شونه
یارمې شهیدشوپۀ غزاکې
چې جنازه یې پرښتې جنت ته وړینه
یارمې طالب مخې ته راغی
داسپینه خولۀ بۀ وظیفه ورله وروړمه
یارمې کابل کابل لرینه
کابل نژدې کړې چې یارشپې لره ورځینه
یارمې کمکوټی مسافردی
داسپنه خولۀ بۀ زۀ سوغات ورله لېږمه
یارمې کوچی ؤ کوچ یې وکړ
مایې خالی انګړته وکړل سلامونه
یارمې کوچی دی کوچ یې وکړ
زۀ یې خالی مېنې ته تل سلام کومه
یارمې لوړوغروته خېژی
دسرشمله یې دسپین غرۀ شمال وهینه
یارمې لۀ ښکې پۀ کوڅه راغی
لکه چهارسال بهاڼ پۀ سوموبازی کړینه
یارمې لۀ مانه مروردی
دډېره غمه لاس ترزنې ناسته یمه
یارمې پۀ جنګ کې ماتې وکړه
پۀ بېګانۍ ورکړې خولۀ پېښېمانه یمه
یارمې مدام پرویالۀ ناست وی
طبعه یې نازکه ده اوبۀ یې خوښې دینه
یارمې مورچل ته روانېږی
زۀ غاړه کۍ ورته پۀ غاړه اچومه
یارمې مورچل کې توره وکړه
همزولې ځکه راته کوښې سموینه
یارمې وړکوټی چلم کښ شو
باغ کې ولاړه تمباکواوبۀ کومه
یارمې هندوزۀ مسلمان یم
دیارلپاره درمسال جاروکومه
یارمې یاری راسره نۀ کړی
سبامې نیت دی چې دصبرسرای له ځمه
یارمې یارۍ نه زیاتی بس کړه
ځکه مې اوښکې پۀ باړخوراځی رودونه
یارمې یوسف لۀ ماجداشو
زۀ زلیخاپیالې دصبرپسې خورمه
یاره اول اخرزۀ ستایم
دومره مې پرېږده چې رخصت واخلم مینه
یاره پۀ خوب کې راحاضرشه
چې ترغرمې پورې خوشاله وګرځمه
یاره دزړۀ منډې راوکړه
دبېلتانۀ سېلوپۀ مخ اخستې یمه
یاره دغم پۀ سېلاب غرق شوم
څو دوصال جاله راځی هلاک بۀ شمه
یاره دکوچ خبرې مه کړه
کۀ تاویل کوچ دی زۀ بۀ مخکې لۀ تانه ځمه
 یاره سبق کې سستی مه کړه
نجونوپېغورراکړ چې یاردې امی شونه
یاره خاطردې پرماګران دی
چې ماپۀ سپینه سینه پرېښودل لاسونه
یاره ګیله مې شوه درباندې
پرنوروخلکودی اخترپرماغمونه
یاره وطن دې راته پرېښود
زۀ بې کینې درپسې کډه ګرزومه
یاره یاری راسره وکړه
دبېلتانۀ دریاب لاهوکړم مړبۀ شمه
یاره یاری دې کړې نۀ وه
دزلزلې پۀ شان دې رېږدی اندامونه
یاره نژدې مې څنګ ته کېنه
چې داخزان وهلی زړۀ مې تازه شینه
یاره یاری دې رسوایی ده
پۀ سره مڼه دې وویشتم رسوادې کړمه
یاری پۀ توروسپین کې نۀ ده
چې زړۀ مین شی سترګې غواړی دیدنونه
یاری پۀ راشه درشه نۀ شی
څوچې ونۀ ځبېښی دسروشونډوسرونه
یاری پۀ عقل فکرنۀ شی
څوچې ازل وهلی نۀ وی قلمونه
یاری خوتاپرې کړه لوی مه شې
کۀ ماپرې کړې وی ژړلی بۀ دې وونه
یاری دجګې پېغلې خوندکړی
ترپلولاندې سړی غلی تېروینه
یاری خوتاکړه ماخونۀ کړه
چې تومت راغی تاپرماکړل منتونه
یاری دجګې پېغلې خوندکړی
لکه ګنی چې بندپۀ بندمزه کوینه
یاری دپېغلې ښه مزه کا
چې پۀ ملاماته شی پۀ څټ خولۀ ورکوینه
یاری دتورهلک مزه کا
تورلونګین دی سرداران یې بویوینه
یاری دزړۀ پۀ مینه کېږی
پېټی خونۀ دی چې پۀ زوریې پۀ شاکړمه
یاری دسپینې تورې واردی
رب دې جمله مسلمانان ترې وساتینه
یاری دسودپرخواکږه شوه
یارمې دهغویاری کړی چې سودیې وینه
یاری دسیال سړی هنردی
مادکم اصلویاری کړه وشرمېدمه
یاری دسیال سړی هنردی
ځان ته بۀ ګوری ستابۀ ډېرعزت کوینه
یاری دسیال سړی پۀ کارده
کم اصل یارپۀ یارۍ بل وشرموینه
یاری دشنې لښتې ګوزاردی
ربه جمله مسلمانان ترې وساتېنه
یاری دنرځلمی مزه کا
دانرښځی پۀ لښکرماتې ګډوینه
یاری دهېچانۀ هېرېږی
بې لۀ هغونه چې پۀ ذات کم اصل وینه
یاری دهسکې پېغلې خوندکړی
چې خولۀ ترې واخلې داراټیټه شی مینه
یاری دې پټه پاتې مه شه
رب دې رسواکه چې تاوان درباندې شمه
یاری دې نۀ کوم ډارېږم
دالرې لرې تماشې بۀ دې کومه
یاری دې وکړه رانه لاړې
لکه ویشتلې مرغۍ ځان ته ناسته یمه
یاری دې وکړه رانه لاړې
لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړی ترې ځینه
یامې مرګی نصیب کړې خدایه
یامرورجانان پخلاکړه چې راځینه
یالۀ اټکه زاڼې راغلې
یاپۀ ټولی دښایستوولګېدمه
یاسرکاری ډاګونه بندشول
یابې وفااشناکاغذنۀ رالېږینه
یامې پۀ خپله سینه خوښ یې
یامې پېرزو پۀ توروخاورویې مینه
یامې تۀ غوټه دګرېوان کړه
یامې اوږۍ کړه چې دې تاولۀ غاړې یمه
یامې خولۀ واخله یامې پرېږده
لۀ موره پټه پۀ بانه راغلې یمه
یامې دځانه سره ځان کړه
یامې دخاوروپۀ لورولېږه چې ځمه
یامې دځانه سره ځان کړه
یامې سورشال کړه چې پرزلفودې پروت یمه
یامې دځان سره یوځای کړه
یامې دسخط پۀ کفانه وکړه مینه
یامې دښې لیلاڅښتن کړه
یامې دعمرپاڼه زېړه کړه چې مرمه
یامې دیاردزلفوبوی دی
یاپۀ دکان دعطارۍ وروختمه
یامې دیارکوڅې ته بوزئ
یامې پانسۍ کړئ چې ازادلۀ غمو شمه
یامې غوټۍ دګرېوانۀ کړه
یامې موندرۍ کړه چې پۀ مخ دې ټال وهینه
یعقوب یې وړی کلکتې ته
ځکه ځوانان نن دمیوندجنګ لره ځینه
یامې نصیب ورسره وکړې
یامې پۀ عرش کې پاڼه زېړه کړې چې مرمه
یکې تنهاپۀ غم کې پروت یم
جانان مې نۀ شته چې همرازراسره شینه
یوبې کسی بل بې قدری شوه
تربې کسی مې بې قدری ډېرژړوینه
یوبېلتانۀ کړم ژوبله ژوبله
بل مې غمازپرزخم ماګې دوړوینه
یوبېلتانۀ پرهارپرهارکړم
بل غمازان ورباندې مالګه دوړوینه
یوچې دبل پۀ تومت رنګ وی
هغه بې ننګ دی چې پرڅنګ ورسره ځینه
یوڅومسرۍ پۀ وینوسرې دی
چې عاشقان ورباندې غم غلطوینه
یوڅومسرۍ دمین بس دی
ډېرې مسرۍ دبې وفاکسانووینه
یوځل مې تاکړې وی پوښتنه
بیابۀ مې پوښتنه چاپۀ ژوندنۀ کړی مینه
یوځل مې بیاتۀ وی لیدلی
بیامې دخپل زړګی وینې وی خوراکونه
یوځل مې ستاشونډې درښکل کړې
بیامې پۀ خولۀ کې وی دزهرولوی غوړپونه
یوځل مې ستامخ وی کتلی
بیامې پۀ سترګوکې ګلونه شوی مینه
یوځل مې ولیدی پۀ سترګو
بیامې وجودپردې دنیانۀ وی مینه
یوځلې بیاپۀ دې لارراشه
زماجانانه چې دې وکړم دیدنونه
یوځلې بېرته مخ راستون کړه
دسپېلنی پۀ شان لوګی درپسې یمه
یوځلې توره لونګۍ وکړه
بیاکۀ شړۍ پۀ سرکوې یاره دې یمه
یوځلې تۀ پۀ خنداراغلی
بیابۀ درقیب دلاسه مړخوشاله یمه
یوځلې تۀ مې خریدارشوی
نوربۀ دخدای پۀ درکې نۀ کوم سوالونه
یوځلې تۀ مې خبرواخله
بیاکۀ پیغام دمرګ راځی خوشاله یمه
یوځلې راشه دلارامه
دسپېلنی پۀ شان لوګی درپسې یمه
یوځلې راشه پۀ خنداشه
زمادزړۀ پۀ پرهارکېږده ملهمونه
یوځلې ستازمانوم یادشوی
بیاکۀ جلاوی زمازړۀ بۀ ډاډه ونه
یوځلې غاړه غړۍ راشه
یوهمزولتیاده بل مین درباندې یمه
یوځلې مخ بېرته راستون کړه
باقی دیدن بۀ دقیامت پۀ ورځ کوونه
یوخواته ننګ بل خواته مرګ دی
مرګ مې قبول دی بې ننګی نۀ قبلومه
یوخودې خولۀ ده غونډه منډه
بل پۀ سینه دې لونګین ټالۍ وهینه
یوخودې زماپېکی میرات کړ
بل راته وایې چې پۀ وراراسره ځنه
یوخومې خدای بل مې رسول دی
دریم مې تۀ پۀ زړۀ نیولی یې مینه
یوخومې دانصیحت واوره
چې لۀ پخلادښمنه ځان ساته مینه
یوخومې دغه سوال قبول که
خولۀ پۀ سلاراکه تالادرپسې یمه
یوخومې زړۀ پۀ غم غلبېل دی
بل مې قسمت پۀ خوب ویدۀ دی نۀ پاڅینه
یودې دی ټیک څلوردې خاله
هریوجلاجلاپرمااورلګوینه
یودې دذاته شونډې سرې دی
بل خودې پاڼ دهندوستان وهلی دینه
یورډ کاتۀ بل مړۀ کاتۀ دی
رډ کاتۀ ښۀ دی مړۀ کاتۀ اورلګوینه
یوزخم نۀ دی چې بۀ جوړشی
هزارزخمونه مې پۀ زړۀ دی وبۀ مرمه
یوکال بۀ نورهم مسافرشم
چې ستادحسن دوران تېرشی رابۀ شمه
یوکال بۀ لرې درنه لاړشم
چې دې دحسن دوران تېرشی رابۀ شمه
یوکال بۀ نوره درته کېنم
پیرخومې نۀ یې چې جنډې بۀ دې ساتمه
یووارې ټینګ پۀ غېږ کې راشه
بېګامې مړپۀ خوب لیدلی یې مینه
یومې بیناسترګې ړندې شوې
بل مې اشنادغم پۀ ډنډ کې غورځوینه
یومې دزړۀ زخم ناسورشو
بل مې دعمرپاڼې نن خزان وهینه
یوخومې خدای زړګوټی خوړین کړ
بل موزیګی راپسې ټک وهل لاسونه
یومې دکلی تومت واخست
بل مې جانان رانه لاس واخست نۀ راځینه
یومې دموروپلارخدای مړۀ کړی
ددنیاګۍ پۀ سریې خاورې ایرې کړمه
یومې غموزړګی راخوړین کړ
بل مې اشنالۀ یارۍ واخسته لاسونه
یومې کتاب زړګی راخوړین کړ
بل کبرجنه نجلۍ خولۀ نۀ راکوینه
یومې لۀ اصله رنګ زېړی ؤ
بل مې جانان پۀ لاس کې راکړل زېړګلونه
یومې نصیب مسافری شوه
بل داشناغمونه اوررالګوینه
یومې هغه سړی دښمن دی
چې دی بۀ پاووی ځان بۀ من حسابوینه
یووارخوماله پۀ غېږ راشه
چې دې پرمخ داسمان ستوری وشمارمه
یووارې داځلې پخلاشه
بیامې توبه ده جنګ بۀ نۀ درسره کړمه
یووارګلاب پرسینه کېږده
چې ستابوی واخلی بیایې زۀ نوبویومه
یووارې راشه دلارامه
دزړۀ لۀ سره مې دوینوځی رودونه
یووارملنک شه پرماراشه
دملنګانولارې چاتړلې دینه
یووارمې ستادیدن پروکړی
بیامې کۀ سترګې کارګان خوری خوشاله یمه
یووارولاړشه بیاراځارشه
پۀ زړۀ ظالمه کنه خدای درکړې یمه
یووارولاړشه بیاراځارشه
تل خوبۀ نۀ وی ستاځوانی زماسوالونه
یووارې بیاپۀ دې لارراشه
چې پرماورانه دنیابیاودانه شینه
یووارې بیاپۀ دې لارراشه
دګلولښتې پۀ دیدن پسې دې مرمه
یووارې بیاپۀ دې لارراشه
پۀ ماتیارۀ ده چې رڼاراباندې شینه
یووارې بیاپۀ دې لارراشه
دزړۀ ارامه پۀ دیدن پسې دې مرمه
یوځلې بیاراته وګوره
چې مې دزړۀ غمونه واړه لرې شینه
یووارې توره لونګۍ وکړه
بیاکۀ شړۍ ترسرکوې یاره دې یمه
یووارې جګه شه خولۀ راکه
زۀ ارمانی ستادخولګۍ راغلی یمه
یووارې خال راته ښکاره کړه
پۀ زړۀ کافرې لېونی درپسې یمه
یوواردې زلفې پۀ لاس راکه
کۀ بیامې بندپۀ زلفوبیایی لاړبۀ شمه
یووارې راشه زمایاره
دسپېلنی پۀ دود مې زړۀ لوګی کومه
یووارې سم پۀ لارې راشه
چې دې دپله خاورې رانجۀ دسترګوکړمه
یووارې غاړه غړۍ راشه
بیادې راپرېږده توریالی چې مړمې کینه
یووارې غاړه غړۍ راشه
شنه پۀ خنداشه دکلو ارمانجن یمه
یووارې لاس پۀ لاس کې راکه
دالاس نیوی بۀ دې ترمرګه یادومه
ېوه ټوټه اسمانه پرېوزه
چې ځای پۀ ځای غمازان ترلاندې شینه
ېوه ځولۍ غم رانه واخله
پرماانبارشول دملاتیرمې ماتوینه
ېوه ذره ځای پۀ کې نۀ شته
زړۀ پیمانه دیارلۀ غمه ګرځومه
ېوه ښاروېوه بلبله
ېوه لابله زۀ یې روغ لېونی کړمه
ېوه کوټه څلوریې کونجه
لیلاهوسۍ شوه اوس نیوی نۀ راکوینه
ېوه دې غونډه منډه خولۀ ده
بل دې خبرې پۀ کنډه تللې دینه
ېوه روپۍ دوه تاویزونه
روپۍ مین کړم تاویزونوپسې ورک کړمه
ېوه ناره چیغه بۀ وکړم
پۀ هغه ورځ چې داشنالۀکلی نه ځمه
ېوه وروستۍ لنډۍ دې داوی
رب دې ددوو مینووکړی دیدنونه
ېوه وعده راسره وکړه
چې دصراط پۀ پله بۀ یوځای سره ځونه
ېوه وعده راسره وکړه
نورې لنډی ماته مه لیکه مینه
ېوه وعده مې درسره ده
نورې لنډۍ تاته نۀ لیکم مینه
یویې کمال بل یې جمال دی
پرمامحال دی چې دځان اشنایې کړمه

ه

هابیل قابیل ؤسره وروڼه
نفس ظالم شوپۀ خپل منځ کې تباه شونه
هاپخوانۍ مینه دې نۀ شته
چې شیرین ځان دې غورځاوۀ ترګړنګونه
هاپخوانۍ مینه دې نۀ شته
یادې زړۀ توردی یادې کلی لمسوینه
هجران جهان پرماتورتم کړ
لۀ ښایسته مخه دې پورته کړل شالونه
هجران ظالم راپسې ګرځی
ماداشناپۀ زلفووخوړل ټالونه
هجران مې زړۀ قلم قلم کړ
ځکه لۀ سترګونه خوناب راتویوینه
هرچاته خپل وطن کشمیردی
ماته کشمیرشول دابې نیازه وطنونه
هرچاته خپل وطن کشمیردی
ماته کشمیردی ننګرهارښکلی ډاګونه
هرچاته خپل وطن کشمیردی
ماته کشمیردی دجانان دوطن غرونه
هرڅۀ پۀ بخت کېږی جانانه
بخت چې کوټه شی عقل هم کډه کوینه
هرڅۀ چې تېرشی هغه هېرشی
کله هېرېږی داشنابدپېغورونه
هرکله راشې دیارغمه
کۀ مې سل نوروی تابۀ پاس پۀ تندی ږدمه
هرناپسنده بۀ دې یوسم
پۀ یارانه کې دې شریک نۀ قبلومه
هره ګړۍ راباندې غم دی
جانانه راشه چې یودم بې غمه شمه
هره ګړۍ راته پۀ یادیې
دخدای دې هېره شم چې تابۀ هېرومه
هسې ناڅاپه مې پۀ زړۀ شوې
داسې ناڅاپه دې خدای راوله مینه
هغه دې هېردی کۀ پۀ یاددی
چې تۀ ولاړوې مادې لاس نیولی ونه
هغه دې هېرکۀ دې پۀ یاددی
چې دکړکۍ شمال پۀ دواړولګېدنه
هغه ساعت بۀ کله راشی
چې دجانان سره مې وشی دیدنونه
هغه ساعت بۀ کله راشی
چې داشناسره برګودرته ځمه
هغه ساعت بۀ لوی قیامت وی
چې زوړسړی پۀ چټه واچوی لاسونه
هغه ساعت داخترورځ ده
چې دڅلوروسترګووشی دیدنونه
هغه ملابۀ هم ارمان کړی
چې زمایارورته کتاب وغوړوینه
هلته بۀ زماپۀ قدرپوه شې
چې سورپالنګ درته ېواځې پاتې شینه
هلته بۀ غږ درباندې وکړم
چې دمصرۍ تورې دې ووینم وارونه
هلته بۀ حال زمامعلوم شی
چې مې لۀ قبره وټکېږی سرۀ ګلونه
هلته دې ویل چې خدای بۀ خیرکړی
اوس راته وایی چې زړۀ صبرکړه مینه
هلک بۀ ولې توره نۀ کا
ترنیمایی مورچله زۀ ورسره ځمه
هلک پۀ شنوخالومین دی
نجونې بدرنګې کړې چې نۀ وهی خالونه
هلک ته سپینې جامې ورکړئ
تورې جامې یې مردکوخوړلې دینه
هلک چې توروی ښۀ ښکارېږی
نجلۍ چې توره شی بنګړی دې خرڅوینه
هلک دباغ لۀ لورې راغی
دشکرسېب پاڼه پۀ خولۀ شونډې ځبېښینه
هلک دې ولې پۀ ژړاکړ
تردربچې دې ورښکاره کړه شنۀ خالونه
هلک مین شورنګ یې زېړشو
موریې زېړی ورپرې کوی چې جوړبۀ شینه
هلک مین شورنګ یې زېړشو
موریې قسم خوری چې زېړۍ تبې کوینه
هلکه بدمې اموخته کړې
چې خولۀ درنۀ کړم مرورګرځې مینه
هلکه پاڅه روانېږه
کاروان تېرېږی تۀ بۀ پاتې شې مینه
هلکه ځان ته غره نۀ شې
کۀ تۀ چناریې زۀ دګلولښته یمه
هلکه خانده خوشالی کړه
سبامې کډې ستاانګړلره درځینه
هلکه خدای دې هلته مل شه
چې تۀ بۀ یویې درچاپېربۀ موزیان وینه
هلکه خدای دې ځوانیمرګ کړه
چې پۀ یارۍ نۀ پوهېدې رسوادې کړمه
هلکه خدای کۀ بۀ خولۀ درکړم
پرسردې نۀ شته دمصرۍ تورې وارونه
هلکه روغ بۀ لېونی شې
کۀ دڅوکۍ مازیګرووینې مینه
هلکه زمالۀ یارۍ واوړه
داتورې زلفې ښاماران وبۀ دې خورینه
هلکه ستادزړۀ لپاره
تلې مې سوځی پۀ غرموولاړه یمه
هلکه لرې راڅخه ګرځه
ستاپۀ یارۍ کې پۀ انګاروکړېدمه
هلکه لوی شې برخوردار شې
رساله دارشې چې بیرغ درپسې وړمه
هلکه مرې کۀ پاتې کېږې
دامې دستوردی نرۍ سترګې تورومه
هلکه نوره یاری بس کړه
پۀ ړنګ اوبنګ پېکی دې اېښی دی لاسونه
هلکه هرنیاز بۀ دې یوسم
پۀ یارانه کې دې شریک نۀ قبلومه
هلکه هلته دخدای مل شه
چې د رخودارو ترخولې وخېژی دودونه
هله رادرومه پښې راواخله
سامې ترنیم بدن راغلې خلاصه شومه
همزولتیاښۀ خوږه مېوه ده
مورمې میره ده مامېوې ته نۀ پرېږدینه
همزولوتل کړئ صحبتونه
پۀ نری ګورکې نۀ دریا شته نۀ ډولونه
همزولولاس موسره ورکړئ
بېلتون رټلی اشنابیالۀ ملکه ځینه
همزولې ټولې مې وادۀ کړې
ماوادۀ مه کړې دټولګۍ سرداره یمه
همزولې ټول راته پېغورکا
چې یارمې نۀ شته عمرخوشې تېرومه
همزولی یار دچامړمه کړې
همزولی یاردزړګی ولې پرېکوینه
همېش مې تۀ پۀ زړګی ګرځې
فکردې زۀ لۀ بله فکره وېستمه
هنداره څله مخ ته نیسی
زماپۀ ځوانۍ دې یاره اورولګاونه
هېڅ مناسب درسره نۀ دی
چې پۀ ویدومې پۀ خولګۍ وهې لاسونه
هېڅ مناسب درسره نۀ دی
چې خوږ اشنادې بېنوالۀ دره ځینه
هېڅ یې پۀ ویلوزۀ پوه نۀ کړم
لۀ تورټیکری لاندې یې وچیچل غاښونه
هېربۀ مې نۀ شې خپله یاره
کۀ داسمان ترسیوری ډېرتېرشی کلونه
هیکل خوښۀ دی پۀ نامۀ دی
بده اوږۍ ده پرسینه ږدی پرهارونه
هیکل دسرپۀ سینه کېږده
تیارۀ ماښام بۀ پرمالوړمازیګرکېنه
هلک مین دی رنګ یې زېړدی
نۀ دشپې خوب کانۀ دورځې روزګارونه
هلکه ځه ډېرپۀ نخروځه
پۀ لویوغروځه چې شملې دې بادوهینه
همزولوننګ راسره وکړئ
څوکۍ ته خېژم ښکلی یارراکوزومه

و

واربۀ دې تېرشی زېړه ګله
چېرې بۀ بیاپسرلی سپړی زېړګلونه
واربۀ دې تېرشی زېړه ګله
بیابۀ بلبل پۀ ویرارمان فریاد کوینه
وارخطامه اوسه جانانه
دوارخطاپرځای دې زۀ ولاړه یمه
وارمې دتوروزلفوتېرشو
اوس مې پۀ توروزلفو نۀ نښلی بازونه
واروفرصت عنقامرغۀ دی
عنقادې نښتی دی پۀ دام اوس درڅخه ځمه
واړه تاثیردزمانې دی
ځکه مې یارپۀ ساعت دوې ژبې لرینه
واړه دروغ دی رښتیانۀ دی
بې لۀ مجنونه چې څوک دعوادعشق کوینه
والله بالله کۀ بۀ خولۀ درکړم
څودوطن ددښمن رانۀ وړې سرونه
والله بالله کۀ بۀ دې پرېږدم
څودې پرسپینه غاړه تاونۀ کړم لاسونه
والۍ دغوږ پېزوان دپوزې
دواړه خوځېږی تاته کړی اشارتونه
واوړه دیارڅخه مې واوړه
نن مې ګیله ده سباجنګ درسره کړمه
وبېلتانۀ ته مې سلام دی
مادې دخپل اشنانه نۀ جلاکوینه
وتاته چاویل مین شه
پرسپینه ږېره دې پرمخ اوښکې راځینه
وجود مې ټول موړې موړې شو
شادلستوڼی پۀ موړووهلې یمه
وجود مې ټول پۀ خاوروپټ کړئ
چې جانان نۀ شته سترګې چاته واړومه
وجود مې ټول لۀ اغزوډک شو
بیابۀ کم اصل ګل ته نۀ وروړم لاسونه
وخت دبهاروطن ګلذاردی
پرماانګاردی چې لۀ یاره جدایمه
وخت مازیګردی ښېرې مه کړه
تۀ بۀ دمینې ښېرې کړې رښتیابۀ شینه
وختنۍ مینه دې اوس نۀ شته
لکه دبڼ بلبل شوربۀ دې کاونه
ودې لیدم چې ټس مې درکړ
تۀ مې مین کړې زۀ کراره کېناستمه
ودې ویشتم پورته دې نۀ کړم
خلک ویشتلی مرغۀ خپل پورته کوینه
ودې ویشتم روغه دې نۀ کړم
څوک چې ویشتل کاداروسم ورسره وړینه
وربل زمادی چې پاچادی
ستاپۀ وربل دغڼوځالې جوړې دینه
وربل دې بیاپۀ کوچوغوړکړ
لکه دوربین دپرنګی برېښناکوینه
وربل دې ونیوې ورېځی
پۀ سپنکی مخ باندې دې اوری بارانونه
ورځ بۀ پۀ ماتوره تیارۀ کړی
چې لیلابیاپۀ رنجوسترګې توروینه
ورځ پۀ قیامت بۀ یې مخ توروی
چې دقلم پۀ شانې دوې ژبې لرینه
ورځ بۀ پۀ ماتپه تیارۀ کړی
چې پۀ کجلولیلاسترګې توروینه
ورځه ورځه مخ ته دې ښۀ شه
ماته ګړۍ پۀ ګړۍ مه وایه چې ځمه
ورځه ورځه تردکن تېرشه
زۀ پرمخ تورې زلفې تالره ساتمه
ورځه ورځه ښې بۀ یې خوندی کړم
داشربتی شونډې مې تاځبېښلې دینه
ورځه ورځه پۀ کارمې نۀ یې
دومره مین درباندې نۀ یم چې مړشمه
ورشه بې غم اشناته وایه
پۀ غم کې ډوب اشنادې ډېرډېریادوینه
ورشه پۀ زوره ورته وایه
هلک مین دی خون بۀ یې ستاپۀ غاړه شینه
ورشه خبریې راته راوړه
چې مې جانان ناستی دچاسره کوینه
ورشه خبرمې ورته یوسه
ملهم دسروشونډوراواستوه چې مرمه
ورشه خفه جانان ته وایه
یاردې ستالۀ غمه ډېرژړلی دینه
ورشه دیارخبردې واخله
پۀ غرموپروت دی لۀ خولې وینې تووینه
ورشه دیارخبردې واخله
چې بې دیدنه دې ساتۀ لېونی شونه
ورشه دیارخبردې واخله
پۀ ډېران ناست دی پرسرخاورې بادوینه
ورشه لۀ بلخه دنیاراوړه
پۀ کورنۍ دنیامې پلارنۀ درکوینه
ورشه لۀ کوره بالښت راوړه
مړوندمې خپل دی نوریې نۀ درلاندې ږدمه
ورشئ پرموریې زېری وکړئ
کم عقله لوردې لۀ یارۍ اخلی لاسونه
ورشئ جانان راته خبرکړئ
دبېلتانۀ پۀ سفرځم پاتې بۀ شینه
ورک شې بېلتونه مخ دې تورشه
شاړشوۀ باغونه رژوې سمسورګلونه
ورک شې بېلتونه غم زرغونه
سوی داغونه راکوې ستی دې کړمه
ورکه یاری ورک یې بېلتون کړې
اول ماورک کړې چې پۀ تامینېدمه
ورورخومې شته بې وروره نۀ یم
کۀ مې ننګ نۀ ساتی خپل وروربۀ مې ساتینه
وروره ترتورټوپک دې ځارشم
دادکونداغ ځونډی دې خورجوړکړی دینه
وروریې غزاله پۀ غورځنګ ځی
خوریې چاړۀ پۀ باټ وهی ورسره ځینه
ورونه دمرګ پۀ خوب ویدۀ دی
پرنیمه شپه مې غمازان ازاروینه
وروځې لندۍ باڼۀ دې غشی
باړخودګل کجک دې وښتی غورځوینه
وروځې لندۍ باڼۀ دې غشی
زماپۀ زړۀ باندې دې وکړل ګوزارونه
وړاندې سینې ته لاس راتېرکړه
پۀ لاس بۀ درشی سرې مڼی پاستۀ سرونه
وړانګوپلومخې ته ونیو
دحسن وېش دې محبت راتویوینه
وړوکې وازګې مې اوبۀ شوې
نوره مې څله کړوې پۀ سرۀ اورونه
وړوکی نۀ یې چې شرمېږې
مورته یې وایه چې پۀ لوردې مین یمه
وړوکی ماپۀ یارۍ پوه کړې
اوس راته وایی چې زماومنه سوالونه
وړوکې صبردې پۀ خدای شه
پۀ هغه ګل چې نازېدې دنوروشونه
وړوکی یاردې چامړمه کړې
وړوکی یارسړی دبرمه غورځوینه
وړه دې ورکړم لویه نۀ شومه
زماازاردې دریبارپۀ غاړه شینه
وړه نجلۍ پۀ یاری پوه شوه
لکه لړم پۀ دېوالوخولې لګوینه
وړه نجلۍ چې شونډې سرې کړی
لکه دډداګ رېدی چې وسپړی ګلونه
وړه نجلۍ ملالې سترګې
دې تورپېکی یې پۀ مااورولګاونه
وړه وړه شې لویه مه شې
ترلوېدوپورې بۀ وران کړې مالتونه
وړې لیلوښایسته سهاردی
شمال لګېږی نرۍ پاڼې خوځوینه
وړې نجلۍ یاری شروع کړه
ځکه زېړۍ تبې پۀ اوړی منی کړینه
وس مې پۀ هېچانۀ رسېږی
ظلم پرخپل زړګوټی کړم بدرنګه شومه
وښی بنګړی ددنیادوددی
زۀ لۀ نېستمن اشنانه نۀ غواړم دودونه
وصال بۀ خونددرله درنۀ کا
څودهجران پۀ لمبووریت نۀ شې مینه
وصال بۀ نن سباپاچاشی
پۀ بېلتانۀ پسې بۀ وباسی فوځونه
وصال پاچاشوتخت ته خېژی
بېلتون زینه ورته دشګوجوړوینه
وصال جنت بېلتون دوزخ دی
زۀ ددوزخ سختی جنت له تېرومه
وصال دبرق پۀ شان تېرېږی
بېلتون دعمره سره وکړل قسمونه
وصال مې کوچ کړی روانېږی
ځکه نوبت دبېلتانۀ راغی مینه
وطن ارامه ارامی شوه
چې پښتنوځلمیوکېښودل سرونه
وطن بۀ پرېږدم ترې بۀ لاړشم
نصیب پرېښوی نۀ شم سم راسره ځینه
وطن بۀ ټول پۀ وینورنګ کړم
کۀ دزخمی زړګی نه پورته کړم لاسونه
وطن بۀ ستالۀ لاسه پرېږدم
چې دې دحسن دوران تېرشی رابۀ شمه
وطن خوتاړنګ کړ ملالې
پۀ سرولاسوچې ګرځېدی پرلوړبامونه
وطن دزېړوګلوباغ دی
ماکبرجنې ورته شاکړه اوس ترې ځمه
وطن دشاتونه شیرین دی
مادنېستی لۀ لاسه پرېښودترېنه ځمه
وطن دیارپۀ سترګوخوږ دی
چې یاریې نۀ وی څۀ وطن څۀ بې وطنه
وطن دې ستاوی پۀ کې اوسه
موږ مسافردبل وطن سبابۀ ځونه
وطن دې ستاوی تۀ پرې اوسه
ستادښایست بهارچې تېرشی رابۀ شینه
وطن زمادتن جامه ده
دتن جامه بۀ لکه ګل غوندې ساتمه
وطن زمادپلارباغچه ده
چې ښې خوږې خوږې مېوې ورځنې خورمه
وطن کشمیرخدای پرې امیرکړم
نېستۍ فقیرکړم پۀ ژړابۀ ځنې ځمه
وطن کشمیردی نۀ پرېښودشی
مادجانان لپاره پرېښودې وطنه
وطن کشمیرزۀ پۀ کې بندیم
دادځوانۍ عمرپۀ بندکې تېرومه
وطن له ژرراشه جانانه
دبېلوشویوپۀ زړۀ ډېردی ارمانونه
وطن لۀ مانه پاتې کېږی
پۀ ناکامۍ لکه مرغۍ ترې والوتمه
وطن لۀ موروپلاره ګران دی
ژوندی دپلارمړی بۀ ځمکې له ورځمه
وطن مې بڼ دی دسروګلو
زۀ یې بلبل دګل پربڼ نارې وهمه
وطن مې تاته درمیراث کړ
پۀ میراثی مېنومې ته کره ګلونه
وطن مې ستالۀ لاسه پرېښود
خلک بۀ وایی دنېستۍ لۀ لاسه ځینه
وطنه زېری مې درباتدې
ټول پښتانۀ دې پۀ نامۀ سرورکوینه
وطنه ستاپۀ مینه مست یم
کۀ ستا پۀ مینه مې سرځی لویی پرې کړمه
وطنه وران رامعلومېږې
نۀ دیارغږ شته نۀ یې بوی راله راځینه
وعده خلاف جانان رانۀ غی
وعده ېوه ورځ ږدی پۀ کې تېر کړی کلونه
وعده دې کېښوده رانغلې
وعده خلافه یاره بیابۀ سباشینه
وفادې لرې کړه جانانه
غم دې زمادلارې مل کړچې تل وینه
لاړشه پۀ پورې خواکې کېنه
دمازیګرسیوری بۀ دروړی سلامونه
ولاړه اوسه چې دې ګورم
چادې صفت راته کاوۀ راغلی یمه
ولاړه یم ولاړه بۀ نۀ شم
څودې دزړۀ پۀ رنځ اخته نۀ کړم مینه
ولاړه یم لاړه بۀ نۀ شم
تابۀ دزړۀ پۀ سرزخمی کړم بیابۀ ځمه
ولاړه یم لارې دې ګورم
کله بۀ راشې چې دې بیادیدن وکړمه
ولاړېدی نۀ شم عالمه
تاوکړی غشی یې پۀ پښوویشتلی یمه
ولوی دریاب ته دې لاهوکړم
لاس دې رانۀ کړدماهی خوراک دې کړمه
ولې بۀ توردکن ته نۀ ځی
دعاشقانوسفرتوردکن ته وینه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
ماته یې پۀ سپینه خولۀ جانان ویلی دینه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
چې نارنجی شال یې پرسراوبوته ځینه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
اشنازمالۀ غېږې ځی ماژړوینه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
پۀ سره غرمه مې جانان کډې باروینه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
یومې یاربایلودبل مې یووړل تومتونه
ولې بۀ نۀ ژاړم تالاشوم
چې مې جانان دبل پۀ ځای کې مېشته شونه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
ساتلی یارمې رانه نن سباته ځینه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
پریارمې خاورې اړوی ولاړه یمه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
جانان مې ګل دپسرلی خاورې بۀ شینه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
چې تور وربل مې ورانوی ژړاراځینه
ولې بۀ نۀ ژاړم تالا شوم
پۀ زېړوګلومې خزان ولګېدنه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
چې زوړ سړی مې دوصال تمه کوینه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
وړوکی یارمې لویاوۀ لېونی شونه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
ګل مې تازه ؤ اوس خزان رامړاوی کنه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
دپېښورپۀ نیمګزی یې څڼې دینه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
دهندوکښ ترواوروسپین لری غاښونه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
توریې وربل مخ یې دګل باړخولالونه
ولې بۀ زۀ ورپسې نۀ مرم
چې زنګالی شال یې پرسراوبوته ځینه
ولې پۀ ځیرځیرراته ګورې
لکه چې نن دې پۀ ماخوارمینه راځینه
ولې دلګیرولاړ یې یاره
راشه پۀ سپینه سینه واچوه لاسونه
ولې دلګیرولاړیې یاره
دلګیره زۀ یم چې دپلارلۀ کوره ځمه
ولې دلګیرولاړیې یاره
خدای بۀ اسان کړی ددنیامشکل کارونه
ولې دې بدراسره وکړل
مادې دنازګلان پۀ نیاز کرلی دینه
ولې دې بدراسره وکړل
زماپۀ دنیاکې تمه وه چې یارلرمه
ولې دې بدراسره وکړل
ماپۀ نجلتوب کې پرتااېښی ؤ لاسونه
ولې دې بدراسره وکړل
زۀ پۀ ځوانانوکې پۀ تامینه ومه
ولې دې بله ډېوه مړه کړه
پرسودمینه یاره تېل بۀ ماراوړی ونه
ولې دې سرپۀ زنګنوکړ
کۀ نازولې مې ساتې درسره ځمه
ولې دې شولې نۀ کرلې
سږنی کال مې دوادۀ ؤتېربۀ شینه
ولې دې مینه شوه اوس کمه
پۀ یارانه مې اوس چاپېښمانه کړې مینه
ولې مې مخ ته رڼانیسې
نېستۍ زماپۀ ځوانۍ اورولګاونه
ولې مې نۀ وړې اباسینه
ترشودو سپینه دې پرسرروانه یمه
وماته مه قهرېږه ترورې
پرتاتېرشوی پرمااوس راغلی دینه
ویشتل کوې طبیبه نۀ یې
څوک چې ویشتل کړی ملهم جېب کې ګرځوینه
ویشتلی مایې روغ بۀ نۀ شې
کۀ تربونېره پورې وکړې زیارتونه
وېښتۀ یې اورباندې کاږۀ شول
ځکه یې زلفې پۀ رخسارتاوشوې دینه
واک دخولګۍ بۀ یارته ورکړم
چې پۀ سفرکې بیاونۀ کړی ارمانونه
واورې ورېږی زړۀ مې لوېږی
چې خوږ اشنابۀ مې پۀ کومه ځمکه ځینه
وخت دځوانۍ مې نیمه خواشو
یاربې وفاشوارمانی بۀ ګورته ځمه
ورځه ورځه پرلیلاشپه کړه
لیلا جوړکړی داتلسوبالښتونه
ورځه ورځه مخ ته دې ښۀ شه
بیادقیامت پۀ ورځ بۀ وکړودیدنونه
وروځې لندۍ باڼۀ دې غشی
ډېریې پۀ تاوخوشې کوې زخمی دې کړمه
وروستی دیدن راسره وکړه
چې پۀ ارمان قبرته ولاړنۀ شم مینه
وطن خوتاظالمې خوارکړ
چې پۀ باموراښکاروې سپین مړوندونه
ولې بۀ نۀ ژاړم عالمه
چې کمکی یارمې لویاوۀ لېونۍ شومه
ولې لۀ مانه لرې ګرځې
مادې دمینې ګل پۀ زړۀ کرلی دینه