دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۷ برخه

 

عابده

رابندرنات ټېګور/بنګال کله چی زما شهرت خپل اوج ته ورسېد او زما نوم د ادبی جریدو په سرلیکونو کی ولیکل شو نو ما د دې ادبی رقابت له وېری په یو داسی ګوښه ځاى کی د اوسېدو اراده وکړه چی هلته زه خپله هستی او د هغې بې شمېره غمونه بیخی له یاده وباسم، له کلکتې څخه څو میله لیری په یو کلی کی زما کور دى، هلته زه په پوره مانا ارام ژوند تېرولاى شم، د دې کلی اوسېدونکى تر اوسه پوری زما په اړه کومی نتیجې ته نه دی رسېدلی، د هغوئ په نزد زه نه د سیل شوقی یم او نه هم داسی میله بازه یم، هغوئ ما دروېش هم نه بولی، زما او د هغوئ تر منځ چی کومه څه نا څه اشنایی شته هغه هغوئ له دې خیال څخه همېشه لیری ساتی، له دې پرته هغوئ ما مساپر هم نه بولی په داسی حال کی چی زه له ازله ګښته یم، زه په کروندو کی اکثره بې مقصده ګرځم خو هغوئ یوازی دومره پوهیږی چی زه جره یم هغه هم په دې خاطر چی هغوئ له ما سره هیڅ کله زما کوچنیان نه دی لیدلی، داچی هغوئ زما په اړه په انسان یا حیوان شمېرلو کی پاته راغلی دی نو له دې امله یې زه پر خپل حال پرې ایښى یم ځکه نو زه په خپله دنیا کی یوازی اوسم.خو زه اوس په دې پوه شوم چی په دې ټول کلی کی یوازی یوه هستی داسی شته چی هغه له ما سره دلچسپی لری، ما له هغې سره د جولایی د میاشتی په یوه غرمه کی ولیدل، له سهاره څخه باران اورېدى او فضا تر اوسه پوری داسی نمجنه پاته وه لکه له اوښکو وروسته چی لیمه.زه مست ناست وم د رود په غاړه کی د څرېدونکو غواوو ننداره می کول، د غرمې سور لمر پر مځکه باندی د خپلو وړانګو جال غوړاوه، د لمر دې ساده رڼا چاپېریال له معصومانه جذباتو څخه ډک کړى و، ما چی هغه ته کتل نو په زړه کی خیال را پیدا شو چی کشکی انسان د دې لباسونو پر ځاى د فطرتی سنګار پیروی کولاى، له دې څخه به نه یوازی دا چی د خیاطۍ پیسې به سپمېدلاى بلکی زموږ له بدن سره به د هوا هغه موسیقی لګېدلاى چی د هغې له امله به زموږ رنګ د مصنوعی لباسونو په نسبت ښه ښکارېدلاى.په همدې شیبه کی چی زه په خیالونو کی ډوب وم یوه پخه ښځه راغله ماته یې سجده وکړه او تندى یې پر مځکه وسولاوه، هغې په خپلی لمن کی د ګلونو غونچې را اخیستی وې، هغې په ډېر درناوی په داسی حال کی چی لاسونه یې یو ځاى نیولی وو د ګلونو یو غونچه ماته راکړه او ویې ویل:
"
دیوتا دا ستا نذر دى"هغې دومره وویل او لاړه داچی زه په یو فکر کی ډوب وم ځکه نو د هغې د تلو احساس راته ونشو، که څه هم دا یوه عادی پېښه وه خو زما پر زړه یې ژور اثر وکړ، ما یو ځل بیا څرېدونکو غواوو ته وکتل هغوئ اوږدې، اوږدې ساوی اخیستې، په شنو ورشوګانو کی پورته کښته کېدې او مچان یې په ساه باندی شړل، دې منظر زما د سترګو په وړاندی یو مرموز صورت اختیاراوه، لوستونکی ښایی زما پر دې کم عقلی باندی وخاندی خو زه دا وایم چی زما زړه له صفت او ثنا څخه ډک و، بیا په همدې مهال ما د آم له ونی څخه یو شین ښاخ را پرې کړ او غواوو ته می په خپل لاس ور واچوه.او ما دا خوښی محسوسه کړه لکه ما چی خپل خداى خوشحاله کړى وی.په دویم کال چی زه کلی ته بېرته راغلم نو د فروری میاشت وه، یخ لا تر اوسه نه و وتلى، سهار مهال چی د لمر وړانګی زما کوټې ته راغلې نو ما د هغوئ له تودوخی مننه وکړه، زه په لیکلو بوخت وم چی زما نوکر کوټې ته راغى او ویې ویل:د "وشنومت" یوه عابده غواړی چی له تا سره ووینی، ما په بې پروایی سره ورته وویل: چی پورته یې راوله او بېرته په لیکلو بوخت شوم، لږ ورسته عابده دننه راغله او ټیټه شوه زما قدمونو ته یې لاس وروړى، دا هغه ښځه وه چی ما یو کال وړاندی څو شیبې ورسره لیدلی و، اوس ما کولاى شو ل چی هغه بیخی له نژدې څخه مطالعه کړم، هغه د عمر له هغې برخی څخه اوښتې وه چی یو نارینه یې پوښتنه وکړی چی ښځه ښایسته ده که بد رنګه؟ هغه په قد لوړه وه او غښتلې وه خو د هغې ملا د ډېر ریاضت له امله کړوپه شوې وه، تر دې ټولو د پاملرنی وړ د هغې دوې سترګی وې، په هغو کی ډېر کشش موجود و، کله چی هغه را ننوته نو د هغې دې دوو سترګو ماته ټکان راکړ.
"
دیوتا!" هغې وویل:
"
ایا د هغو ګڼو ونو سورى زموږ د لیدو لپاره مناسب ځاى نه و چی تا زه خپل تخت ته را وغوښتم؟"هغې زه به باغ کی د ګرځېدو په مهال لیدلى وم خو ما هغه نه وه لیدلې، دا څو ورځی کېدې چی ماته زکام راپوری شوى و ځکه نو زه له کوره دباندی نه وم وتلى بس د خپلی بالاخانې څخه می د شنه ژوندی اسمان سیل کاوه.تر لنډی چوپتیا وروسته هغې بیا وویل:
"
دیوتا! زه ستا قدم ښکلولو ته راغلې یم"زه چوپ وم، تر تلو وړاندی هغه بیا زما پر پښو را پرېوته او هغه یې ښکل کړې خو هغه نا کراره وه ځکه چی زما پښې پټی وې خو د هغې زړه و چی لوڅی یې ووینی.په دویمه ورځ سهار زه له کوټې څخه راووتم او په بالاخانه کی کښېناستم، د ونو له قطار څخه چپ لور ته ما یوازی د کلی خوپناکه منظره لیدله، په هغه سهار دا ویل ناشونی و چی لمر را ختلى دى که نه؟ هر لور ته خوپ و، ما لیری ولیدل چی هغه ښځه له خوپ څخه داسی را ښکاره شوه لکه له توری شپې څخه چی د شفق رڼا راپورته کیږی، هغې د دیوتا په وړاندی یو خوندور منتر زمزمه کاوه.بیا چی کله خوپ لیری شو او د لمر سترګه د اسمان پر نیمایی باندی وځلېده نو زه د څه لیکلو لپاره پر مېز باندی کښېناستم چی له ځینو څخه می د چا د قدمونو ښکالو تر غوږ شوه او عابده په داسی حال کی چی یوه نغمه یې پورته کړې وه کوټې ته را دننه شوه، هغه ماته ټیټه شوه، ما د کاغذونو له بستې څخه سر راپورته کړ.
"
دیوتا! ما پرون ډېر پاک او سپېڅلی خواړه وخوړل، هغه ډېر مقدس وو ځکه چی ستا مقدسو لاسو هغه لمس کړی وو"ما تکان وخوړ او و می پوښتل چی هغې څنګه له ما څخه پاته شوی خواړه تر لاسه کړی دی؟ هغې وویل:
"
زه ماښام له وره سره په تمه وم چی کله ستا نوکر لوښی بیرته را اخیستی وو نو ما له هغه څخه یوڅه خواړه واخیستل"د دې په اورېدو زه ډېر حیران شوم ځکه د کلی هر کس خبر و چی ما ډېر وخت په اروپا کی تېر کړى دى او له اروپایانو سره می خوړل څښل کړی دی، هغوئ له ما څخه ډډه کول. عابدې په اریانۍ سره وویل:
"
چی زه ستا پاته شونی و نه خورم نو دلته می د راتلو ګټه څه ده، دیوتا؟"زه چوپ وم، هغه زما له حیرته څخه ډېره متاثره شوه او ورو پورته شوه لاړه.ما څه وخت وروسته څرګنده کړه چی عابده له ډېری درنې کورنۍ څخه ده او د هغې مور ډېره ښه ښځه وه هغې دا د "درمسار" له خدمتګارۍ څخه منع کړه خو دې خپله د ځان لپاره دا ژوند غوره کړ، ما له هغې څخه وپوښتل چی هغه ژوند څنګه تېگگروی؟ هغې ماته وویل چی زما پیروانو ماته یوه ټوټه مځکه راکړې ده او ډوډۍ د څو ورونو له ټکولو څخه پیدا کوم، زما ټینګه هیله وه چی له هغې څخه دا وپوښتم چی هغې واده کړى دى کنه؟ خو هغې کله په اشاره هم د دې یادونه ونه کړه ځکه نو ما له هغې څخه دا ډول پوښتنه ونشواى کړاى.ما د هغې په اړه دا مالومات هم تر لاسه کړ چی لوړ ذاتی خلک د هغې درناوى نه کوی، له هغه ورسته چی عابده بیا راغله نو هغې زه په مطالعه کی ډوب ولیدم.
"
دیوتا، زه چی هر وخت راشم، ته په لیکلو او لوستلو بوخت یې"ما ورته وویل:
"
خداى(ج) خپل اوزګار بندګان بوخت ساتی، که نه نو هغوئ خامخا بدو ته مخه کوی"عابدې ماته وویل: "چی کله زه ستا لیدو ته راځم نو نوکر ما خامخ دننه نه راپرېږدی، کله چی زه ستا لمانځنه کوم نوستا پښې همېشه په جرابو پټی وی او کله چی زه له تا سره خبری کوم نو ته هر وخت په فکرونو کی ډوب یې، له دې ځلی د تلو په وخت هغې لاسونه په خواست سره ونیول او ویی ویل:
"
دیوتا، نن سهار ما ستا پښې پر خپله سینه باندی محسوسی کړې، اه! څومره سړې وې خو وې لوڅی، دا رنګه په جرابو کی پټی نه وې، ما له وخته د دوئ لمانځنه کول ځکه زما ټوله هستی ور څخه اباده شوه"په هغه ماښام چی عابدې خپل ژوند راته بیانوه ستوری ورو، ورو له خوبه ویښ شول او د ونو شاته ښکارېدل چی په تیاره کی یې سترګکونه وهل، هغه د خپلی کیسې پاى ته په رسېدو وه.
"
زما مېړه ډېر ساده دى خو زه یې په دې ساده توب کی هم یوه ښېګڼه وینم، زموږ د واده مخکی زما او زما د مېړه مور او پلار مړه شوی وو، زما مېړه همیشه دا هیله لرلې چی یو څوک پر هغه باندی حکومت وکړی، او زه په دې ډېر شرم محوسوم چی هغه ما تر ځان لوړه بولی او زه په دې هم ښه پوهېږم چی هغه تر هرڅه ما ښه بولی په داسی حال کی چی هغه په خبرو کی تر ما ډېر ښه دى، هغه پخپله دونیا کی تر هر چا زما ډېر عزت کاوه، یوازی عزت هم نه بلکی مینه هم او داسی مینه چی په دنیا کی ډېره کمه لیدل شوې ده، "ګورو ټهاکر" زما تر مېړه کشر و، اه! هغه څومره ښکلى و، زما سړی او هغه په کوچنیوالی کی یو ځاى لوبی کولې او له هغه وخته څخه ده خپل روح او زړه د کوجنیوالی د دې دوست په خدمت کی وقف کړی وو، ټهاکر پوهېدى چی زما سړى څومره ساده دى ځکه به یې پر هغه هر وخت پسخند واهه، هغه او د هغه ملګرو به د ساعتېری لپاره پر هغه ټوکی کولې خو هغه به چار او ناچاره برداشتولې، چی زه واده شوم ګرو ټهاکر په بنارس کی درس وایه او د هغه خرڅ زما مېړه له جېبه ورکاوه، زه اتلس کلنه وم چی هغه کلی ته بېرته راغى، په پنځلس کلنۍ کی زما یو اولاد وشو خو زه دومره ځوانه وم چی د هغه می هیڅ پروا نه کوله، زه د ټوکو ټکالو ډېره شوقی وم او یوازی د خپلو کلیوالو همزولو نجنو سره په ساعتېری پوهېدم، زوى به می یوازی هغه وخت لیدى چی زه به له مجبورۍ په کور کی پاته کېدم، د کوچنی د روزنی لپاره افسوس! ما زوى و زوکړ خو د هغه د لوبو شیان می ور برابر نه کړل، مور د هغه په زړه کی ځاى جوړ کړى و خو هغې و نه مانه، هغه د غوصې په حالت کی زه پرېښودم او زه تراوسه په دې دنیا کی د هغه په لټه یم، هغه د خپل پلار د زړه راحت و خو زما بې پروایی هغه ته صدمه ور ورسوله، هغه دا بیانولاى نشوه ځکه هغه له ازله همداسی خاموش طبیعته و، د اریانۍ خبره دا وه چی زما زوى زما له بې مخۍ سره له ما سره ډېره مینه کوله، د هغه دا خیال و چی یوه ورځ به زه هغه خامخا پرېږدم او لاړه به شم، زه او هغه چی به کله یو ځاى وو نو هغه به زما په سترګو کی سترګی را ښخی کولې او تر ډېره به یې راته کتل او زه چی به هره ورځ د رود غاړی ته تلم نو هغه به خپل نانی، نانی لاسونه د اشارې په دود خلاصول چی ما هم درسره بوزه خو د لمبېدو ګودر یوازی زما او زما د همزولو د لیدو ځاى و، د دې لپاره د کوچنی پېټى پر غاړه ګرځېدل د منلو وړ نه و، یوه ورځ چی د تورو وریځو لړۍ ټولی شوې نو خادمی ته می وویل چی هغه پر کوچنی پام وکړی او خپله د رود په لور رهی شوم، کوچنی چی زه ولیدم چی ځم نو په چیغو شو.زه چی څنګه ګودر ته ورسېدم، هلته هیڅوک نه وو، زه په کلی کی تر ټولو ښځو ښه لامبوزنه وم، رود غاړی تر غاړی ډک و، ما ور ټوپ کړل او په لامبو سره د رود منځ ته رسېدلې وم چی د رود له غاړی می یوه چیغه واورېده: " موری!" ما چی سترګی ور واړولې او ومی کتل، زما زوى د ګودر په ځینو کی را تا کېدى، ما د درېدو ورته وویل، په زوره په زوره چیغی می پر ووهلې خو هغه په خندا او داسی حال کی چی ماته یې نارې را وهلې مخ په وړاندی راروان و، زما پښې او لاسونه له وېری مړه شول، ما سترګی پټی کړې او چی بېرته می خلاصی کړې نو په ځینو کی زما د زوى چیغی د ابد لپاره چوپی شوی وې، زه د رود غاړی ته راغلم، هغه می له اوبو څخه راوکیښ او پر اوږو می را واخیست خو هغه یخ پخ شوى و، یو وخت هغه زما ارمان درلود خو اوس زه د هغه ارمان لرم، کومی ستونزی چی زما سړی زغملی دی په هغه یوازی خداى پاک(ج) ښه پوهیږی، که هغه ماته زما د کړو ښه سزا راکړې واى نو دا به زموږ د دواړو لپاره ښه واى خو هغه خاموش و. په کومو ورځو کی چی زه د هغه په غم کی په لېونتوب وم نو "ګوروټهاکر" بیا راغى، له دې ځلی زما خاوند د هغه د استعداد له امله تر پخوا څو چنده ډېر د هغه عزت کاوه او د هغه په موجودګی کی به یې خبری لا نه کولې، پر هغه باندی د ګوروټهاکر وېره لوېدلې وه، زما خاوند ګوروټهاکر ته وویل چی هغه ماته تسلی راکړی، هغه پر ما باندی د مقدس ویدونو منتر ووایه، هغه منترو زما پر زړه باندی هیڅ اثر و نه کړ خو هغه ژبه ډېره اغېزمنه وه چی دا توری په ادا شوی وو.ما د ګروټهاکر په رنګ کی خداى وموند، هغه به هره ورځ سهار زموږ کور ته د ډوډۍ خوړلو لپاره راتلى، زه چی به څنګه راویښېدم نو د هغه د ډوډۍ په فکر کی کېدم، زما مېړه چی ولیدم چی زه د هغه ډېر عزت کوم نو هغه به زما ډېر عزت کاوه، همداسی زموږ د ؟وند پنځه کلونه تېر شول خو د پردې تر شا نور څه روان وو چی ما نشواى معلومولاى خو زما زړه هغه کشف کړل، د پسرلی په یو سهار ګوروتهاکر تر لمبېدو ورسته کور ته بېرته روان و جی د آم تر یوې ونی لاندی ما او هغه سره مخامخ شوو، هغه ټوال پر اوږه اچولى و او په سنسکرت باندی یې یو شعر زمزمه کاوه، زه ټوله لنده وم او کالی می ټول پر بدن باندی نښتی وو، د هغه په لیدو زه ډېره وشرمېدم، هڅه می وکړه چی ژر ځان وباسم خو هغه زما نوم واخیست.زه سره کوچنۍ شوم او وشرمېدم، هغه په ما کی سترګی ښخی کړی وې او ویې ویل:
"
ستا بدن څومره ښکلى دى"ماته داسی محسوسه شوه لکه د مرغیو یوه دنیا چی زما د سر پر ښاخ چڼیږی او ټوله ښاخونه له ګلونو ډک دی او داسی راته ښکاره شوه لکه مځکه ّاسمان او هر شى چی د خمار او خوښۍ په حال کی دی، زه نشم ویلاى چی کور ته څنګه ورسېدم خو دومره پوهېږم چی هغی کوټې ته ننوتم چی موږ د دیوتا عبادت په کی کوو خو کمره خالی راته ښکاره شوه، زما د سترګو په وړاندی هغه وړانګی په نڅا وې چی ما له لمبېدو څخه وروسته د راتلو پر مهال د ّام د ونی تر سیوری لاندی لیدلی وې.ګوروټهاکر په هغه ورځ د خپلی ډوډۍ د وړلو لپاره راغى او زما پوښتنه یې وکړه، زما مېړه زما پسې ډېر وکتل خو پیدا یې نه کړم.نه پو هېږم چی هغه ورځ څنګه تېره شوه او د شپې چی ما خپل مېړه ولید چی ویده و نو زه په پټه د هغه پښو ته نژدې پرېوتم، یو ځلی هغه پښې کش کړې او هغه زما له سینې سره ونښتې.سهار چی زما مېړه راویښ شو نو زه هغه ته نژدې ناسته وم، د کړکۍ دباندی له ښاخونو څخه د شفق سرخی راښکاره شوه تر اوسه لا وختی و، کاغیو شور نه و جوړ کړى، زه ټیټه شوم او پخپل تندی می د خپل مېړه پښې مچ کړې، هغه جګ کښېناست او په حیرانۍ یې ماته وکتل، ما ورته وویل:
"
ما اراده کړې ده چی دنیا پرېږدم، نوره زه ستا نه یم، زه باید ستا کور پرېږدم"ښایی زما مېړه تر اوسه خوب لیدى، هغه یو تورى هم له خولې راو نه ایست، ما ورته ویل:
"
زما په خبره ځان پوه کړه، ته اوس یو بل واده وکړه او زه له دې دنیا څخه رخصتېږم"زما مېړه وویل:
"
تاته دا د لېونیانو خبری چا در زده کړې؟ تاته چا وویل چی ته دنیا پرېږده؟"ما ورته وویل:
"
زما ګوروټهاکر"زما مېړه په حیرانۍ وویل:
"
ګوروټهاکر؟ هغه تاته دا نصیحت کله وکړ؟"ما ورته وویل:
"
تېر سهار چی زه له روده څخه بېرته راتلم" د هغه اواز ولړزېدى، مخ یې را واړوه، زما په څېره کی یې سترګی ښخی کړې او را څخه ویې پوښتل:
"
هغه تاته دا ولی وویل؟"ما ورته وویل:
"
زه نه پوهېږم، له هغه څخه پوښتنه وکړه ښایی هغه دی وپوهوی"زما مېړه وویل:
"
د دنیا پرېښودل ممکن دی ولی چی انسان پکی اوسی، ته هیڅ ضرورت نه لرې چی زما کور پرېږدې، زه له ګوروټهاکر څخه په دې اړه پوښتنه کوم"زما مېړه چوپ و او په تیاره کی پر فرش باندی ناست و، کله چی څه رڼا شوه نو هغه ماته وویل:
"
راڅه چی ګوروټهاکر ته ورشو"ما په داسی حال کی چی لاسونه می سره یو څاى ورته ونیول هغه ته وویل:
"
زه به نور هیڅکله له هغه سره ونه وینم"هغه زما په سترګو کی سترګی راواچولې، ما له شرم څخه سترګی کښته کړې، هغه له دې وروسته هیڅ ونه ویل، زه پوهېدم چی هغه زما د زړه خبره درک کړې ده، په دې غملړلې نړۍ کی دوې هستۍ داسی وی چی هغوئ له ما سره مینه وکړه، زما زوى او زما خاوند، هغه مینه زما هر څه وو، له دوئ دواړو څخه یوه زه پرېښودم او بل ما، نور به زه له صداقت څخه کار اخلم یوازی له صداقت څخه"عابده زما پر پښو راپرېوته، پورته شوه او بیا راپرېوته او لاړه.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد