دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۲ برخه

 

دام

ازابیل ّایندې/چیلی
(
ازابیل ّایندې)هغه یو شاړ پاړ او ښکلى ځوان و، د هغه هم په څېره کی دوې سترګی او په سینه کی یو زړه خو له بده مرغه هغه اړ و چی له ښځمنو څخه لیری واوسی، د نړۍ تر ټولو لوى او خوږ نعمت پر هغه حرام و، لکه د پتنګ لپاره چی شمع او د بورا لپاره چی ګل منع وی، ښایی دا د هغه ازلی محرومی وه ځکه په کومه ورځ چی هغه زېږېدلى و نو د کلی یوې فالبینی دا وړاندوینه کړې وه چی د دې کوچنی مرګ به د یوې ښځی له لاسه واقع کیږی.د هغه نوم "نکولس ودال" و.ودال چی څنګه په ښه او بد پوه شو نو دا وړاندوینه یې واورېده، هغه ډېر ووېرید او په سختو ناروغیو اخته شو.له کلی څخه لیری په یوه بانډه کی د هیواد تر ټولو نامتو فالبینه اوسېده، ودال د خپل برخلیک معلومولو لپاره دا اوږد سفر پرې کړ او ځان یې تر هغې پوری ور ورساوه، فالبینی د ودال لاس په ډېر غور وکوت او په څرګند ډول یې د دې خبری تاید وکړ چی ستا مرګ به د یوې ښځی له لاسه واقع کیږی.له دې ورسته ودال خپل ځان د تقدیر په وړاندی بې وسه وښود، هغه تر خپلو ټولو هیلو او ارمانونو تېر شو او د ښځی له ذات څخه یې د ابد لپاره ځان ګوښه کړ، هغه په دې اړه خورا ډېر محتاط پاته شو، په پیل کی د هغه لپاره دا کار خامخا ستونزمن و خو ورسته ورو، ورو د هغه زړه د کاڼی غوندی کلک شو، هغه ته د مینی او قربت اړتیا پاته نشوه.دې خبری هغه د عادی ژوند تېرولو له وړتیا څخه وایست، هغه بل مخ خپل کړ، ډاکو جوړ شو او غلاوی یې پیل کړې.په هغه بانډه کی "هډانګو" نومى یو قاضی هم اوسېدى، هغه ته یې پر قضایی واک سربېره د بانډې امنیتی مسولیت هم ور سپارلى و.که څه هم هډانګو واده د ځوانۍ تر پسرلی ورسته کړى و خو مېرمن هغه ته ښه ور په برخه شوه، د هغې نوم "کاسلا" و، هغه یوه ښکلې، مینه ناکه او ځیرکه ښځه وه.د قاضی هډانګو د انصاف او سخت دریځۍ هیبت یوازی پر بانډه نه بلکی پر ټوله سیمه پروت و، هغه د چرګی غوندی کوچنۍ غلا هم د قتل غوندی لوى جرم باله، هغه د خپلو تورو جامو له امله خلکو ته د مرګ پرښته ښکارېده، ټولو له هغه څخه وېره لرله.د قاضی د ګډ ژوند په دریو کلونو کی د هغه ښځه کاسلا درې ځله امیدواره شوې وه، سره له دې چی هغه یوه نرمه او نازکه ښځه وه خو د زېږدون له مرګونی ګذار څخه بچ پاته شوې وه.د قاضی او کاسلا تر مینځ یوه حیرانونکې هماهنګی موجوده وه، دې خبری د قاضی هډانګو پر خوى ډېر مثبت اغېز کړى و، د هغه غوسه په خندا اوښتې وه او په خلکو کی دا خبره مشهوره شوې وه چی هډانګو پخوا پولاد و خو اوس موم شوى دى، او د هغه دا اوښتون د هغه د ښځی کاسلا له امله شوى دى، خلکو د هغه په اړه دا هم ویل چی قاضی هډانګو د ځینو قضیو د پرېکړو په اړه لا هم له خپلی ښځی څخه مشورې اخلی.خو د قاضی هډانګو دا ښکاره نرمښت په هیڅ ډول د ودال لپاره د خوښۍ لامل کېداى نشواى ځکه قاضی هډانګو اوس هم د هغه په اړه د پخوا غوندی کلک دریځ لاره، د دې غله لپاره د هغه په زړه کی د نرمۍ هیڅ ځاى نه و ځکه د قاضی لپاره دا د ډېر شرم ځاى و چی د هغه د کلی سړى دی په سیمه کی غلاوی کوی خو د قانون منګولو ته دی نه ورځی، ودال د قاضی د بدنامۍ سوب ګرځېدلى و.ودال درېش کاله وړاندی د "جواناترستی" نومی ښځی په کور کی زېږېدلى و، د هغه پلار نا معلومه و، مور هم هغه ته هیڅکله ویلی نه و چی هغه د چا زوى دى خو یو وار په نا پامی کی هغې لږ تر لږه دومره ورته ویلی و چی د هغه په زېږېدو کی د هغې هیڅ خوښه او دلچسپی نه وه بلکی د حمل په وخت کی لا هغې وغوښتل چی اولاد یې ونشی، هغې د اسقاط لپاره ډیری دواوی وخوړلې، ډېری لاری یې عملی کړې خو د ودال د راتلو مخه یې ډب نه کړه، له زېږېدو ورسته هم هغه ډېر سخت زړى ختلى و، هر ډول کړاونه یې په بې پروایۍ زغملی وو، د یو داسی هلک بې لاری کېدل خو د حیرانۍ خبره نه ده چی د مینی له سوری څخه بې برخی وی.هغه کور نه درلود او پر دې سربېره هغه بدمرغه د ښځی له مینی څخه هم بې برخی و او د دې محرومۍ پړه هم پخپله د هغه په غاړه و ځکه هغه په خپل ذهن کی د فالبینی منحوسی وړاندوینی ته ځاى ورکړى و، پر دې سربېره هغه څنګه کولاى شو چی ښځی یانی خپل مرګ ته نژدې شوى واى، په لس کلنۍ کی ودال تر ځان لوى، لوى هلکان وهلی وو، د هر روزه شخړو او جګړو له امله د هغه پر څېره د چاقوګانو نښی جوړی شوی وې، په شل کلنۍ کی هغه پټ او فراری ژوند پیل کړ او د هغه رنګه نهیلو ځوانانو یوه منظمه ډله یې جوړه کړه، بس بیا نو څه و؟ هر ځاى بیلابیلی غلاوی پیل شوې. چی د هغه بدنامی بیخی ډېره شوه نو د بانډې د هر جرم پړه پر هغه اچول کېده، پر هغه، هغه پیښی هم وتړل شوې چی هغه نه وې کړی، هر لور ته د هغه د نامه هیبت خپور شو، د سیمی شتمنو خلکو د دې لپاره چی هغه له خپلو کورنو څخه لیری لری هغه ته باجونه ور شروع کړل. قاضی هډانګو هم سم په هغه پسې سترګه وړه، د هغه د نیولو هره لار یې په کار واچول، د بانډې ټول مامورین یې په دې کار پسې وګومارل خو ودال هم دومره ساده نه و، قاضی ته له نهیلۍ او قهر پرته هیڅ په لاس ورنه غله، قاضی له ستومانه کېدو ورسته له مرکزی حکومت څخه د ودال او د هغه د ملګرو د نیولو لپاره د فوځ د رالېږلو غوښتنه وکړه، فوځیان راغلل، ډېر ځایونه یې حملې وکړې، دوامداره کلابندۍ یې وکړې خو ناکامه شول. کله چی قاضی ډېر په عذاب شو نو د ودال د نیولو لپاره یې یو بل دام کښېښود، هغه د ودال سپین سرې مور "جوانا" ونیوه او په یو لوى قفس کی یې بندی کړه، قفس یې د خپل دفتر مخ ته پر لویه لار کښېښود، هغه فکر کاوه چی ودال به د خپلی مور پر تکلیف او بې عزتۍ باندی بې تابه خپله په اومړی تار بند راشی، د قاضی په امر په قفس کی بندی سپین سرې وږې تږې وساتل شوه، هغې ته یې د خوړلو او څښلو لپاره هیڅ ور نه کړل، قاضی پوهېدى چی په دې کار سره هغه د انصاف په نامه خپله یو ډېر لوى جرم کوی خو د هغه په پوهه د ودال د نیولو بله لار هم نه وه پاته.که څه هم د ودال له خپلی مور څخه د جلا کېدو ډېر وخت شوى و او هغه له خپلی مور سره داسی خاصه مینه هم نه درلوده خو اوس تر مینی ډېر د ناموس خبره وه، د هغه ملګرو فکر کاوه چی د هغوئ مشر به د قاضی د دې بد چلند زغم ونه لری، هغوئ د احتمالی چګړې لپاره د وسلو په چمتو کولو پیل وکړ خو ودال د قهر پر ځاى له زغم څخه کار واخیست او د دې اعلان په کولو سره یې هغوئ ټول حیران کړل چی موږ به هیڅ ځوابی حمله نه کوو.د وخت په تېرېدو سره د ودال په ډله کی بې تابی ډېرېدله خو ودال هره شپه په بې غمه زړه خپل خوب کاوه، د هغه ملګرو فکر کاوه چی هغه د یوې ښې لار په لټه کی دى، د هغوئ ذهن ته دا هم ورتلل چی امکان لری ودال وېرېدلى وی خو دا امکان هغوئ پخپله بېرته رداوه ځکه ودال په وار، وار حیرانونکې زړورتیا ښودلې وه.په یوه مناسب وخت کی د هغه ملګرو په وېره له هغه څخه وپوښتل:
"
سالاره! څه امر دی دى؟"ودال په ډېر ډاډ ځواب ورکړ:
"
هیڅ نه"
"
هغوئ ستا مور بندی کړې ده!"
"
بندی کړې دې دی ګورو به چی څوک ډېر زغم لری، زه که قاضی؟"له درو ورځو بند ورسته په جوانا کی دومره سېک پاته نشو چی په ژړا، ژړا ډوډۍ او اوبه وغواړی، د هغې ستونى وچ شوى و، شونډانو یې پتری نیولی وو او ژبه یې د څرمن غوندی کلکه شوې وه، پر قفس باندی څلور کسه وسله وال د دې لپاره ګومارل شوی وو چی د بانډې له خلکو څخه څوک جوانا ته اوبه یا ډوډۍ ور نه کړی.په بانډه کی بې کراری ډېره شوه او د قاضی پر خلاف مظاهرې پیل شوې، حکومتی مامورینو هم د دې ظلم پر خلاف اعتصاب وکړ خو قاضی بیا هم سر نه ګرځاوه، د بانډې تر ټولو لوى پادری هغه ته د حضرت عیسى(ع) واسطه ور کړه خو پر قاضی یې بیا هم هیڅ اثر ونه کړ، هغه باور درلود چی د ودال زغم به اخیر پاى ته ورسیږی او ژر به د خپلی مور ژغورولو ته راشی او و به نیول شی. د بانډې خلک چی له قاضی څخه ناامیده شول نو د هغه ښځی کاسلا ته ور غلل، قاضی له درو شپو څخه کور ته نه و راغلى ځکه هغه په دفتر کی خپله دنده سرته رسوله او د ودال په تمه و، که څه هم کاسلا له دې دریو ورځو څخه له کوره نه وه وتلې خو بیا هم هغه له هر څه څخه خبره وه. کاسلا چی د مظاهرینو غوښتنی واورېدې نو خپل کوچنیان یې پاک کړل او له هغوئ سره یو ځاى د بندی پر خوا ور رهی شول، د هغې په یوه لاس کی د ګلانو ټوکرۍ او په بل لاس کی د اوبو جیک و، پیره دارانو چی هغه ولیده نو پوه شوه چی هغه څه غواړی خو قاضی هغوئ ته په کلکه ویلی و چی قفس ته څوک نژدې پرېنږدی، هغوئ چی د کاسلا مخنیوى وکړ نو کاسلا ټینګار وکړ او کوچنیانو یې هم په ژړا د هغې څنګ ونیو.قاضی د مدام غوندی په دفتر کی ناست و، که له هغه سره د ودال د ّاسونو د ترپی تمه نه واى نو هغه به خپل غوږونه له مومو ډک کړی واى ځکه هغه له دریو ورځو څخه پرلپسې د جوانا ساندی او د مظاهرینو چیغی او ښېراوی اورېدې خو سر یې نه خلاصوه ّاخیر هغه و چی د خپلو کوچنیانو ژړاوی یې واورېدې او زغم یې ځواب ور کړ، هغه له دفتر څخه دباندی راووت، ږیره یې لویه شوې وه، هغه د خپلی ښځی سترګو ته ځیر شو، د هغې چوپتیا هغه ته ډېر څه ویل، کاسلا هغه ته هیڅ کله دومره په قهر نه و کتلی او بیا د ټولی بانډې په مخ کی! قاضی د مات شوی غوندی له خپلی ښځی څخه د ګلانو ټوکرۍ او د اوبو جیک واخیست، د قفس ور یې پرانیست او هغه ټول شیان یې پخپله جوانا ته وروړل چی پر هغې بند وو او هغه یې خوشی کړل.ودال ته چی دا خبر ورسېد نو هغه په نڅا شو او خپلو ملګرو ته یې وویل:
"
ومولیدل، ما تاسو ته ویلی و چی قاضی به ماته خوری، په هغه کی دومره زغم نشته لکه په ما کی چی شته"خو په دا دویمه ورځ دستی د هغه خوښی په اوبو لاهو شوه ځکه هغه خبر شو چی د هغه سپین سری مور په خپل کور کی ځان پر بادپکه راځړولى او ځانوژنه یې کړې ده ځکه د هغه مور نو دا بې عزتی او بې پروایی نشواى زغملاى چی خپل یوازینی زوى هغه په قفس کی بنده پرېښوده خو د بانډې نورو ټولو خلکو د هغې د خلاصون لپاره چیغی وهلې، ودال د مور د ځانوژنی د خبر په اورېدو له قهره تک سور شو او په هیبتناکه لهجه یې وویل: "د قاضی شپې لنډی شوی دی"هغه له قاضی څخه د بدل اخیستلو لپاره تیارى پیل کړ، هغه سوچ وکړ چی قاضی به نیسی او په هغه قفس کی به یې اچوی چی د ده مور یې په کی اچولې وه.یوه ورځ هغه ته ناڅاپه خبر راغى چی قاضی د سیل لپاره له خپلو کوچنیانو سره د سمندر غاړی ته روان شوى دى.قاضی هډانګو د سمندر په لور روان و چی په یو ځاى کی خپلو مخبرینو خبر ورکړ چی ودال له هغه څخه د بدل اخیستلو لپاره راوتلى دى، په هغه ځاى کی له قاضی سره دومره جنګیالی نه وو چی له ودال سره جنګېدلى واى خو د هغه موټر ډېر تېز و، هغه کولاى شول چی د ودال له راتلو وړاندی تر هغه بلی بانډې ځان ورسوی او ښایی داسی شوی هم واى خو په خواشینۍ سره چی د قاضی ورځی پوره شوی وې، قاضی د خپلی دندی له امله شپه او ورځ په ویښه تېروله، د مظاهرینو د چیغو او نارو، د مامورینو اعتصاب او د جوانا د ځان وژنی له امله د هغه اعصابو ځواب ور کړى و، د موټروانۍ په وخت د هغه پر زړه یوه سخته حمله راغله او هغه په هغه لار کی مړ شو.موټر وړاندی ولاړ له سړک څخه واوښت او په یو ډب کی ولوېد، د قاضی ښځی کاسلا حواس له لاسه ورکړل، اول خو بیخی په هڅ پوه نشوه خو ډېر ژر بیرته حالت ورته څرګند شو، داچی سړى یې له هغې څخه ډېر زړور و نو هغې به هر وخت دا اندېښنه لرله چی هسی نه ډېر ژر کونډه شی خو د هغې دا ګومان لا نه و چی دا پېښه به داسی ناڅاپه رامنځ ته شی.داچی له یوه لوری ودال په پسې و او له بل لوری یې موټر له کاره لوېدلى و نو هغه ډېره په فکر کی وه ، هغې خپل کوچنیان باید د ودال له قهره او غضب څخه ژغورلی واى، که څه هم قاضی له هغه ځایه له روانېدو مخکی د مرستی لپاره خبر استولى و خو نور مرستی ته د تمی وخت پاته نه و، کاسلا هوډ وکړ چی هر څنګه شونی وی هغه باید خپل کوچنیان وژغوری.هغه له موټر څخه را تا شوه او بیا په داسی حال کی چی دوه کوچنیان یې په غېږ کی او یوه منډی پسې وهلې د نژدې غره په لور پورته شوه هغې کوچنیان د غره په یو غار کی پټ کړل او شاوخوا یې وکتل چی نژدې کوم ځناور نه وی ښایی دا د سپو غار و خو اوس هلته سپی نه وو، کاسلا کوچنیان مچ کړل، له هغې سره تر سپیانو ډېره د ودال د راتلو وېره وه، کاسلا کوچنیانو ته وویل: "اوس زموږ عسکر راځی تر هغو چی هرڅه وشی له غاره مه راوځئ، که زما چیغی واورئ لا هم مه راوځئ، پوه شوئ؟"کاسلا له غره را تا شوه، د موټر د شا په څوکۍ کی کښېناسته او د ودال یا مرستی په تمه شوه.ډېر وخت نه و تېر شوئ چی لیری دوړی را ښکاره شوې چی لوړی پورته کېدې او د اسونو د پښو ترپى هم ور سره انګازه کېدى او بیا هغه وشول چی وېره یې وه.د ودال وسله وال سپاره له موټر څخه راتاو شول، کاسلا د څېرې له ټپونو څخه ودال وپېژاند.ودال چی مگوټر ته رانژدې شو نو خپلو ملګرو ته یې له ځاى څخه د تلو وویل، سپاره ولاړل او ودال له کاسلا سره یوازی پاته شو، کاسلا پوهېده چی کېداى شی اوس تر مرګ هم له ډېر تاوان سره مخامخ شی. ودال چی قاضی هډانګو ولید نو پوه شو چی هغه له بدل اخیستو څخه محرومه شوى دى او یوازی د دښمن ښځه د هغه په مخکی ده، داچی قاضی هډانګو یې ژوندى په لاس ورنه غى نو د هغه قهر یو په دوه شو، هغه د موټر ور پرانست او د کاسلا له کمزورۍ څخه یې و انګېرله چی هغه ته د توفنچې اړتیا نشته، هغه توفنچه د ّاس په توبره کی واچوله او څو شیبې ورسته د کاسلا سندریز ږغ هغه ته ټکان ورکړ: "وداله! ستا دښمن مړ شوى دى او زه د هغه کونډه یم" بیا هغې نسبتا ورو وویل:
"
ایا ته پوهېږې چی ما ستا د مور د ژغورلو هڅه ولی وکړه؟"ودال له هغې څخه وپوښتل:
"
نه ولی دی وکړه؟"
"
ځکه چی زه له تاسره مینه کوم" کاسلا ډېر عادی د ودال په سترګو کی سترګی ورښخی کړې، ودال چی د خپل دښمن د ښځی له خولې دا توری واورېدل نو د هغه د زړه نړۍ دړی وړی شوه، په ژوند کی په لمړی ځل نن یوې ښځی له هغه سره د مینی یادونه کړې وه خو په همدې کی ودال ته د فالبینی وړاندوینه ور یاده شوه، هغه زړه نا زړه شو. کاسلا چی د ودال په سترګو کی د شک سورى ولید نو هغې پرېکړه وکړه چی د خپلو کوچنیانو د ژغورلو او د ودال د نیولو لپاره به نن هغه تر ټولو بریدونو پوری وځی، بیا یو ګام وړاندی ولاړه او ودال یې تر ګرېوان ونیو: "وداله! زه له تا سره مینه کوم، وګوره هغه دى زما مېړه مړ پرو، زه د هغه په مخکی تاته د مینی اقرار کوم، وداله! پر ما باور وکړه"هغه د ښاپېرۍ غوندی ښکلې او نازکه ښځه وه.ّاخیر ودال تر احساساتو لاندی راغى، هغه یې له سینې سره جوخته کړه چی په دې کی کاسلا د ّاسونو د پښو ترپى واورېد، مرسته رارسېدلې وه، کاسلا د لنډ وخت لپاره خپل مړ شوى مېړه له ودال سره پرتله کړ، هغې ته داسی محسوسه شوه چی په زړه کی یې د ودال لپاره یوه د رحم څپه راپورته شوه، هغې په بېړه وویل: "وداله! وداله! ځه ولاړ شه، هغه خلک راغلل"خو نور د تلو وخت نه و پاته.ودال سر راپورته کړ د هغه پر شونډانو مسکا خپره وه او په سترګو کی اوښکی... هغه وویل: "اف کاسلا! هغه ښځه ته یې چی زما د مرګ سوب..."پنځه دقیقې ورسته پولیسو د ودال مړى پورته کاوه او کاسلا اوس هم لیدل چی د ودال په سترګو کی اوښکی ولاړی دی.

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۱ برخه

 

د هیلو ونه

رچرډ پنډېل هغه د جامو بسته یوې خوا ته کښېښوه او پر خپله کتابچه یې لیک لیکل پیل کړل.ګرانی مور! کله چی دا لیک ستا لاس ته درشی، نو ښایی ته ډېگره پرېشانه شې، پلار جان به په کور کی لالهانده ګرځی، تاسو به په دې بدګمانه شوی یاست، چی ما درسته شپه له خپلو ملګرو سره په ایله دنګۍ تېره کړې ده او پلار جان به فکرکوی، چی زه د کومی نجلۍ ملۍ په چکر کی یم، ځکه نو درسته شپه کور ته نه درغلم، خو خبره بېخی ساده او سپینه ده، ګرانی مور! زه له کوره روان یم، نن سبا زمارنګه اتلس کلن هلکان اکثر له کوره تښتی، لاکن په ما او هغوىکی یو توپیر شته، هغه دا چی زه نه له کومی وېری تښتم او نه هم د کوم شی د پور ته کولو لپاره تښتم، بلکی په خپله خوښه کور پرېږدم.هسی هم زه یوه ورځ خامخا له کوره تلم، کله ناکله خو دا ماته د یو فرض غوندی ښکارېدل، چی سترګی پرې پټول او له لاپامه اچول یې زما لپاره نا شونى و، کله ناکله دا یوه اړتیا وی چی سړى باید له کوره لاړ شی، د دې لپاره چی څوک وپوهیږی چی د باندی نړۍ څرنګه ده؟ او له کوره بهر ژوند تېرول څنګه خوندکوی؟ بل دا چی په د باندی ژوند تېرولوکی څومره خوند او څومره غم دى.تا او پلار جان غوښتل چی دا هر څه ماته د زدکړی له لاری راوښووئ او غوښتل مو چی دغه ټولی تجربې د اسنادو او ازموینو له لاری راباندی وکړئ، خو ګرانی مور! زما په فکر سړى ژوند داسی نشی زده کولاى.زه په دې پوهېږم چی زه دا ګام په تیاره کی پورته کوم، نه پوهېږم چی دا ګام یا له دې وروسته ګام به ما کوم لور ته بوځی؟ خو یو وخت نه یو وخت به زه خامخا وغواړم، چی کور ته درشم، خو په دې شرط چی پلار جان اجازه راکړی (او زه پوهېږم چی پلار جان به هیڅکله اجازه رانه کړی). د پلار جان په خوى زه ښه پوهېږم، ځکه نو هر ډول خوشبینۍ ته زړه ښه کول بې مانا دی، زما یاد دی، چی یو ځلی هغه راته ویلی و:
"
که کوم وخت دی له کوره د تښتېدلو هڅه وکړه، نو د بېرته راتلو خیال له زړه څخه وباسه!"زه افسوس کوم، چی ته به ونه کولاى شې، چی له ما سره د لیک له لاری تماس ټینګ کړې، ولی چی زه خپله نه پوهېږم، چی زه به چیرته یم؟
البته شپږ میاشتی وروسته زه د خپل کور له مخی تېرېږم، که چیری پلار جان په یو ډول زما بېرته منلو او دوباره ښه راغلاست ویلو ته چمتو شو، نو ورته ووایه چی د مڼې پر هغه ونه یو سپین ټوکر وتړی، پر هغه ونه چی د انګړ په وروستۍ برخه کی د اورګاډی له پټلۍ سره نژدې ولاړه ده، زه په اورګاډی کی راځم، که چیری ما د مڼې پر ونه کوم سپین ټوکر ونه لیدى، نو زه به چوپ د کومی خواشینۍ پرته وړاندی تېرشم، د هغه ځاى او هغه لور په خوا چی بخت می بیایی.د خپلی ګرانی مور جانی زوى!
"
ډېویډ"هغه چی پاکټ بند کړ، نو تر سړک واوښت او لیک یې په پوستی صندوق کی واچاوه، دا هغه سړک و، چی له ښاره د باندی وتلى و، موټرونه پرله پسې تېریدل، هغه هڅه کوله چی کوم موټر تم کړی، خو شپږو موټرونو د هغه اشاره له پامه وغورځوله اووم چی یو کارموټر یو څو ګامه وړاندی ودرېد، ډیویډ د موټر خوا ته ورغى:
"
په کومه روان یې؟"موټرچلونکی چی یو زوړ سړى و، په موسکا ورڅخه وپوښتل:
"
ته. . . ته کوم لورته روان یې؟"ډیویډ خپله بسته راپورته کړه:
"
بالټی مور!"ډیویډ په ډاډ ور پرانیست او په موټر کی کښېناست.
"
زه هم بالټی مورته روان یم!"موټر رهی شو، ډیویډ ورتاو شو، خپله بسته یی د شا په څوکۍ کی کښېښوه.او بیا مخامخ د سړک په ننداره شو، سړک تر لیری د کوم لړزېدلی مار غوندی ښکارېدى.
"
زمانوم جېم دى!"موټرچلونکی د انډیوالۍ په دود ورته وویل:
"
په میری لیند کی می د وارداتو او صادراتو کاروبار دى!"زمانوم ډیوډ!"په ځوانۍکی چی به کله زه له یوه ښاره بل ښار ته تلم، نو ما به هم همداسی موټرونه درول، جېم په داسی حال کی چی په سړک کی یې سترګی ښخی کړی وې، په موسکا وویل:
"
زه پوهېږم چی ځوانی څه وای؟"د یوې شېبې لپاره ډېویډ داسی وانګېرله چی دا نابلده سړى د هغه له رازه خبر دى او په دې پوهېږی چی هغه له کوره تښتی، خو جېم له هغه څخه وپوښتل: وکور ته روان یې؟
"
هو!" ډیویډ موسکى شو.
"
کور ته د تللو خیال هم څومره خوندور وی!"جېم خپه غوندی وویل:
"
شل دېرش کاله مخکی زه هم له کوره وتلى وم او داسی وتلى وم، لکه بې پروا او لېونی هلکان چی وځی، یوازی د دې لپاره چی نوی تجربې ترلاسه کړی، د دې لپاره چی په نړۍ اونړیوالو وپوهېږی."هغه ږغېدى، ږغېدى، بیا یو دم چوپ شو.
"
نوبیا؟" یوه شېبه وروسته ډیویډ وپوښتل.
"
بیا زه هیڅکله ونه توانېدم چی بېرته خپل کور ته لاړشم."جېم وویل "زما هیڅ کور پاته نشو، ځکه زما مور او پلار په یوه پېښه کی مړه شول، نور نو زه اړ وم، چی د دې پر ځاى چی کور ته بېرته لاړشم، خپل سفر ته دوام ورکړم.
"
وړاندی نور وړاندی، نور وړاندی . . . ." دواړه چوپ شول.
"
ته بېغمه ویده شه" ښه وروسته جېم په مینه هغه ته وویل:
"
سفراوږد دى". ډیویډ د لمر سترګی ته وکتل چی لیری د لوېدو په حال کی وه، بیا یې سر له څوکۍ سره ولګاوه او سترګی یې پټی کړې.
* * * *
څېرې، په سلګونو او په زرګونو څېرې، ډیویډ په یوازی څو میاشتوکی ډول، ډول څیرې ولیدې، له رنګ_رنګ پیښو سگره مخ شو، پېښی یو په بل پسې څرګندېدې او ورکېدی، له چا سگره چی به لږ و ډېر بلدېدى، هغوى به هم د وخت له تېرېدو سره ورکېدل، بدخویه موټرچلوونکی، غوړماله او چالاکه پلورونکی، خواخوږی پولیس، د بدمستو شرابی ښځو ټولۍ، کوچنیان او سپین ږیری د څېرو یو هجوم و، چی ډیویډ په ټېلو ټمبو وهلوسره لار پکی موندله او وړاندی تلى، نړۍ د یوه غوړېدلی ټغر غوندی د هغه په وړاندی وه، نور نو هغه د نړۍ له چلبازیو سره تر ډېره پوهېدلى و، هغه د هر خوى خلک یی لیدلی وو او ډول_ډول خوارۍ یې کښلی وې، شپې او ورځی پرله پسی تېرېدلې.یوه شپه چی هغه د لرګی پر "پوزی" پروت و، نو په خیال کی یې د جېم خبری په عوږونو کی انګازه شوې، د شپې په ژوره چوپتیا کی هغه دا خبری خپل زړه ته له نژدې حس کړې:
"
پوه شوې ډیویډه!" جېم له پیکه موسکا سره وویل:
"
بیا زه هیڅکله ونه توانېدم، چی بېرته خپل کور ته لاړشم، زما هیڅ کور پاته نشو، نور نو زه اړ وم، چی د دې پر ځاى چی کور ته بېرته بېرته لاړ شم، خپل سفر ته دوام ورکړ م، وړاندی، نور وړاندی. . . ."
* * * *
د اورګاډی له ښیښو څخه مالومېدونکی منظرې یو په بل پسې شاته په منډه وې.پنځه میاشتی! ډیویډ په داسی حال کی چی د باندی یې کتل، له ځان سره سوچ وکړ، بلکی پنځه نیمی میاشتی! نه پوهېږم چی مور جانه به څنګه وی؟ او پلار جان به څومره بوخت وی؟ لږ وروسته هغه له همدې کړکۍ څخه د خپل کور د لیدلو په حال کی و، دوه انځورونه په وار_وار د هغه په خیال کی ورتلل، لومړى انځور د مڼې د هغی ونی و، چی سپین ټوکر پرې تړلىو او په دویم انځورکی هغه ونه وه، چی هیڅ پرې نه و، نه سپین ټوکر نه کوم بل رنګ، هغه په وار_وار دا هڅه وکړه چی دا خیال له زړه څخه وباسی، خو بریالى نشو.هغه ته داسی څرګنده شوه، چی څنګه یې کور رانژدی کیږی، ستونى یې هم سم ورسره وچیږی، که پر ونه هیڅ نه و، نو بیا؟ اوکه ښه راغلى ورته ونه وایی، نو دى به له خپل هوډ او ژمنی سره سم چوپ وړاندی تېریږی او اړ دى چی بېرته د زرګونو او لکونو انسانانو په نړۍ کی ورک شی.اورګاډى همداسی په سگرعت روان و، د ډیویډ دوىکور وار په وار، را نژدې کیدى، د اوسپنې پر پټلۍ څرخېدونکو آرابو د برېښنا په سرعت سره مزى پرې کاوه او د پرېکړی ګړى په رارسېدو و.له کور څخه د نژدې نیم میل په واټن کی ډېویډ پوه شو، چی نور په هغه کی د دې توان پاته نه دى، چی بهر وګوری، یوه وېره دکوم سیوری غوندی هر لور ته وغوړېده، ډول_ډول اندېښنو پر هغه خپل حصار راتنګاوه، څه به کیږی؟ که د باندی هیڅ نه وی، نو څه به کیږی؟ د هغه همت پاى ته رسېدلى و او په دې باوری شوى و، چی هغه په خپلو سترګو د دې منظرې د لیدلو زغم نه لری، هغه وېره لرله، چی د مڼې پر هغه بلده ونه به سپین ټوکر نه وی، بلکی د هغې ونی پرځاى به کومه نابلده او بې خونده ونه ولاړه وی، لکه د ښارونو د سړکو نو پر غاړو چی ولاړی وی، په هغوى کی د مڼې بوى نه وی، د هغوى په سیوری کی بلنه نه وی، "نه" د هغه زړه و، چی په چیغه ووایی:
"
زه بهر نشم کتلاى!"هغه په نهیلۍ ایخوا دېخوا وکتل او بیا یې مخ ته ناست یوه مساپر ته وویل:
"
آیا زما یو کوچنى کار به را ونه کړې؟ لږ وروسته د اورګاډی پټلۍ ته څېرمه د مڼې یوه ونه راښکاریږی، هغې ته به په غور وګورې او راته وبه وایې چی پر هغې کوم سپین ټوکر تړلى دى، که نه؟"ډیویډ چوپ ناست و او وړاندی یې کتل، د هغه زړه په کوم وېروونکی ټال سره درزېدى او خوله یې له ټول بدن څخه د اوبو غوندی روانه وه، چی په دې کی اورګاډى له ونی څخه تېرشو. "څنګه . . . څه و؟" ډیویډ په لړزېدلی ږغ له مساپر څخه وپوښتل "اوه، زما خدایه!" مساپر په داسی حال کی چی بهر یې کتل، په حیرانتیا وویل:
"
د هغې ونی خو پر هر ښاخ یو_یو ټوکر تړلى و، درسته ونه په ټوکرانو سپینه_سپینه وه!"

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۱۰ برخه

 

خلاص کړه

سعادت حسن منټو/پاکستان
(
سپېشل) اورګاډى له امرتسر څخه د ماپښین پر دوو بجو روان شو او اته ساعته وروسته مغل پورې ته ورسېد، په لار کی څو کسه ووژل شول، یو شمېر ټپیان شول او نور دلته هلته تیت وپرک شول.د سهار پر لسو بجو چی کله سراج الدین د کمپ پرسړه ځمکه سترګی روڼی کړې او چارچاپېره یې د سړیو، ښځو او کوچنیانو یو څپاند سمندر ولید، نو د هغه د فکر او پوهی ځواک لا پسی کمزورى شو، هغه تر ډېره په خوپ اسمان کی سترګی ښخی کړی وې، سره له دې چی په کمپ کی هر لور ته زوږ جوړ و، خو سراج الدین بیا هم هیڅ نه اورېدل. د هغه غوږونه لکه کاڼه چی وو، کوم چا چی به هغه ته کتل نو داسی فکر به یې کاوه، چی هغه په ژور فکر کی ډوب دى، لاکن داسی نه وه، په اصل کی د هغه هوښ او حواس شل شوی وو، هغه بېخی لکه په خلا کی چی ځگوړند و، له دې امله چی سراج الدین په وار_وار خوپ اسمان ته کتل، د هغه سترګی له لمر سره ونښتې، د لمر تېزی وړانګی د هغه د بدن په رګ_رګ ننوتې.هغه را ویښ شو او پرله پسې څو تصویرونه یې پر دماغ را ښکاره شول، اور، لوټ، تالان . . .، منډی، ترړی . . . د اورګاډی تمځاى . . . مرمۍ . . . شپه او سکینه . . . . سراج الدین یو دم پورته شو او د لېونیانو غوندی یې د چارچاپېرو انسانانو چاڼ پیل کړ.پوره درې ساعته هغه د "سکینې_سکینې" نارې ووهلې او د پنډغالی"کمپ" ګوټ_ګوټ یې ولټاوه. خو هغه ته د خپلی یوازنۍ ځوانی لور هیڅ درک ونه لګېد، چارچاپېره یو ګډوډى جوړ و، چا خپل زوى لټاوه، چا مور، چا ښځه او چا لور، سراج الدین چی کله ستړى ستومانه شو، نو یو څنګ ته کښېناست او پر خپلی حافظې یې زور واچاوه، فکر یې شروع کړ، چی سکینه له ده څخه کله او چیری جلا شوه، خو چی هر څومره سوچ به یې وکړ، دماغ به یې بېرته د سکینې د مور پر مړی تم شو.هغه چی کولمې یې ټولی د باندی راوتلی وې، تر دې آخوا هغه نور هیڅ سوچ نشواى کولاى.د سکینې مور مړه شوې وه، هغې د سراج الدین د سترګو پر وړاندی سا ورکړې وه، خو سکینه چیری وه، هغه چی په اړه یې مور د زکندن په وخت کی ویلی و:
"
ما پرېږده، خو سکینه له دې ځایه بوزه او ژر له دې ځایه وتښتئ!"سکینه له ده سره وه، دواړو لوڅی پښې منډی وهلې، د سکینی پوړنى ولوېد، ده غوښتل چی هغه راپورته کړی، خو سکینې چیغه ورباندی کړې وه:
"
پلار جانه!. . . پرېږده یې" هغه بیا هم پوړنى راپورته کړى و . . . له دې فکر سره د هغه خپل پړسېدلی جېب ته پام شو او په هغه یې لاس ننه ایست، یو ټوکر یې راو ایست . . . دا هغه د سکینې پوړنى و . . . لاکن سکینه چیری وه؟ سراج الدین پر خپل ستومانه دماغ زور راوړ، خو کومی نتیجې ته ونه رسېد، آیا سکینه له هغه سره تر تمځاى پوری ورسره وه؟ . . . آیا هغه له ده سره په اورګاډی کی سپره شوې وه؟ . . . کله چی په لار کی اورګاډى ودرول شو او بلوایان راننوتل، نو آیا هغه بې سده شوې وه، چی هغوى دی سکینه تښتولې وی؟
د سراج الدین په دماغ کی بې شمېره پوښتنی وې، خو ځواب یې هیڅ نه و، هغه خواخوږۍ ته اړتیا لرله، خو له بده مرغه چی چارچاپېره چی څومره انسانان وو، هغوى ټولو خواخوږۍ ته اړتیا لرله.د سراج الدین زړه و چی وژاړی، خو سترګو یې ملګری نه ورسره کوله. خداى خبر اوښکی چیری غیبی شوی وې.شپږ ورځی وروسته چی د سراج الدین هوښ او حواس څه پر ځاى شول، نو هغه له هغو خلګو سره ولیدل، چی د هغه مرستی ته تیار وو، هغوى اته کسه ځوانان وو، لارۍ یې لرله او ټوپکونه ورسره وو، سراج الدین هغوى ته په لکونو دعاوی وکړې او د سکینې بڼه یې ور وښوده چی:
"
په رنګ سپینه ده او ډېره ښکلې ده . . . تور ویښتان او پر ښى باړخو یو خال لری . . . زما یوازنۍ لور ده، را پیدا یې کړئ، خداى به خیر درکړی"دا وطلبو ځوانانو په خورا خواخوږۍ سره سپین ږیری سراج الدین ته باور ورکړ، چی که چیری د هغه لور ژوندۍ وه، نو یوازی څو ورځی وروسته به له هغه سره وی.اتو سرو ځوانانو هڅه وکړه، د سرونو په لوبه یې ځانونه "امرتسر" ته ورسول، څو ښځی، څو سړی او څو کوچنیان یې را وایستل او خوندی ځایونو ته یې ورسول، لس ورځی تېری شوې، خو هغوى سکینه پیدا نه کړه.یوه ورځ هغوى د همدې خدمت لپاره په لارۍ کی امرتسر ته روان وو، چی پر سړک باندی هغوى یوه نجلۍ ولیده، د لارۍ د ږغ په اورېدو هغې ټکان وخوړ او منډی یې کړې، داوطلبانو موټر ودراوه او ټولو په هغې پسی منډی کړې، په یوه کرونده کی هغوى هغه ونیوه، چی ویې لیده، نو ډېره ښکلې وه، پر ښى باړخو یې یو خال هم و، یوه هلک هغې ته وویل:
"
وېرېږه مه . . . آیا ستا نوم سکینه دى؟"د نجلۍ رنګ نور هم ژړ شو، هغې هیڅ ونه ویل، خو چی کله ټولو هلکانو هغې ته ډاډګېرنه ورکړه، نو د هغې وېره هم لیری شوه او دا یې ومنله چی هغه د سراج الدین لور سکینه ده. اتو داوطلبو ځوانانو له هر لوری سکینه خوښه وساتله، هغې ته یې ډوډۍ ورکړه، شیدې یې ورباندی وڅښلې او په لارۍ کی یې سپره کړه، یوه خپل کوټ وکیښ هغې ته یې ورکړ، ځکه چی د پوړنی د نشتوالی له امله هغې ډېره بې کراری محسوسوله او په وار_وار یې په لاسونو د خپلی سینې د پټولو ناکامه هڅه کوله.څو ورځی تېری شوې . . . خو سراج الدین د سکینې له هیڅ حاله خبر نه شو، هغه کرۍ ورځ په بېلابېلو کمپونو او دفترونو وتى ننوتى. خو له هیڅ ځایه یې هم د خپلی لور درک معلوم نه کړ، د شپې هغه تر ډېره د هغو داوطلبو ځوانانو د بریالیتوب لپاره دعاوی کولې، چا چی هغه ته دا باور ورکړى و چی که سکینه ژوندۍ وه، نو یوازی د څو ورځو په دننه کی به هغوى هغه مخامخا پیدا کوی.یوه ورځ سراج الدین په کمپ کی هغه داوطلبه ځوانان ولیدل، هغوى په لارۍ کی ناست وو، سراج الدین په تراټ هغوى ته ځان ور ورساوه، لارۍ د روانېدو په حال کی وه، چی هغه ورڅخه وپوښتل:
"
زویه! زما د سکینې درک ونه لګېد؟"ټولو په یوه خوله ورته وویل:
"
وبه لګیږی_وبه لګیږی" او لارۍ یې روانه کړه.سراج الدین یو ځل بیا د هغو ځوانانو د بریالیتوب لپاره دعا وکړه او زړه یې یو څه سپک شو، ماښام مهال سراج الدین په کمپ کی ناست و، چی یو پس پسى یې تر غوږ شو. څلورو خلګو یو شى را اخیستى و او د ده لور ته را روان وو؛ ده چی پوښتنه وکړه، نو ور معلومه شوه چی د اورګاډی له پټلۍ سره یوه نجلۍ بې سده پرته وه، خلګو هغه را پورته کړې ده، سراج الدین د هغوى له شا پسې ورغلى، خلګو نجلۍ د روغتون مسوولینو ته وسپارله او لاړل.څو شېبې هغه همداسی له روغتون څخه د باندی له یوې خادې سره ولاړ و، بیا ورو_ورو د ننه ورغى، په کوټه کی هیڅوک نه و، یوازی یوه دستګیره پرته او پر هغې یو مړى. سراج الدین ورو_ورو ګامونه پورته کړل او هغې خواته ورغى، په کوټه کی ناڅاپه رڼا شوه، سراج الدین د مړی پر ژړ مخ ځلېدونکى خال ولید او چیغه یې کړه:
"
سکینه!"هغه ډاکټر چی کوټه یې رڼا کړې وه، له سراج الدین څخه وپوښتل:
"
څه کیسه ده؟"د سراج الدین له ستونی یوازی همدومره راووتل:
"
صاحب زه . . . صاحب زه . . . د دې پلار یم!"ډاکټر پر دستګیرې پراته کس ته وکتل، د هغه نبض یې وکوت او سراج الدین ته یې وویل:
"
کلکین خلاص کړه!"د سکینې په مړ بدن کی حرکت پیدا شو، په ناتوانو لاسو یې پرتوګاښ خلاص کړ او پرتوګ یې وښویوه، سپین ږیری سراج الدین له خوښۍ څخه چیغی کړې، ژوندۍ ده . . . زما لور ژوندۍ ده . . . ډاکټر سر تر نوکه په خولو کی ډوب شو.