دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

په ځانکاری ( اتوماتیک )ډول دXP وینډوز نصبول

   
تاسو به په کمپیوټر کې د XPوینډوز د نصبولو په وخت کې لیدلی وی چې ستاسو څخه د کمپیوټر د نوم، د Admin د شفر (پاسورډ)، سریال نمبر او نورې داسې ډیرې پوښتنې شوې وی او دې کار به ستاسو ډیر وخت هم نیولی وی تر څو د کمپیوټر سره نږدې کښینئ او دا ډول پوښتنو ته ځواب ووایئ تر څو ستاسو په کمپیوټر کې وینډوز نصب شی. د دې له پاره تاسو باید د XP وینډوز Support د فولډر د اوزارو څخه کار واخلئ چې د یو Cab د فایل څخه کار اخستل کیږی ترڅو په ځانکاری ډول وینډوز نصب کړی نو په لاندې ډول عمل وکړئ:
١. د XP په سی ډی کې لاندې ځای ته لاړ شئ:

Support\tools\
٢. د deploy.cab فایل په zip magic یا winzip کې پیل (Open) کړئ وروسته د setupmgr.exe فایل ورڅخه یو ځای ته کاپی کړئ.

٣. په setupmgr.exe باندې ټک (click) وکړئ ورپسې په Next ټک وکړئ بیا لاندې ټاکنه وټاکئ او په Next ټک وکړئ:
Create a new answer file

٤. دلته باید د windows unattended installation ټاکنه ټاکل شوې وی چې بیا په Next ټک وکړئ.
٥. په دې ځای کې د وینډوز ډول ټاکو چې موږ Window XP Professional ټاکو او بیا په Next ټک کوو.

٦. Fully automated وټاکئ او په Next ټک وکړئ.
٧. په دې ځای کې به Distribution Folder پوښتنه راڅرګنده شی تاسو به لاندې ټاکنه ورڅخه وټاکئ:
No, this answer file will be used to install from a CD
٨. په دې ځای کې د I accept the terms of the License Agreement په نښه کړی او بیا په Next ټک وکړئ.
٩. اوس داسې یوه پاڼه ګورو چې ټاکنې یې تشې دی چې د وینډوز د نصبولو په وخت کې زموږ څخه پوښتل کیږی، نو د دې تشو ځایونو په ډکولو پیل وکړئ او سم معلومات ورکړئ.

١٠. کله چې مو ټول معلومات ورکړل په Finish باندې ټک کوئ ترڅو د UNATTEND.TXT فایل جوړ شی چې دا فایل پیل کړی او د WINNT.SIF په نوم یې په یو ډسکیټ کې خوندی (Save as...) کړئ.

١١. د File د مینو څخه Exit وټاکئ.
١٢. اوس دا فایل د وینډوز د نصبولو له پاره چمتو دی خو مخکې له دې چې د وینډوز په نصبولو پیل وکړئ دا فایل په NOTEPAD کې پیل او یو ځل یې وګورئ کیدای شی چې تاسود فایل سیستم NTFS ته واړوئ .

١٣. اوس کمپیوټر د سی ډی څخه پیل کړئ او ډسکیټ په فلاپې ډرایو کې کیږدئ نو وینډوز به په ځانګاری ډول نصب شی.

د کیمپوتر په شروع کولو کی د پراگرامونو بند وال

 

کله چی مونک کیمپوتر خلاص کرو نو اول دفه کی داسی پروگرامونه خداص شی چی مونک  ته په کار هم نه وی

او کیمپوتر دیر سیست هم کری نو له دغه بندوالو لپاره باید دغه طریقه نه کار واخلو اول باید په RUN پرواگرام کی ورته

ولیکو چی MSCONFIG او بیا یی انتر کرو نو لاندی جدول به خلاص شی  

 

نو په دغه به په STARTUP باندی کیلک وکری او هغه پروگرامونه چی د اول وار کی خلاصیکی هغه د ان چیک په واسطه کولای

شی چی بند یی کری او کیمپوتر به بند شی او کله چی بیرته چلان شی نو هغه پروگرامونه چی مخکی چلان کیدل هغه به بند وی او د مونک کیمپوتر سپید به هم دغه سره شه شی

USB Port بندول - د وائرس مخنیوی

په زیاترو دفترونو او NetCafe کې زیات خلک داسی دی چې د USB له لاری کمپیوټر ته وائرس او یا داسی Data راوړی چې زمونږ کمپیوټر پری پریشانه کیږی. خو خفه کیږی مه زه به یې علاج دروښایم یعنی تاسو کولې شی چې خپل د USB Port بند کړی او بیا چې هر څوک USB ورکوی نو کار به نه کوی......
Start بټن باندی کلیک وکړی او Run وټاکې هلته Regedit ولیکې او انټر بټن ته فشار وکړی.
بیا په لاندی لار ورشی.
HKEY_LOCAL_MACHINE\SYSTEM\CurrentControlSet\Servic es\UsbStor

په Start فائل باندی دوه کلیکونه وکړی هلته به Value Data په ځای کې 3 لیکل شوی وی د 3 معنی دلته دا چې ستاسو USB پورټ فعاله دی.


اوس که چیری غواړی خپل USB پورت غیر فعاله کړی نو د 3 په ځای 4 ولیکې.
او که چیری غواړی USB Port بیرته فعاله کړی نو بیا همدلته ځان راورسوی او د 4 په ځای 3 ولیکی OK کړی. ستاسو USB Port به بیرته فعاله شی.