دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی۶ برخه

 

د ناوی بنګړی

ګریګوری زینوپولو دا یو ډول شنه بنګړی وو، بڼه یې مار ته ډېره ورته وه خو ډېر بد رنګه او بې مانا ښکارېل. کله چی ما په لمړی ځل د خپلی کوژدنی په لاسونو کی ولیدل نو په زړه کی می وویل: هغې څومره خراب او بې ارزښته بنګړی اچولی دی، خیر زه به ورته یو ډول ښه نامی بنګړی راوړم. په شمار څو ورځی وروسته می هغې ته د سمندری ډبری یو ډول ډېر ښکلی بنګړی راوړل، هغه د دې بنګړیو په لیدو ډېره خوشاله شوه، کله چی هغې د بنګړیو پر قطۍ خپلی سترګی ښخی کړی وې نو د هغې په شنو سترګو کی د خوښۍ ځلا برېښېده او د هغې پر اننګو یوه داسی سرخی را ټوکېدلې وه لکه په هغه بنګړو کی چی ما ورته راوړی وو.

هغې قطۍ زما له لاسه واخیسته، لاسونه یې زما په غاړه کی را واچول او په داسی حال کی چی سترګی یې په سترګو کی را اچولی وې پر مخ یې ښکل کړم، نور نو زما پوره باور و چی سبا به هغه خپل بنګړی باسی او زما دا به په لاسوی.

خو په دویمه ورځ د دې په لیدو حیران شوم چی د هغې بیا هم هغه زاړه د ښیښې بنګړی په لاس وو، هغه مهال ما ښه ونه ګڼله چی په دې اړه څه ووایم خو زما په زړه کی په خپل سر د دې بنګړیو په اړه ډول، ډول اندېښنې پر راولاړېدو شوې.

ماته فکر را ولوېد چی په دې بنکړیو کی خامخا یو راز پټ دى، دوې ورځی لا ما له زغم څخه کار واخیست خو اخیر د زغم لمن راڅخه ایله شوه او هغې ته می وویل:

ما تاته بنګړی راوړی وو، ته هغه ولی نه اچوې؟"

هغې ماته هېښ، هېښ وکتل، لکه زما په خبره چی هیڅ پوه شوې نه وی، بیا ما ورته وویل:
"
ته له دې بد رنګو او خرابو بنګړو سره دومره مینه ولی لرې؟"

هغې په ځواب کی پر هغو بنګړو باندی یو ژور نظر واچوه، څو شیبې چوپه وه او بیا یې پر ما یو ډېر جدی قارجن نظر واچوه، په دې وخت کی د هغې د سترګو رنګ زه ولړزولم، زه نه شم ویلاى چی هغه کوم رنګ و، خو یوازی دومره ویلاى شم چی هغه شین نه و"

ما هغې ته ورو وویل:

هغه بنګړی چی ما درته راوړی وو، ستا خوښ نه دی؟ ته هغه د دې وړ نه بولې چی په لاس یې کړې؟"هغې وویل:

سبا زه هغه خامخا په لاسوم، زما زړه و چی ټول ژوند همدا خپل بنګړی په لاس کړم، خو داچی ستا خوښ نه دی . . . نوره هغه چوپ شوه.

یو ځل بیا هغې پر خپلو پنګړو یو نه زړه کېدونکى نظر واچوه او ویې ویل:
"
ښه سمه ده، له سبا څخه زه هغه بنګړی په لاسوم چی تا راته راوړی دی" ځنډه له هغې وپوښتل:په دې وخت کی د هغې لهجه ډېره غمجنه وه، هغه یو ډول چورتی ښکارېده، ماته داسی څرګنده شوه چی د هغې دا پرېکړه زما د مینی پر چوکاټ یوه قربانی وه، ځکه نو ما د هغې وېښتان چی پر ټنډه پراته وو ښکل کړل. په دریمه ورځ بیا هم هغې هغه بنګړی نه وو په لاس کړی، نن ما بې له

."نن دی بیا زما بنګړی ولی نه دی په لاس کړی؟"

هغې وویل:

"اوه، رښتیا زما له یاده ووتل... خیر، اوس یې په پیدا کولو پسې ډېر وخت تیریږی، سبا زه هغه خامخا په لاسوم"ما د هغې خبره ومنله او هیڅ می ونه ویل، خو په دا سبا بیا هم هغې هغه بنګړی نه وو اچولی، ما چی څومره د هغو بنګړو لور ته کتل هغومره می قار او غوسه لوړېده، خو دا غوسه د مینی غوسه وه چی پر کوچنۍ،کوچنۍ خبره پورته کېدلاى شی، البته د دې لپاره چی ما د خپل زړه بې تابی پټه کړېواى او یا په دې اړه چوپ پاته شوى واى باید ما له ډېر زغم څخه کار اخیستى واى. څو ورځی تېری شوې خو د هغې په خیال کی لا نه و چی زما بنګړی په لاس کړی، ځکه نو ما هم دا پرېکړه وکړه چی نور به د دې بنګړیو په اړه هیڅ نه وایم، له هغې ورځی وروسته زموږ زړونه د څه وخت لپاره پاک شول او د خوابدۍ ټول ګردونه مو لیری شول. یوه ورځ ماته یو سفر را پېښ شو ما یوه اونۍ دباندی تېرول، د تلو په مهال چی ما هغه په غېږ کی نیولې وه او مینه می ورسره کوله نو هغې ته می وویل:غواړم چی بیرته راشم نو تا زما بنګړی اچولی وی!"هغې وویل:
"
بیخی سمه ده"ما وویل:
"
ژمنه ده؟"هغې وویل:
"
هو"
"
ستا یې زما په مینه قسم؟"ما ورته وویل.
"
هو زما یې ستا په مینه قسم!" هغې ځواب راکړ.هغې دا قسم په داسی ډول واخیست چی ما پخپل زړه کی دا پرېکړه وکړه چی که چیری هغې زما بنګړی نه و په لاس کړی نو زه به له هغې سره اړیکی شلوم.په هغه ورځ چی زه بیرته راستنېدم نو ما لاسی هغې ته د پوست له لاری خبر ورکړ چی زه درځم او په دویمه ورځ خپله را ورسېدم، هغې خپل مرمرین لاسونه ماته د غیږی لپاره پرانستل، اه! په هغه ورځ هغې زما بنګړی اچولی وو خو پخوانی یې هم په هغه بل لاس وو.ما هغې ته نور څه ونه ویلاى شو، هغې ماته دا رنګه کتل لکه راته ویل چی یی" دادى ما خپله ژمنه پوره کړه، نور نو راشه ښکل می کړه، نا شکری مه کوه".ما هغه په غېږ کی ونیوه او څو ځله می ښکل کړه.
"
هو رښتیا! لاکن دا پرېکړه خو نه وه شوی..."ما هغه دوه ځلی ژر، ژر ښکل کړه، هغې وویل:
"
څنګه؟"ما ځواب ور کړ:
"
ما تاته د دې بنګړیو د اچولو او د هغه نورو د ایستلو ویلی و، دا می نه و ویلی چی دواړه په لاس کړه"هغې وویل:
"
نه، نه په خداى چی تا ماته یوازی د خپلو بنګړو د اچولو ویلی وو، دا دی نه و راته ویلی چی هغه نور نه اچوم"ما ځواب ور کړ:هو، هو دا به سمه وی، خو که زه اوس درته ووایم نو؟گ"
"
که اوس... که اوس راته ووایې..." د هغې ږغ ټیټ شو.
"
ایا ته غواړې چی له ټولی کیسې څخه دی خبر کړم؟" هغې چی دا وویل نو ماته نژدې راغله او په غوږ کی یې ورو راته وویل:
"
زه به هیڅکله ونه غواړم چی ستا دا غوښتنه دی پوره شی"زه ووېرېدم او یو دم بغل ته شوم... لکه د ښیښې هغه مار چی چیچلى وم چی د هغې په لاسونو کی و، ما ورته وویل:
"
که زه غواړم چی تا له یو دا رنګه بنګړو اچولو څخه منع کړم چی زما نه دی خوښ نو دا بده خبره ده؟"هغې وویل:
"
ته راشه، پرېږده دا خبری، دا چی ستا دا دومره بد ایسی نو نور به زه دا نه اچوم او سر له سبا څخه به یوازی ستا بنګړی اچوم"په دې وخت کی له ما څخه یوه لویه تېروتنه دا وشوه چی کله ما هغه د هغې د قربانۍ په بدل کی د مننی په احساساتو لمانځله نو ما له هغې څخه وپوښتل:
"
دا بنګړی تاته چا درکړی دی؟گگ"زما له دې پوښتنی څخه د هغې اننګی نه سره شول او نه ژړ، البته د هغې ژبه بنده، بنده شوه او ویې ویل:
"
نه پوهېږم... پوره می یاد نه دی... هو رښتیا ډېر مخکی می پلار د سوغات په دود راکړی وو"په دې کی له ما څخه بله تېروتنه هم وشوه، دا تېروتنه تر لمړۍ هغې ډېره خطرناکه وه، هغه دا چی یوه ورځ زه د هغې د پلار لیدو ته ورغلم او هغه ته می وویل چی" د میری (زما د ښځی نوم دى) هغه شنه بنګړی ډېر ښکلی دی هغه تا چی ورکړی وو"د هغې پلار خپلی عینکی سترګو ته سمی کړې او ما ته یې په داسی انداز وکتل لکه هغه چی د دې بنګړیو یادونه له دې مخکی هیڅ اورېدلې نه وه، بیا یې ماته وویل:
"
نه ما خو هغې ته کوم بنګړی نه دی ورکړی" د هغې د پلار دې خبری پر اور د تیلو کار وکړ، زما په زړه کی د کرکی او حسد لمبې پورته شوې، ماته داسی ښکاره شوه لکه په هر رګ کی چی می د بنګړیو د مار زهر ننوتل.نور نو ما پرېکړه وکړه چی هغو لارو چارو ته به د عمل جامه وراغوندم چی ما سوچ پرې کړى و، ما ویل یا به میری د دې بنګړیو اچول پرېږدی او یا به زه خپلی اړیکی ورسره شلوم، زه مرګ منم، ځانوژنه منم خو دا نه شم منلاى چی میری دا بنګړی واچوی، زه د قار او غوسې تر یوې داسی جذبې لاندی راغلى وم چی له زغم څخه وتلې وه.له دې ځلی ما د دریمی خطرناکی غلطۍ جرم وکړ، هغه دا چی ما میری ته وویل:
"
ته به نور له دې بنګړو سره مخه ښه کوې، زه په دې اړه له ټولو خبرو څخه خبر شوى یم نور زه باید ستا په لاسونو کی هیڅکله دا بنګړی ونه وینم، نن ما تاته خبردارى درکړ نور نو که ستا دغه ضد کومه بده پایله ولرله زه یې ذمه وار نه یم" زه په تمه وم چی هغه به له ما وپوښتی چی ته د دې بنګړیو په اړه له کومو خبرو خبر شوى یې خو هغه بلکل غلې وه، یوازی یې په حیرانۍ زما لور ته کتل او په خوله یې هیڅ نه ویل، په دې وخت کی چی د هغې سترګو کوم پسرلنى اسمانی شینوالى را نغښتى و، هغه زما غوسه را سړه کړه. په دې ډول یوولس ورځی تیری شوې، زما لپاره د هری ورځی تېرول یو ګران کار و، د هری ورځی هره شیبه زما لپاره تر یو لوى عذاب په کمه نه وه.یوولس ورځی خو هغې زه په دې ژمنو تېر ایستلم چی نن دا بنګړی باسم سبا یې باسم، هغې به یوه ورځ یو څه ویل سبا بل څه، ډول، ډول پلمې او بانې به یې کولې، کله به خوابدې کېده، کله به غلې پاته کېده او کله به یې بیا زما غوښتنی په خندا او ټوکو ردولې خو هغه بدبخته بنګړی د هغې له مرمرینو لیڅو څخه جلا نه شول، کله، کله چی به هغې خپلی سپینی لیڅی سره یو ځاى کولې او دواړه مارونه به سره یو ځاى کېدل نو ماته به دا سی ښکارېدل لکه په هغو کی چی ساه راغلې وی او په خپل منځی رقابت کی به په یو ګړی کی سره توری ایرې کړی، ما به په زړه کی ویل چی له دوئ څخه به یو خامخا له منځه ځی.یوه ورځ چی زه ډېر نفس تنګى شوم نو هغې ته می وویل:
"
ګوره! سبا به ته یوازی یو ډول بنګړی په لاسوې، که دی سبا هم دا بنګړی نه و ایستلی نو زه به تا له خپلی ورستۍ پرېکړی څخه خبره کړم"له دې ځلی هغې زما خبری ډیری جدی واورېدې او دننه لاړه، چی بیرته راووته نو یوازی یو ډول بنګړی یې په لاس وو او هغه زما هغې نه وو، ماته درد راغى او له غوسې څخه می خوله له ځګه ډکه شوه، نور می یاد نه دی چی ما هغې ته څه وویل.هغې زما له غوسې ډکی خبری په پټه خوله واورېدې خو چی زه چوپ شوم نو هغه مجبوره شوه په خورا ډاډ او سړه سینه لکه کوم نارینه چی خبری کوی وویل:
"
ګوره، ته له ما څخه داسی غوښتنه کوې چی زه هغه هیڅکله پوره کولاى نه شم، زه به دا بنګړی هیڅکله له ځانه جلا نه کړم، زه به تر مرګه دا اچوم، د دې په اړه ډیری پوښتنی مه کوه ځکه زه په دې اړه یوې وړې خبری کولو ته لا هم چمتو نه یم، تاته باید دومره ووایم چی که چیری ته نور هم خپلی سر ټمپګۍ ته ادامه ورکړې نو زه به تاته ستا دکوژدنی ګوتمۍ بیرته در وسپارم او دا به یو لوى زیان وی ځکه زما له تا سره عشق دى، نه مینه، زه غواړم ستا د ژوند ملګرې واوسم، یوازی ژوند به هم غوره وبولم خو دا بنګړی به ونه باسم، ما د دې بنګړیو په اړه له خپلی ورستۍ پرېکړی څخه خبر کړې نور چی دی څه زړه غواړی هغه وکړه"زه دا اړتیا نه وینم چی ووایم چی ما له هغې سره بې کچه مینه لرله، که نه نو ما به دومره خبری هیڅ کله نه واى زغملی او دې ته به می هیڅ کله دومره لېوالتیا نه واى لرلې چی زه دغه راز معلوم کړم، اخیر ما قسم واخیست چی نور به د دې راز د معلومولو هڅه نه کوم خو په کوم دلیل زه پر خپل قسم پاته کېداى شواى ځکه زما له هغې سره مینه وه.د واده په ورځ او له هغه ورسته ډېره موده زموږ په دې اړه هیڅ خبره ونه شوه، ما پرېکړه کړې وه چی نور به په دې باره کی چوپ پاته کېږم او له دې پرته هم زه نور د دې بد مرغو بنګړیو له لیدو سره تر ډېره برېده عادی شوى وم خو حقیقت دا و چی زما مینه زما د رقابت د جذبې د سیالۍ وړ نه وه، زما په زړه کی اوس هم یوه هیله پاته وه، هغه هیله چی د یو رښتینی مین په زړه کی همېشه ژوندۍ وی. زما یقین و چی یوه ورځ نه یوه ورځ به لا د خپلی مینی په زور د میری له لاسونو څخه دغه بنګړی باسم او هغه به د دې بنګړیو له رازونو ډکه کیسه راته کوی، بیا به هغه خپل بنګړی باسی او زما بنګړی به په لاسوی.په دې کی شک نشته چی د میری ځینو خبرو پر ما ډېر اثر کاوه، هغه چی به کله وېرېدله او د بنګړیو ډک لاس به یې پورته کاوه نو داسی به ښکارېده لکه هغه چی په دې ډول له کوم خطره ځان ژغوری، په داسی وخت کی به ما هغه په بېلا بېلو حرکتونو ځوروله او هغې به په مترحم نظر ماته داسی کتل لکه راته ویل چی یې: ایا خپلی ژمنی دی هیری کړې ؟ خپل قسم دی یاد نه دى؟ موږ چی څنګه خپل له خوښیو ډک ژوند پیل کړ نو د هغه به لا یو کال نه و تېر شوى چی ما داسی محسوسه کړه لکه ما چی خپل زغم او مینه د مرګ کندی ته ور ټېل وهی، زما هیلی بدلی شوې او د میری تر مرموز زړه پوری زما زړه او دماغ و نه رسېدلاى شو، کله نا کله چی به ما د هغه بنګړو په اړه په اشارو باندی څه ویل نو هغې به داسی ښکاره کول لکه په هیڅ چی خبره نه وی او کله چی به ما کومه خبره بیخی سپینه ورته کوله نو هم به هغې کوم ډاډمن ځواب نه راکاوه.اکثره وخت چی به هغې زما خبره واورېده نو په لوړ اواز به یې وخندل او زما خبره به یې په ټوکو او خندا کی پټه کړه، زه به له غوسې څخه سره لمبه شوم، همدا رنګه ورو، ورو زه بیرته خپل پخوانی حالت ته وروګرځېدم لکه له واده څخه چی مخکی وم.کله چی میری زما له دې حالت څخه پوه شوه نو هغې د زارۍ په ډول ماته وویل:ما یوازی پرېږده، زه به ستا ډېره ممنونه یم، ما نوره مه کړوه، تا یو ځل بیا هغه خبری پیل دی چی ما ته ور څخه منع کړى وې، حال داچی تا له ما سره ژمنه کړې وه چی زه به تا نه ځوروم، زه غواړم چی تا پوه کړم چی ستا د دې حرکتونو نتیجه به څه وی، زما له زړه څخه به ستا د مینی انڅور پاک شی، زما به له تا څخه کرکه وشی او بیا به نو دا پوښتنه هیڅ مطرح نه وی چی زه کوم بنګړی واچوم او کوم نه. زه د هغې له دې خبرو څخه ووېرېدم او هغې ته می وویل:
"
والله چی! زما مطلب یوازی دادى چی ته ماته ددې بنګړیو له رازونو ډکه کیسه وکړې، ما هم په دې راز کی در شریک کړې او ما پوه کړې چی دا بنګړی تاته چا در کړی دی؟ ایا ستا همصنفۍ چی په دې اړه څه ویل هغه رښتیا دی؟
هغې په لوړ ږغ وویل:
"
چوپ شه! د خداى لپاره چوپ شه، ته غواړې چی زما مینه راووژنې، که دی نور یو تورى هم له خولې را وایست نو زما به له تا څخه بې کچه کرکه وشی او زه به د ټول ژوند لپاره له تا څخه اړیکی پرې کړم"د هغې د خبرو له اورېدو څخه سر راباندی وګرځېد، داسی می محسوسه کړه لکه یو چا چی یو زورور ډانګ پر سر وهلى وم، هغې زه پرېښودم، کوټې ته ولاړه او د کوتې ټول ورونه یې وتړل. دریمه تېروتنه می دا وکړه چی له بده مرغه زه لاړم له خپل یو نژدې ملګری سره می ولیدل، هغه ویل: ولی څه خبره ده، نن ډېر پرېشانه ښکارې؟" زما لویه بد بختی بیا دا وه چی ما هغه ته له سره تر پایه ټوله کیسه وکړه، په دې وخت کی زما ملګری هغه څه راته وویل چی په عام ډول ویل کیږی، هغه راته وویل:
"
ته ډېر بې زړه سړى یې ته باید نر واوسې او دا هڅی مڅی باید پرېږدې چی ته یې د خپلی ښځی د تابع کولو لپاره کوې، لاړ شه! او په پوره زور سره هغه دې ته مجبوره کړه چی ستا خبره ومنی، په څو ورځو کی به هر څه سم شی"ما چی دا نصیحت واورېد او کور ته راغلم نو هغه پر کټ ویده وه، د ډېوې رڼا سترګکونه وهل او دلته هلته خورېده، د رڼا سور انځور د وینی د ټپلی غوندی ښکارېدى او همداسی یوه ټپله د میری پر څېره هم لوېدله، د هغې سپین لاسونه چی له بړستنی را وتلی وو، داسی ښکارېدل لکه د ژوند نښی چی ترې کوچېدلی وې، زما سترګی پر هغو بد رنګو بنګړو ونښتې چی د ډېوې په رڼا کی ځلېدل، میری په درانه خوب ویده وه، د هغې څېره له غم او پرېشانۍ څخه یو مخ تشه ښکارېده، هغه بد مرغه بنګړی هم د هغې د دې درانه خوب خنډ نه جوړېدل، زما په زړه کی راتېر شول چی کشکی زه وپوهېږم چی اوس هغه څه خوب وینی ؟ دې صحنې زه له حاله وایستم، ماته یې سخت زور راکړ د غوسې ستن می لوړه شوه، پر سترګو می توره شپه شوه او زړه می په دربی شو. ناڅاپه می په زړه کی د یو ناوړه جرم د کولو خیال را پیدا شو، دا خیال می د برېښنا په سرعت سره ترتیب کړ او بیا می په هیڅ دول ونه کولاى شواى چی له پامه یې وغوځوم.ما فکر کاوه چی یوازی یو ځلی دا عمل تر سره کړم نو د ټول ژوند د پرېشانیو د پاى ټکى به می شی. زه ورو د میری کټ ته نژدې ورغلم او پر هغې ور ټیټ شوم، بیا په داسی حال کی چی زما په یوه لاس کی د مار لکۍ او په بل لاس کی د مار سر و خپلو لاسونو ته یو کوچنى حرکت ورکړ... اه! جرم څومره لنډ وخت غواړی.بنګړی مات شول.د کوکیو وړې، وړې ټوټې پر کټ پاشلی وې... میری خپلی شناوۍ سترګی روڼی کړی... او بیا یو دم راپورته شوه، دا هر څه په یوه شیبه کی تر سره شول، هغه په داسی حال کی چی د بنګړیو ټوټې یې په لاس کی وې لوڅی پښې زما مخ ته ولاړه وه، د هغې وېښتان پر اوږو پراته وو خو د هغې سترګی... ایا هغه به زه کله هېره کړاى شم؟... هغه تر اوسه هر مهال هغه رنګه زما سترګگو، سترګو ته کیږی... د هغې د سترګو له کسو څخه داسی ښکارېدل چی په ډېر وېرونکی ډول یې ماته کتل، د هغې د سترګو شینوالى په تور اوښتى و او داسی ښکارېدل لکه له سترګو څخه چی یې بڅرکی بادېدل، د سترګو سپین یې د یوې وحشتناکی لمبې غوندی خوټېدل. په کوم ږغ چی هغې زه مخاطب کړم، د هغه بیانول زما لپاره ناشونى دى. هغې په چیغه وویل:
"
تا دا مات کړل؟!... تا دا مات کړل؟!... سمه ده! زموږ مینه نوره ختمه شوه تا د مینی پر غاړه چاړه تېره کړه... تا د مینی لړۍ کړۍ، کړۍ کړه ... ته نفسپاله، لنډ فکره، جاسوس او چلبازه یې... اوس به ته په هر څه پوه شې چی دا بنګړی ماته چا راکړی وو؟... دا نه یو رومانی داستان لری نه کوم راز دى بلکی یوازی یو شګون و چی ما په لاسول، تا شر او شور جوړ کړ او بې ځایه دی څو کلونه په غم اخته کړې وم... اه! زما له تا څخه کرکه کیږی ستا د دې کار له امله زما له تا څخه بد راغلل، ورک شه او له سترګو می پناه شه... خداى دی نور هیڅ کله شکل مه راباندی وینه!"له هغې شپې ورسته زه له خپلی ښځی څخه بېل شوم ځکه د ژوندانه داسی کلونه مو تر شا پرېښی وو چی له زغمه وتلی وو. هغه قسطنطنیې ته لاړه، هلته یې دویم واده وکړ، زما یو ملګرى څو ورځی وړاندی له هغه ځایه راغلى و، هغه راته وویل چی هغه یو ډول بنګړی په لاسوی چی له سمندری ډبری څخه جوړ دی.

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ٥ برخه

 

تورګل

ډیمن رنیان
یوازی د نوم یووالى د نفرت کوم معقول دلیل نه دى ځکه نو دا خیال یوه احمقانه انګېرنه وه چی زما یانی "جمی کولننر" له خپل حمیده جمی کولنز څخه یوازی پدې کرکه وه، چی هغه زما حمیده و.پخوا په خپل کنډک کی ماته یوازی کولننر ویل کېده، خو کله چی یو بل کولننر هم له کومه راپیدا شو نو لکه ټولو ته چی ناڅاپه وریاد شول چی زه تور پوستى یم او زما رنګ تور دى، هغه بل کولننر سپین پوستى و، د هغه له راتلو سره سم زه ټولو د یوازی کولننر پر ځاى "تور کولننر" ونومولم، زما پوست به تور و، خو زړه ته می چا نه کتل.بیا ورو، ورو هغه جمی کولنز ته "اتل کولننر" وویل شول، ځکه یو خو هغه سپین پوستى و او بل هغه د فلمی ستوری غوندی شاړپاړ هم و، د هغه سترګی رڼې او خماری وې او پوست یې صاف و، هغه یو نازک اندامه سړى و او عسکری ژوند ډېر سخت وی، د عسکرو لهجې اوڅېرې تُوندی وی، زما په خیال په دې سخت او تند چاپېریال کی نازک اندامه او ښکلى څوک نه شی اوسېدلاى، خو اتل کولننر اوسېدى، هغه له موږ ټولو څخه بېل و، د کومی شتمنی کورنۍ سر او سترګی به و، د هغه د له تلو راتلو او ناستی پاستی څخه د خانۍ څرک لګېدى، نابلده عسکر چی به هغه ولید، نو ناحقه به ورته تیارسى شو.د هغه په اړه بېلا بېلی کیسې هم کېدې، چا ویل هغه یوازی د ضد له امله په فوځ کی تشکیل شوى دى، که نه هغه د یوه شتمن سوداګر زوى دى، د هغه مور غوښتل چی دى د ملیاردونو ډالرو کاروبار ته راجلب کړی، خو د اتل کولننر له تجارت مجارت سره مینه نه درلوده، هغه غوښتل چی د ژوند تجربه تر لاسه کړی، ځکه خو یې هغه لوى پورته کښته کاروبار پرېښود او د فوځ د تشکیل فورمه یې لاسلیک کړه. زموږ لوى آمر صاحب به اتل کولننر ته دومره په مینه او زړه سوی کتل، لکه کوم شفیق پلار چی خپل شوخ زوى ته ګوری، هغه آمران چی پر کوچنۍ خبره به قهرېدل، هغوى به هم له اتل کولننر سره په نرمی مخامخ کېدل، دا هم ویل کېدل چی ځینو آمرانو د دې لپاره چی هغه د عسکری ژوند له ستړیاوو څخه وژغوری، هغه ته ویلی و، چی که چیری هغه غواړی چی فوځ پریږدی نو هغوى یې مرستی ته چمتو دی، خو اتل کولنز دا کله کولاى شواى، هغه غوښتل چی د ځانمرګی او نه ستړی کیدونکی زیارپه بټۍ کی پوخ او کنده شی.د دې خرافاتو په اورېدو، اورېدو زما غوږونه پاخه شول، د هغه پر بدن د غیر عادی ډاډ په لیدو به زما د فشار ستن پورته شوه، اتل کولنز، کولنز، اتل کولنز هر لور ته به د هغه لنډ فکره خو ښکلی او شاړپاړ ځوان یا دونه کېده، حال داچی د هغه لنډ فکره تر اوسه د توپک چلول نه و زده، زما د هغه له رنګ او سپین و سور بدن څخه کرکه کېده.اتل کولنز هم لږ او ډېر په دې پوهېدى، چی زما له هغه څخه ښه نه راځی... او بیا یوه ورڅ داسی هم راغله چی د هغه دا اندازه رښتیا وخته، هغه داسی چی یوه ورځ هغه په خبرو، خبرو کی پر ما وار وکړ، ما د هغه دغه وار ونشو زغملاى، پر هغه می ورټوپ کړ، او په نتیجه کی نژدې پنځلس سانیې پر مځکه پراته وو، رېږدېدلو، زما خطرنا کو تورو ګوتو د هغه مرۍ نیولې وه.خلکو منځګړیتوب وکړ، او کیسه پا ى ته ورسېده، خو ما هغه ته ډېر بد درب ورکړ، د دې لپاره چی که کوم بل وخت داسی حماقت وکړی، نو پرېږدم یې نه، ترڅو، څو میاشتی ماته زامه ونه ګرځی، په داسی حال کی چی د هغه بڼه له ویری سپینه اوښتې وه، د روغی لپاره یې لاس را اوږد کړ، "کولنزه! هغه راته وویل "زه بخښنه غواړم!"ما هغه ته لاس ور نه کړ، مځکی ته می وکتل او تو می کړل،لدې پیښی وروسته بیا هغه له ما سره خبره ونه کړه، خو سره له دې هم زما په کرکه کی هیڅ کمى رانه غلى.سپین پو ستی صاحب منصبان د رنګ او نسل د بې مانا تعصب له امله له ما څخه خوښ نه وو، سخت کارونه به یې ټول په ما کول، ما تر ټولو ډېره خواری ایسته خو هغه ؟ هغه شهزاده و، په خوند، خوند به یوې او بلی خوا ته ګرځېد، ما به اکثره غاښونه چیچل او له ځان سره به می ویل، چی یوه ورځ نه یوه ورځ به لدې بدمخی څخه ځان خلاصوم، سملاسی له زغم او چوپتیا پرته بله چاره گ نه وه.بیا یوه ورځ داسی هم راغله چی موږ ته د جګړی لمړۍ کرښی ته د تللو امر وشو، جګړه پیل شوې وه، زموږکنډک ته په کار و،چی په لمړۍ کرښه کی خامخا پر مختګ وکړی.موږچی لمړۍ کرښی ته ورسیدو، نو زموږ نورو ملګرو وار له مخه پر دښمن د ګولیو باران جوړکړى و، په هوا کی د باروتو بوى و، هر لور ته خوړسکی پورته کېدې او چاودنی کیدې، ما داسی حس کړه، چی د وینی رفتار می په تېزېدو شو، دا هغه ځاى و، چی د سرتېرو د مېړانی او همت امتحان اخیستل کیږی.ما چی کله له مورچگې نه ډزی کولې نو ښی لور ته می وکتل، او سملاسی می د اتل کولنز څېره تر سترګو شوه، خو نن هغه څېره نه وه، چی هر وخت به ډاډ اتڼ پرې کاوه، او موسکا به پر خوره وه، نن د اتل کولنز پر څېره د مرګ وېره غوړېدلې وه، د هغه لاسونه رپېدل، زه ناڅاپه پوه شوم چی "اوه! دا خو ډارن دى، پر ما د خوښۍ څپه راغله، دا زما لپاره یوه په زړه پوری تجربه وه چی اتل کولنز می په وېره او ډارکی لیدى، هغه په سخت عذاب اخته و، او زه پوهېدم چی دا عذاب څومره دردناکه وی، پخواهم ما ځینې ډارن عسکر لیدلی وو، چی د جګړې په لمړۍ کرښه کی به رېږدېدل.له ما پرته نور هیچا هغه نه دى لیدلى، چی دومره ډاریږی، ملګری په ډزو بوخت وو، خو اتل کولنز ته څرګنده شوه، چی زه د هغه له دې حالت بلکې د هغه له دې ژړغونی حالت څخه پوهیدلى یم، هغه چی یو دوه ځلی زما لور ته مخ راواړوه او راته وبه یې کتل، نو خړ غوندی به یې وموسل او مخ به یې واړاوه.برید ژر پاى ته ورسېد، ځکه له دښمن سره دوسلې او جنګیالیو کمى و، دې کوچنی برید اتل کولنز له ژونده ایستلى و، خلکو فکرکاوه، چی هغه د سخت لمر له امله لمبې وهلى دى، خو زه له اصلی کیسې نه خبر وم او اتل کولنز هم په دې پوهېدى، له څو کلونه ورسته ما خپل ځان خوښ او مطمین احساس کړ.اتل کولنز له ما سره په دې اړه هیڅکله څه ونه ویل، خو د هغه سترګی ماته مړې وې، ما هغه ته ما ته ورکړې وه، او هغه خپله ماته منلې وه.جګړه روانه وه، جګړې عموماً روانی وی، تر هغه وخته چی د وشتلو لپاره ګولۍ او د مرګ لپاره سړی وی، نو د جګړې د بندولو څه اړتیا وی.یوه ورځ موږ بیا اړ و، چی پرمختګ وکړو، زموږ او دښمن تر منځ یولوى ډاګ پروت و، خو جګړه یوازی د توپونو او ډزو وه، یانی داچی د ګولۍ په چلولوکی د زغم جګړه وه.ګولۍ زموږ له سرونو سره تېرېدې، موږ په مورچو ننوتلی وو، او یوازی مو سرونه راویستلی وو، زموږ قومندان په چیغه تورن ته وویل: "نیلسنه! خپل یو سړى چپ لورته ولیږه،چی ډګروال "هیری" ته ووایی چی هغه دی خپل جنګیالی سملاسی راوړاندی کړی" دا د مرګ غیږی ته د لوېدو امر و، د دې مانا داوه چی د ګولیو په باران کی دی سړى پورته شی، او په منډه دی دوه سوه ګزه لار پرې کړی، تورن نېلسن په بېړه مخ را واړاوه، پر خپلو سرتېرو یانی موږ باندی یې نظگر واچاوه، او په چیغه یې وویل "کولنزه! ورشه" دا امر هغه اتل کولنز ته وکړ، د هغه د رنګ بڼه له وړاندی لا الوتې وه، د تورن د دې امر په اورېگگگگگگدو یې بیخی د مړینی سورى پر څېره وغوړېد، د یوې شیبې لپاره داسی ښکاره شوه، چی هغه به بې هوښه شی، او لاندی به ولویږی، تورن هغه ته رډ، رډ وکتل، دا درې سانیې نه وې، درې پېړۍ وې ما شا وخوا وکتل، اوبیا خدایزده څه راوشو، زه د ګولیو په باران کی ناڅاپه پورته شوم، او د برېښنا غوندی می چپ لور ته منډه کړه، نورو دا فکر وکړ چی تورن نېلسن ماته دا امر راکړى، خو د تورن ښکاری سترګو هرڅه لیدلی و.د شلو، پنځویشتو سانیو لار وه، ما دچیغو نارو او چاودنو په منځ کی په پټو سترګو منډی وهلې، ښایی په هغه ورځ ژوند وفا راسره کړې وه، ځگکه زما یو ویښته هم ما ت نشو، زه د ګولیو په باران کی د "ډګروال هیری" پوستې ته ورسېدم، او په همدې مهال لمړۍ ګولۍ زما له څنګلی سره تېره شوه.په هغه شپه چی کله زه په استوګنځی کی د ویدېدو په حال کی وم، نو ناڅاپه می د تورن نېلسن ږغ واورېد، هغه په پس،پسی ډګروال هیری ته ویل " قومندان صاحب پرېکړه کړې ده چی تورکولنز ته مډال ورکړی، نن پر ټیلیفون باندی هغه خپله غوښتنه مرکز ته ولېږله.
"
دا ټول د هغه کم عقله له لاسه" ډګروال وویل.
"
هو" تورن نیلسن ورو، وویل:" ما اتل کولنز ته د پورته کېدو او منډی امر وکړ، دا د هغه د پرمختګ ښه چانس و، خو زه نن پوه شوم چی هغه د موږک غوندی بې زړه دی" هغه اتل کولنز ته کښنځل وکړل او ما سترګی پټی کړې، ویده شوم.نور نو حالاتو تغیر وکړ، خلکو ماته تر پخوا په درنه سترګه کتل، زما دې زړورتیا زه خلکو ته محبوب کړى وم.څو ورځی وروسته جګړه پاى ته ورسېده، او موږ خپلو بارکونو ته بیرته راغلو.یوه ورځ ماته په یوه رسمی غونډه کی مډال راکړل شو، له مډال سره یو اوږد ستا ینلیک هم ملګرى و، په ستا ینلیک کی زما یانی " تورکولنز" زړورتیا او مېړانه بې کچه ستا یل شوې وه، او د هیواد لپاره د نورو غورو خدمتونو تر څنګ په جګړه کی د غیر عادی مېړانی پر ښودولو، د یوبل مډال د راکړی ژمنه هم لیکلې وه، د دې سند مانا د معاش لوړېدل او ترفع وه، په عام ډول خلک داسی سندونه د ویاړ لپاره کورونو ته لیږی، د هغوئ سپین ږیری پلرونه او میندی دا سندونه په طلایی چوکاټونوگ کی نیسی او خلکو ته یې ورښکاره کوی ، خو داچی زما نه کور و، او نه کورنۍ نو می سند قت کړ په جیب کی می واچاوه.یو سهار نا ببره خبر شوم چی اتل کولنز ورک دى، هغه تښېدلى و، د نظامی قانون له مخی لس ورځی هغه ته تمه وشوه، او بیا تښتېدلى اعلان شو، خلک حیران وو، د هغه لټه پیل شوه، څو ورځی د هغه د تېښتی بانډار تود و، له څارونکو څخه پټېدل اسانه، نه وی، آخیر یوه ورځ هغه ونیول شو، هغه یې څو میله لیری په یوه شراب خا نه کی په نشه کی ډوب موندلى و.هغه نظامی محاکمه شو، اتلس میاشتی بند ورته اعلان شو، دا د دی جرم تر ټولو کوچنۍ سزا وه، زه خبرشوم چی ځینو لوړ پوړو فوځی چارواکو غوښتنه کړې وه، چی هغه ته لږ تر لږه سزا ورکړل شی.دا هم یو تصادف و چی په هغو ورځو کی د بندیانو پېره زما پر غاړه وه، هسی خو ما په خپله دنده کی هیڅکله هم لټی نه کوله، خو پر اتل کولنز باندی د پیرې پر وخت ما ځانګړى نظر درلود، هغه څو کسانو ته زما د دې امتیازی سلوک شکایت هم کړى و، او ویلی یې و چی زه هر وخت هغه ته رډ، رډ ګورم، ښکاره خبره ده، چی د داسی شکایتونو پسی څوک سر نه ګرځوی، ځکه بندیان دا ډول بې مانا شکایتونه هر وخت کوی.یوه ورځ ما پر بندیانو پېره کوله، حالت هم عادى و، خو یو دم خدایزده څه وشو، چی اتل کولنز په داسی ډول د تېښتی هڅه وکړه چی هیڅ تمه یې نه کېده، د یوې شیبې لپاره زه په هیڅ پوه نشوم، تر نن ورځی یو مات عسکر د داسی بې تمی تېگښتی هڅه نه وه کړې، ښایی هغه بیخی یو مخ لېونى شوى و، هغه په پټو سترګو منډه کړه، ما ناره ورباندی وکړه، خلکو یوې بلی خوا ته وکتل، ما بیا ورباندی ناره کړه او بیا می د دریم ځل لپاره د هغه د درېدو هڅه وکړه، چی هغه ونه درېد نو می توپک ورته په نښه کړ، هغه په پوره زور سره منډی وهلې او له مرکز څخه وار په وار لیری کیدى، ما د هغه د پښو نښه واخیسته او ډزی می پرې وکړې، هغه ټوپ کړل پر ځمکه ولوېد او په لغتو شو.پر ټول مرکز لکه د قیامت ورځ چی شوه، پر ما او هغه د خلکو ګڼه ګوڼه شوه.نور می یاد نه دی، چی بیا څه وشول، البته تر ماښامه ماته د تبدیلۍ امرونه راغلل، زه یې بل کنډک ته لېږلم، د اوسنی کنډک عسکرو له ما سترګی چپولې، هغوئ له ما سره له خبرو هم ډډه کول، د یو چا له خولې می واورېدل چی اتل کولنز مړ شوى دى.هغه شپه ما هلته تېره کړه، خو هیچا هم خبره راسره ونه کړه، د خلکو له کړو څخه داسی راته څرګندېدل چی د هغو ى زړونه راڅخه مات شوی دى، او خواشینی دی، هیچا ماته هیڅ نه ویل، خو ځینې وختونه هیڅ نه ویل د ډېرڅه ویلو مانا ورکوی.سهار تورن نیلسن د مخه ښه لپاره له ما سره وکتل او راته ویې ویل:.
"
کولنزه! تا خپل فرض پوره کړى دى، زه پر تا هیڅ تور نه لګوم، خو دا ښه وی، چی ته نور له دې ځایه کوم بل کنډک ته لاړ شې، ته باید غرمنۍگ اورګاډی ته ځان چمتوکړې ځکه له وژل شوی کولنز سره د دې ځاى خلک ډېره خواخوږی لری،خو زه پدې حقیقت پو هیږم،چی هغه څه شى و، زه په دې هم پوهیږم چی ته یو زړور عسکر یې، ته به ډېر پرمختګ وکړې، او زما نیکی هیلی له تا سره دی.د غونډ په سلګونو عسکرو کی یوازی د تورن نیلسن په سترګو کی زما لپاره مینه وه، هغه یو ښه سړى و، ریښتونى سرتېرى یې پیژندى، او د هغه درنا وى یې کا وه، که چیری دا پېښه نه واى را منځ ته شوې، نو ښایی هغه هیڅکله زه له خپلی ډلی څخه نه واى ایستلى.کله چی تورن نیلسن زه دا اورګاډی تم ځاى ته رسولم، نو موټر ته د پورته کیدو پر مهال هغه زه پر اوږه وتپولم، او راته ویې گ ویل " ته به فکر کوې چی زه تا دومره په بېړه او تلوارسره لدې ځایه ولی باسم، کیسه داسی ده، چی نن غرمه په اورګاډی کی د اتل کولنز مور او پلار راځی چی د هغه مړى یوسی، زه نه غواړم چی په دې نازک حالت کی ته دلې وې، ښه ځه، خداى دی بریالى لره" هغه موټروان ته اشاره وکړه، او موټر روان شو. کله چی تم ځاى ته ورسېدم، نو خبرشوم چی د غرمې اورګاډى ماښام ته رارسیږی، ځکه چی څلویښت پنځوس میله لیری کومه پیښه رامنځ ته شوې وه.ما په تم ځاى کی یوه او بل لور ته قدم وواهه، سګرېټونه می وڅکول، ما ښا م پر پنځه بجې یوه رستورانت ته ورغلم ډوډۍ می وخوړه.شپږ بجې شوې، بیا اوه بجې شوې، نورنو په ګرځېدو راګرځېدو هم ستړى شوى وم، د لرګی پر یوه څوکۍ پرېوتم، نوى سګریټ می ولګاوه او په چت کی می سترګی ښخی کړې، په همدې مهال د جنوب له لوری یو اورګاډى راغى او په تم ځاى کی ودرېدى، په مسافرو یو زوږ ګډ شو.زه را پورته شوم، کښېناستم.لیری زما د کنډک ملګرو یو تابوت را اخیستى و په یوه ډبه کی یې ایښاوه، له تابوت سره یو زوړسړى او یوه ښځه هم مل و، په پوره باور سره ویلاى شم چی هغه به د اتل کولنز مور او پلار وو، د سپین سری ښځی سترګی سرې وې، د اتل کولنز پلار یو ډول قیمتی جامې اغوستی وې، او سګرېټ یې څکاوه، تابوت چی یې دننه کښېښود، نو د اتل کولنز مور او پلار هم ډبې ته ور پورته شول، د هغوئ پسې عسکر هم دننه ورغلل.زه پورته شوم، او په شوم، او په چم، چم د ډبې خوا ته ورغلم، د مسافرو ګڼه ګوڼه وه، ځکه نو ګرانه، نه وه چی پرته له دې چی څوک می ووینی هلته نژدې ورشم، زه وړاندی ور روان وم، تر دې چی د هغوئ ږغونه می واورېدل، د اتل کولنز پلار ویل: " زه به په دې خبره هرکله ویاړم، چی زما زوى د مېړو غوندی مړ شو، زه پخوا هم پوهېدم، چی هغه بې زړه ځوان نه دى، هغه نر و او د نرانو غوندی یې ځان ور کړى دى"
"
هو،صاحب!" زما د یو ملګری ږغ راغلى "د هغه مېړانه وګوره، هغه بندی په هیڅ ډول پرېنښود چی وتښتی، او داسی زبردسته مبارزه یې وکړه، چی یوازی یوه ریښتونی عسکر کولاى شوه، دا نو بیا زموږ بد مرغی وه، چی له بندی سره توپنچه وه، که نه لږ وروسته کولنز هغه رانیولى و، زما په ټوله لوبه سر خلاص شو، چی د اتل کولنز مور او پلارته دا باور ورکول شو، چی د هغوئ زوى د تېښتی پر مهال نه بلکی د یو بل بندی د راګرځولو پر مهال مړ شوى دى، مانا دا چی د فرض پر ځاى کولو پر مهال مړ شوى دى، زما په وینه کی د نفرت اور بل شو، فکر راولوېد چی اخیر دوئ څه اړتیا لری، چی دروغ ووایې؟ له هغه موږک غوندی بې زړه کولنز څخه د اتل جوړولو اړتیا څه ده؟
هغوئ د اتل کولنز پلار ته لاس ورکړ، د خواشینۍ مراسم یې پر ځاى کړل او رهی شول.په همدې مهال له لوډسپیکر څخه اعلان وشو، چی اورګاډى څو دقیقې وروسته روانیږ ی، زه څو شیبې وچ ودرېدم، بیا می لنډ یوه پرېکړه وکړه او له ځان سره می وویل "جمی کولنزه ! ته باید دننه ورشې، او د مړی مور او پلار له ریښتونی گ کیسې څخه خبرکړې او هغوى باېد له دې رازه خبرکړې چی د هغوئ زوى ولی مړشو؟ څنګه مړشو؟ دغه فکر چی را ولوېد نو سملاسی می د اورګاډی د ډبې ور پرانیست او دننه ورغلم، د اتل کولنز پلار تابوت کتی او د مور ږغ یې ژړغونى و، د پر هغې ګونځی، ګونځی څېره باندی او ښکی روانی وې، که څه هم پلار یې نه ژړل،خو د هغه پرڅېره هم ژور غم غوړېدلى و، داسی غم چی پر ډېرو لږو څېرو معلومیږی، زما له ښکالو سره هغوئ مخ راواړاوه او را وې کتل، سپین ږیری سګریټ خپلی خولې ته یو وړ، او سپین سری له باړخوګانو اوښکی پا کی کړې، ما تابوت ته اشاره وکړه او ومی ویل"زه له ده سره په کنډک کی ملګرى وم" هغوى دواړو ماته داسی وکتل لکه په هغه ورځ چی د ګولیو په باران کی اتل کولنز ما ته کتلی و.
"
دى زموږ هرڅه و، زموږ یوازینۍ شتمنی وه" د هغه مور په ژړغونی ږغ وویل: "دى زما ډېر نازولى زوى و، بیخی نازولى زوى" د هغه پلار هیڅ ونه ویل، چوپ چاپ یې ماته کتل، نه پوهیږم چی په ما څه وشوه، ما غوښتل چی ډېر څه ووایم، غوښتل می چی هغوى له اصلی کیسې خبر کړم، خو لکه چا چی می پر خوله مهر را وهلى و، نه پوهیږم چی توری چیری لاړل، او هغه کرکه چی په وینه کی می ګرځېده خدایزده څنګه سړه شوه. څو شیبې وروسته سپین سری خوله خلاصه کړه" زما زوى یو ښه سرتېرى و، هغه یو زړور ځوان و" د سپین سری لیمه لانده شول.ما غوښتل چی په چیغه، چیغه ووایم چی نه هغه زړور نه و، هغه بې زړه و، بې زړه، ډارن و، موږک غوندی، هغه خپله دنده نه پېژنده، تیښتندوکى و، او د خپلو کړو سزا یې پرې کړه، څو کاله وروسته به یې هغه په سپکاوی سره ایستلاى... خو په ماکی د څه ویلو توان نه و، بس یوازی می په "هو، هو" سر ورته ښوراوه چی په دې کی له دباندی څخه زنګ انګازه شو.
"
ایا ته د ده کوم داسی ملګرى پېژنې؟" د هغه مور په لړزېدلی ږغ وپوښتل:"چی له هغه سره د ده شیان وی، داسی شیان چی د هغه د یاد په توګه یې موږ وساتو؟ دغه تابوت خو به په خاورو کی ښخ شی" د هغې پر باړخوګانو یو ځل بیا اوښکی وبهېدې.
"
هو موری!" ما لکه په خوب کیچی وویل" زه د همدې لپاره راغلى یم، چی تا سو ته همداسی یو شى در وسپارم، ما په جېب لاس دننه کړ، او خپل د مېړانی او زړورتیا سند می راوکیښ د کولنز د مور په غیږکی می کښېښود "ښه، اجازه راکړئ" اوله اورګاډی تا شوم.

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ٤ برخه

 

ډېوه

هربجن سنګ ساګر/پاکستان خدایزده هغه دکومی زمانې بوډۍ وه، داسی ښکارېده چی دایې لمړى ځل و چی ښار ته راغلې وه ښار ته د راتلو په وخت هغې له ځان سره د ورځنی اړتیا پر شیانو سربېره ځینې نور شیان هم راوړی وو لکه دځان د تکیه کولو لپاره لکړه، د لمر او باران لپاره سایه وان، د څیرو اوزړو جامو دګنډولو لپاره ستن اوتار، او په تیاره کی د رڼا لپاره یوه ډېوه او څراغ، دسایه وان، ستن او تار په اړتیا هر څوک پوهیږی خو په ښارکی ډېوې یا څراغ ته څه اړتیا شته؟ هره شپه چارچاپېره د برېښنا سېلاب غوړېدلى وی .بوډۍ چی د ښارسترګی برېښونکې رڼا ولیده نوخپله ډېوه او څراغ یې بېخی هېر کړل او هغه د کوټې په یو کونج کی یادګار پاته شول، څراغ خو ګردسره د غڼی په ځاله کی پټ شو.خو یوه ورځ چی ناڅاپه د ټول ښار برېښنا لاړه او داسی محسوسه شوه لکه ټول ښار چی د یوه تور څادر په منځ کی لوېدلى وی نو بوډۍ وارخطا نشوه ځکه هغه له تیارو سره بلده وه، د هغې ټول عمر په تیاره کی تېر شوى و، دا چی برېښنا لاړه او تیاره شوه نو ځه پروا؟ هغې خپله د تیارې چاره لرله، هغه ژر پورته شوه خاورینه ډېوه یې بله کړه او کوټه یې په رڼاکړه .د ډېوې رڼا د غڼی پر ځاله ولوېده، په ځاله کی د پټ څراغ ښیښه داسی ښکاره شوه لکه پر هغه ګروپ چی یې خندل چی پر چت راځوړند و، بوډۍ ولاړه شوه څراغ یې راواخیست د هغه ښیښه یې پاکه کړه، بل یې کړ او په کوڅه کی یې کښېښود چی لارویان له ستونزی سره مخ نشی او هغوئ په دې توره تیاره کوڅه کی دړندو غوندی لار ورکه نه کړی، بوډۍ چی څراغ دباندی په کوڅه کی کښېښود نو لکه یو لوى فرض چی یې پوره کړ، په بې غمه زړه کوټې ته لاړه .له کوڅې څخه د تیارې وېره ورکه شوه، لږ ورسته یو لاروى په کوڅه کی تېرېدى هغه چی په کوڅه کی بل څراغ ولید نو هېښ پاته شو .اهو... دا څراغ ! لکه چی له کوم چا څخه هېر شوى دى لاکن په دې تیاره کی څراغ څنګه د چا هېرېداى شی؟ د هر چا ډېوې ته اړتیا ده . ځه هر څه چی دی، دغه ډېوه باید زه اوس له ځان سره درڼا لپاره یوسم ...لاروی بېخاره څراغ پورته کړ او هغه په رڼا کی د یوه وېره ونکی تور سوری غوندی ورک شو او لار یو ځل بیا په توره تیاره کی ډوبه شوه.