دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

دهمزلو پاڼه دیارانودخوشالی لپاره

د ثـواب مزه منـم خو د ګـــــناه پـه شان یی نـه - او زه د ګـل ښائسـت منـم خـو د جــانـان پـه شـان یی نـه (کوچی)

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۹ برخه

 

یوه شپه دباندی

ټالاخوامورتی مولل/تانزانیا
میکا تر ډېره پوری همداسی وچ او چوپ ناست و، چی کله وښورېد نو په رګونو کی یې د شرابو مستی په پوره سر و تال سره د شهوت سندره پورته کړه، هغه ځان ناارامه محسوسوه، تر ځو چی غاړه یې تازه کړه او په مشکل سره یې وویل:
"
ستا نوم څه دى؟"
"
ماما تومینی..." (د تومینی مور )هغې بې له دې چی میکا ته وګوری پر مځکه ټغر هوار کړ او خپل زوى یې پر پرېیستى،کوچنى بې ارادې په ټوخی شو، ټوخى پسې زورور شو، او کوچنى یې مرګی حاله کړ.میکا ورغى کوچنى یې وکوت، د هغه سترګی تکی سپینی راختلی وې او تندى یې له تبی سره سکروټه و.
"
ایا ته دى نه تداوی کوې؟"میکا د دې لپاره چی ځان یې د وجدان له ملامتۍ څخه خلاص کړى وی له هغې څخه وپوښتل.
"
زموږ په کلینک کی هیڅ نشته، د ډسپرین یوه ګولۍ لا نشته"هغې ځواب ورکړ.د مور د غېږی د ګر مۍ له امله کوچنى سیده وغځېد، د هغه له سینې څخه د سا ایستلو د تېزوالی شدد څرګندېدى، ماما تومینی کوچنى په بړستنه کی پټ کړ او بیا یې د میاشو د وژلو پلیته بله کړه د هغه سرته یې کښېښوده، له پلیتې څخه ورو، ورو لوګى پورته کېدى او پر کوچنی را تاوېدى کوچنى وښورېد ناارامه غوندی شو، مور یې په مینه وتپاوه.
"
خداى دی را جوړ کړه " ماما تومینی ساده غوندی وویل "زما تنکى سپاهی خداى دی هیڅکله څه نه درباندی کوی"سپاهی ولی؟... "میکا وپوښتل
"
هو سپاهی... سپاهی هیڅکله وږى نه پاتیږی او نه هم ناروغه کیږی" ماما تومینی داسی ګډه وه لکه یو کوچنى چی له مشرانو اورېدلی خبری تکراروی.
"
هغه له لوږی نه مری، وژل کیږی"میکا ښایی طنزا وویل:
"
هو تر دې خو مرګ ښه دى چی زموږ غوندی په مشکلاتو اخته وی" ماما تومینی وویل: "تر دا زموږ رنګه په وار، وار ورو، ورو مرګ خو هغه د یوې ګولۍ مرګ ښه دى"میکا پسپایی محسوسه کړه، لږ وروسته یې بیا وویل:سپاهی هم کیداى شی له لوږی مړ شی، کله چی د خورک لپاره څه نه وی نو بې له دې چی په څو، څو واره ورو، ورو مړ شی بله لار نه وی، هم ستاسو لپاره هم د سپاهی لپاره"ماما تومینی ښایی د میکا هیڅ خبره نه وی اورېدلې او یا یې هم ښایی سر نه وی په ګرځولى، هغه همداسی په خبرو سر وه لکه په کوټه کی چی یوازی وی، هغه خپلو چورتونو دومره په مخه کړېوه چی د میکا یوه خبره یې هم نه اورېده، بس ګډه وه لکه خپل ځان ته چی څه وایی.
"
د تومینی پلار هم یو سپاهی و..."
"
و... څه مانا؟... اوس نشته؟" میکا وپوښتل.
"
هغه د زمری غوندی زړور و، په دې سیمه کی د هغه بل سیال نه و، په هغه شپو کی زموږ ژوند ډېر اسوده و" هغه نه یوازی زما سړى و بلکی د یو پلار غوندی مهربانه هم و... پر ما باندی... زما پر مور باندی... او موږ ټولو باندی... اوس مو ژوند ټول یوه پوښتنه ګرځېدلى دى، د هر کوچنی شی د تر لاسه کولو لپاره اړ یو چی پوره منډی ترړی ووهو، د هر شی لپاره اړ چی خپله وینه خرڅه کړو... بدن خرڅ کړو... ارمان چی د تومینی پلار ژوندى واى .د ماما تومینی له سترګو څخه اوښکی را توى شوې خو بیرته یې ژر ځان په واک کی کړ.
"
ولی... هغه مړ شوى دى؟"... د میکا پوښتنه له تلوسې څخه ډکه وه، په لهجه کی یې خواخوږی وه، خو هغه د یوې غملړلی غم نشواى جبرانولاى .
"
زه نور نه غواړم د هغه په ا ړه خبری وکړم... د خداى لپاره ره نور د هغه په اړه کومه پوښتنه مه کوه "د هغې له سترګو څخه اوښکی پرلپسې روانی وې " هغه ( یوګانډا) ته تللى و، خدایزده په کورنۍ جګړه کی ووژل شو؟... که، تراوسه ژوندى دى؟... درک یې نشته... هیڅ درک یې نشته"میکا هیڅ ونه ویل، کوچنى هغه رنګه پروت و، مور یې خپل لاس باندی تپاوه... هغه ډوبه وه... چورتونو په مخه کړې وه... تر څو شیبو همداسی بې حسی ناستی وروسته هغه پورته شوه، د اوسپنی کوچنۍ ډېوه یې مړه کړه او کوټه یوې ژوری تیارې او چوپتیا په غېږ کی واخیسته، ماما تومینی خپل په تیاره کی نغښتى بدن په چوپه، ذمه واری او کاروباری دیانت سره میکا ته وړاندی کړ، میکا د بری په احساساتو کی نغښتى هغې ته نژدې ورغى، خو په زړه کی هغه هم د ماما تومینی غوندی ناارامه او ناکراره و، کله چی هغه د خپلو جذباتو په ګرداب کی ډوب و، نو هغه وخت هم ده ته د هغه کوچنی د ساه ایستلو ږغ راتلى چی د ده خوا ته پر ټغر پروت و .هغه ته معلومه نه وه چی کله د هغه سیلاب تم شو او کله ویده شو، خو چی کله راویښ شو نو هغه ډېر ګنس و، لکه هغه چی په دې هم نه پوهېدى چی هغه چیری دى او په څه حال کی دى، تر څو چی ېې د ماما تومینی له لوڅ بدن سره لاس نه و لګېدلى هغه په همدې تذبذب کی و .هغه له خپله ځایه پورته شو،کالی یې واغوستل، سګرېټ یې ولګاوه او د میاشو ږغ ته غوږ شو چی د پلیتې له سوځېدو ورسته په کوټه کی آزادی ګرځېدې ، هغه په دې توره تیاره کی یوه عجیبه ناکراری محسوسوله، یوه خبره په دې کوټه کی خامخا وه چی د هغه په زړه کی یې اضطراب پیداکړى و خو ناڅاپه هغه په دې رمز باندی پوه شو چی د هغه په زړه کی پیدا شوې ناکراری اصلا په کوټه له دې خورې چوپتیا نه سر چینه اخلی چی بر ایی ماښام هغه وخت نه وه کله چی هغه کوټې ته راننوتلى و.د هغه ستونى وچ و او سر یې درد کاوه، هغه خپل سګرېټ مړکړ او چوپ د کوچنی د بړستنی خوا ته ورغى او په داسی حال کی چی یوه نابلده وېره یې احساسوله خپل تود لاس د کوچنی پر تندی کښېښود، هغه ته داسی څرګنده شوه چی کوچنى مړ پړ پروت دى او د ساه ایستلو موسیقی یې له وخته خاموشه شوې ده، د هغه زړه و چی کوچنى وګوری خو هغه د لیټر د لګولو ننګه ونکړه، ښایی هغه نه غوښتل چی له هغه څه سره مخامخ شی چی د حقیقت څېره یې خپله کړې وه، هغه خپل لړزېدلی لاسونه د کوچنی بدن ته ورنژدې کړل، د هغه څېره، بدن اوسترګی ټول ساړه پاړه وو .ماما تومینی پر بل لټ واوښته، له ځان سره وبوڼېده او بیرته په خوب کی ډوبه شوه، میکا څو شیبې وچ ناست و خو کله چی ماماتومینی په خواږه خوب ویده شوه نو هغه بیرته پر خپل ځاى کښېناست، له جېب څخه یې سګرېټ را وایست هغه یې ولګاوه او په ژورو چورتونو کی ډوب شو، څو شیبې هغه همداسی بې حسه ناست و، سګرېټ یې څکاوه، بیا یې خپلی پاته جامې راپورته کړې او چی چمتو شو نو د کوچنی د بستر خوا ته یې وکتل چی د هغه د سګرېټ په رڼا کی ډېر تت ښکارېدى .بیا هغه نا څاپه پرېکړه وکړه چی هغه باید ژر تر ژره له دې کور څخه ووځی او هغه باید د کوچنی په تدفین کی شریک نه شی، د هغه شته والى ښایی د دې کور په ګټه نه وی، نور د هغه په وړاندی کوم داسی ذهنی خنډ نه و چی هغه نور ځنډ وکړی او دلته پاته شی، د هغه په ذهن کی پوښتنه پیدا شوه چی د هغه دغه پرېشانی له څه شی څخه ده؟ په کوچنی یې د هغه څه؟ یا د هغه له مور سره د ده څه رشته شته، هغه دا ډول پوښتنی له ذهن څخه وڅنډلې او په اتو مات ډول یې لاس جېب ته لاړ، له شمېرولو پرته یې څو نوټونه پر مېز کښېښول او پر هغه یې ډېوه کښېښول، د هغه غوږونه پرلپسې د ماما تومینی خوا ته متوجه وو، په همدې شیبه کی د ماما تو مینی ږغ را پورته شو.
"
ته خو تلو ته تیار شوى یې..."
"
هو..."
"
دومره وختی ؟...
"
هو، ته خو پوهېږی چی په دې شپو کی د ټرانسپورټ لوى مشکل شته او زه باید خامخا ځان ورسوم"هر څه چی وو، هغه نن خامخا روانیدى او په هر ډول باید تر ماښام وړاندی "دارالسلام" ته رسېدلى واى، له تېرو دوو، ورځو څخه هغه په دې کلی کی بند پاته و، د پټرولو د نشتوالی له امله د ترانسپورټ ستونزه پیدا شوې وه، او ډېر سېلانیان او نور خلګ مجبوره شوی وو چی په دې کلی کی
پناه واخلی، تېره ورځ هغه د کوم موټر په لټه پسې په ټول کلی وګرځېد خو چی څه نشول ور پیدا نو هغه په همدې کلی کی د شپې د تېرولو پرېکړه وکړه او دا پرېکړه یې هم ورسره وکړه چی دا شپه په یوه رنګینه شپه بدله کړی، هغه په یو هوټل کی کوټه ونیول،سامان یې هلته کښېښود او د "وسکی" په لټه شو، همدا یو شى و چی د هغه شپې ته یې رنګ او خوند ورکولاى شو، "بیر" د هغه د زړه شى و، هغه ټول کلى پسې چاڼ کړ خو پیدا یې نه کړ، که څه هم دوکاندار هغه ته ویلی وو چی "بیر" په یوه لارۍ موټر کی راروان دی، هغه پر یو پله ولاړه ده او ماښام ته رارسیږی خو میکا پوهېدى چی هغه درواغ وایی .دا کلى له دوړو، بادونو، تنګو کوڅو او چټلیو پرته نور څه نه وو، هغه په دې ټولو کوڅو وګرځېد خو بخت یاری ورسره ونه کړه ځکه نو اړ شو چی په همدې کلیوالو شرابو خپل نس ډک کړی چی ورسته یې د هغه په رګونو کی روانه وینه ور ګرمه کړه، د دې شپې د لا رنګینولو لپاره هغه د شرابخانې یو داسی مېز د ناستی لپاره غوره کړ چی د هغه ډېر کسان سیمیز خلک وو، هغوئ د شپې له پخېدو سره ورو، ورو خپلو کورونو ته مخه کړه او هغه هم د یوه سیمیز کس په مرسته د ماما تومینی تر کور پوری ورسېد.هغه د ماما تومینی کور ته کله ورسېد؟ او بیا سره له دې چی هغه په هوټل کی کوټه نیولې وه، د ماما
تومینی په کور کی ولی پاته شو؟ ایا هغه نه غوښتل چی یوازی شپه تېره کړی؟ او یا داچی ایا هغه یوازی د پیسو تاوان کړى و؟ کله چی هغه په دروازه کی ولاړ و نو دا رنګه ډېری پوښتنی د هغه په ذهن کی ګرځېدې .ماما تومینی هغه ته ویل:
"
سمه ده، ته باید ژر ولاړ شې، خو ایا دومره هم نه شې کتلاى چی زه یوه پیاله چاى درته دم کړم ؟..."په دې مهال یوه پیاله چاى د هغه تر ټولو لویه غوښتنه وه، هغه چوپ و، ماما تومینی پورته شوه او چی کله تر ټولو مخکی خپل زوى ته وروړاندی شوه نو میکا یو دم وویل:نه... نه... ماما تومینی په هوټل کی هرڅه شته، زه هورې چاى څښم، ته فکر مه کوه، زه باید ولاړ شم"
"
چی څنګه ستا خوښه وی " ماما تومینی وویل او مخ یې راواړوه هغه ته نژدې راغله او هغه ته یې مخه ښه وویل.هغه له ماماتومینی څخه مننه وکړه او د یو نابلده جرم له احساس سره مل یې هغې ته وویل چی پیسې یې پر مېز پرتې دی، ماما تومینی هغه ته هیڅ ونه ویل، پیسې یې هم ونه شمېرلې چی پوره دی که نه، میکا دروازه خلاصه کړه او ژر دباندی ووت، د هغه قدمونه کمزوری او بې واکه وو، پر اسمان رڼا خوره شوې وه، او د ځینو کورنو له دودکشونو څخه لوګی هم پورته کېدل، چی د دې خبری دلالت یې کاوه چی د دې کورنو خلک وختی پورته کیږی او له کورنو څخه د ډوډۍ د پخولو بوى د دې خبری اعلان کاوه چی نوې ورځ پیل شوې، یوه داسی ورځ چی چی د ماما تومینی پر کور او د میکا پر زړه یې یو رنګه غم خپور کړى و.

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۸ برخه

 

وېره

ګلزار/هندوستان
له وېری څخه د هغه د بدن وینه په وچېدو وه، په ناسته به یې زنګنونه داسی ورېږدېدل لکه د مېرګی حمله چی پر راروانه وه.په ښار کی د شر او پسات د شروع کېدو څلورمه ورځ وه، ټول بندیز به د لږ وخت لپاره سهار لیری کېدى او د لږ وخت لپاره ماښام، چی ټول بندیز به لیری شو نو ځینو خلکو به ژر، ژر د ورځنیو اړتیاوو شیان اخیستل او ځینو به ژر، ژر اړ دوړ کاوه، اور به یې لګاوه، خلک به یې په چاقوګانو وهل، څو کسان چی به یې ووژل نو تر دې وړاندی چی ټول بندیز ولګېږی په خپلو کورونو به ننوتل، په "بمبى" کی تاوده، تاوده خبرونه او تودې، تودې وینی پرلپسې بهېدې، خو راډیو او تلوېزون بیا هم پرلپسې همدا اعلانونه کول چی حالت په کنټرول کی دى او مخ په سمېدو دى،
د دې لپاره چی حالت نورمال وښیی له پرون راهیسی سیمیزی اورګاډی هم تر ډېره چلېدلې، که څه هم اکثره ډبې به یې تشی وې خو دا چی پر پټلۍ باندی لوېدلې رڼا را ښکاره شوه نو په څلور ورځنۍ یکنواخته چوپتیا کی یو څه حرکت را پیدا شو، د اور ګاډی پټلۍ ته نژدې کلیو کی چی کومی چوپتیا پښې ټینګی کړی وې هغه چی د اورګاډی د تېرېدو له دربی څخه د څه مهال لپاره ولړزېدې نو هغه ته یو ځل بیا د ژوند هیله ورپیدا شوه، یاسین په داسی حال کی چی هغه ږغ ته یې غوږ نیولى و، پورته شو او ویې کتل چی ښایی اورګاډى را رسېدلى وی، نن یې پوره پنځمه ورځ وه چی هغه له خپله کوره ورک و، هغه له ځان سره فکر وکړ چی نور خو به یې نو زغم او تمه هم پاى ته رسېدلې وی او د هغه لټون به یې پیل کړې وی، ورځ په تمامېدو چی د یاسین زغم پاى ته ورسېد، د ماښام ټول بندیز چی څنکه لیری شو نو هغه سملاسی په تیاره کی ځان د اور ګاډی تمځاى ته ورساوه، په تم ځاى کی چوپه چوپتیا وه خو اشارو د اورګاډی د راتلو خبر ورکاوه.اورګاډى ډېر ورو تم ځاى ته را ننوت، په پخوانی انداز باندی نه و، بلکی داسی و لکه محتاته چی و او لکه وېرېدلى چی و، دا چی په اورګاډی کی نور خلک هم وو نو هغه پرېکړه نه شواى کولاى چی کومی ډبې ته ور پورته شی، ځکه اکثریت د هندواڼو وو، دوه، دوه ، څلور ، څلور هر ځاى ډله ، ډله ولاړ وو، هغه لاندی ولاړ و خو چی اورګاډى روان شو نو یو دم په منډه ورپورته شو، هغه یوې داسی ډبې ته ور پورته شو چی نور څوک په کی نه وو، هغه په ځیر شاوخوا وکتل هیڅوک نه وو، بیا د ډبې په پاى کی پر یوه څوکۍ باندی کښېناست، دلته یې نو درسته ډبه تر سترګو لاندی وه، کله چی اور ګاډى روان شو نو ایله هغه د ارامی ساه واخیسته.بیا ناببره د ډبې له هغه بل کونج څخه یو منډو را څرګند شو، د یاسین حواس والوتل، پر زنګنو یې یو ځل بیا مېرګى وځغلېد، هغه ټیټ شو او تر څوکۍ دومره لاندی شو چی که هغه نفر راغلى هم واى نو د کولاى شواى چی سملاسی تر هغه څوکۍ لاندی پټ شی او یا ورسره سینه په سینه شی، د ډبې ور لیری نه و خو دا چی اورګاډى ورو شو او بیا هم هغه سړى ... ناڅاپه هغه سړى پر خپل ځاى باندی جګ ودرېد او شاوخوا یې وکتل، دا چی پر څېره باندی یې د ویری نښی نه شته نو هغه خامخا هندو دى، د یاسین لمړى غبرګون همدا و، هغه د پاى وره ته ورغلى او هلته ودرېد ، باد د هغه څادر د پرې شوی بیرغ غوندی رپاوه، هغه یو ګړى د بهر ننداره کوله خو بیا داسی ښگکارېدى لکه له یو شی سره چی زور ازمویی د یاسین له ځایه سم نه ښکارېدى چی هغه څه شى را جلا کوی، هغه یو شى ور پوری واهه او را کشاوه، نا څاپه له یو زنګزده ور څخه ګغ پورته شو او له یو زورور ګړبی سره بند شو، ښه و د یاسین له خولې څخه چیغه ونه وته، که نه له دې ږغ څخه هغه نفر خپله هم ټکان وخوړ، هغه شاوخوا وکتل او دې لور ته یې تر ډېره کتل چی یاسین پټ و، یاسین ته شک ورولوېد چی هغه خو به لیدلى نه وی؟ او یا ستمى خو به یې نه وی اورېدلى؟ د هغه سړی زور ازمویلو هغه ته بل وحشت په زړه کی ورواچوه، هغه دا چی که چیری سره لاس او ګرېوان شی نو دى به د هغه مقابله وکړاى شی؟ هغه سړى تېر شو د هغه بل لور په وره کی ودرېد، اورګاډى د "ګیشوری" یو وېران تمڅاى ته ورننوت، چی اورګاډى تم شوى واى نو ښایی هغه تا شوى واى خو دا چی دا د ټول بندیز سیمه نو اورګاډى ونه درېد، همدا د ټول بندیز سیمه تر ټولو محفوظه وه ځکه که نور هیڅ نه و نو پولیس خو یې درلودل، او اوس خو یې پوځیان هم ورته راغوښتی وو، د ښار په پسات ځپلو سیمو کی د برګ درشیو پوځیانو چی د توپکونو خولې یې د بازار لور ته نیولی وې، ډکی لارۍ هر لور ته تر سترګو کېدلې، د پولیسو خوند تللى و، نور له هغوئ څخه څوک نه وېرېگدل، خلکو په لوى زړه پر پولیسو د سوډا د اوبو بوتلونه، د تېزابو بوتلونه او ډبری اورولې، پولیسو که به اوښکی بهیونکى ګاز هم پر پاشه نو هغوئ به په لانده دسمال را پورته کاوه او هغه به یې بیرته پر پولسو ورغورځاوه، په " ناکا ساکی" کی چی کله هغې بېکرۍ ته اور ورولوېد چی ده کار په کی کاوه نو پولیسو څه وکړل؟ بس لیری ولاړ وو ننداره یې کول او هغوئ له تنګو کوڅو څخه په منډه د هغو ګېرجونو لور ته وتښتېدل چی د یو او نیم سوځېدلو موټرونو اسکلېټونه په کی پراته وو، په هغه ورڅ دوی اته، نهه کسان وو چی د پټېدلو لپاره یې منډی وهلې، د "بهاو" یې کور ودان، هغه یې تر بغل ونیو او د چایو په پېټۍ کی یې پټ کړ، بهاو پوهېدى چی زه مسلمان یم، هغه خو هندو و، هغه ولی ځغستل؟ هغه ویل: "چی کله د خلکو سرته دو ینو تویولو جنون راشی نو بیا هغوئ دومره وخت نه لری چی له چا څخه وپوښتی چی نوم دی څه دى؟ د هغوئ تنده یوازی په وینه او اور باندی ماتیږی، اور واچوه، وې واهه، لوټ تالان ګډ کړه، د هغوئ اور هغه وخت سړیږی چی په مخکی یې هیڅ نه شی پاته.د دویم وره دربی هغه ته ټکان ور کړ، د ډبې دواړه شاتنی ورونه هغه سړی تړلی وو، هغه سړی تر ډېره هغه لور ته کتل چیری چی یاسین پټ و، وېری یو ځل بیا هغه پخپل واک کی واخیست چی دا سړى ورونه ولی تړی؟ ایا دى وژنی، په وینو لژند مړى یې په همدې ډبه کی پرېږدی او خپله پر هغه بل تمځاى تا کیږی؟ اورګاډى ورو، ورو په درېدو و، هغه سړى تر اول ډېر ډاډمن ښکارېدى، هغه ورو، ورو د ده لور ته راروان وو د یاسین ساه بنده، بنده شوه، پر تندی یې سړه خوله را ماته شوه او ناړه یې په ستونی کی وچه شوه، هغه وېرېگدى چی هسی نه ټوخى یا ترچى ورشی کنه نو تر همدې څوکۍ لاندی به یې...د یو تمځاى په رارسېدو اورګاډى تم شو، هغه سړى بې غمه راغى په هغه وره کی ودرېد چی د فلېټ فارم لور ته و، د هغه یو لاس په جېب کی و، په جېب کی به یې کوم چاقو ماقو وی، یاسین فکر وکړ چی منډه کړی او د هغه بل لوری له وره څخه ټوپ کړی خو هسی نه چی له هغه ځایه تر راوتو وړاندی یې هغه سړى خېټه ورڅیری کړی، بلکی خېټه ولی؟ مرۍ به یې ور پرې کړی چی ناره یې هم و نوځی، یاسین غلى هغه ته وکتل، هغه سړی د دباندی ننداره کوله، په تمځاى کی چوپه چوپایی وه، ان د چا د قدمونو ږغ لا هم نه و، د یاسین زړه و چی یو څوک راشی، خو څه معلومه وه چی څوک راشی؟ هندو که مسلمان؟ یو بل هندو هم سم دى، کېداى شی هغه هم د "بهاو" غوندی زړه سواند وی، هغه څنګه خپله د سپڼسیو مذهبی غاړګۍ را په غاړه کړه او د چایو له پېټۍ څخه یې خپل کور ته بوتلم او څلور ورځی یې پخپل کور کی وساتلم، هغه به ویل:" یاسینه زه مرهټه یم خو هره ورځ غوښه نه خورم، که ته غواړې نو درته راوړم یې، نه پوهېږم چی څنګه به وی په حلال او مردار یې زما سر نه خلاصیږی، دباندی د ترکاریو داسی حال دى چی ټولو له یوه سره بوى کړى دى خو د خرڅولو څوک یې نشته، چی ور ووزې څومره چی دی زړه وی هغومره وړلاى شې...او راډیو پرلپسې همدا ویل چی اوضاع ورو، ورو مخ په ښه کېدو ده، په ځینو سیمو کی یې د ملی بسونو تګ راتګ هم پیل کړى و، دا څلور ورځی د هغه په کور ډېر چورت خراب و، کور به هم ټول د ده پسې اندېښمن وی، له هغه سره وېره وه چی هسی نه فاطمه د ده په لټه بېکرۍ ته پسې ورغلې وی، په کوم کور کی چی هغه پټ و له هغه څخه د اورګاډی پټلۍ معلومېده، موټرونه هم معلومېگگدل، خو بهاو هغه نه پرېښود.اورګاډى یو دم روان شو او یاسین له هغه ځایه د ډبې په منځ کی ولوېد، هغه بل کس چی لویه اوسپنه یې په لاس کی وه ډېر ډاډمن ولاړ و، د هغه راسته لاس تر اوسه لا په جېپ کی و، اور ګاډى تر یو ځایه ورو، ورو روان و، اورګاډى ولی نه چټکیږی؟ اشاره هم نشی کېداى ځکه ترافک کله و؟ تر اوسه یو اورګاډى هم له بل لوری نه راغى، اورګاډى لا تر ډېره ورو، ورو روان و، درېدو ته چی کوم ځاى ته راورسېد هغه د "بهسندر" پل و، لاندی د سمندر هغه خلیج و چی اکثره به یې د مړو د راایستلو خبر په ورځپاڼو کی چاپېدى.د یاسین ساه بنده، بنده کېده، له دې ویری ساه اخیستل ورته ګران چی هغه سړى له جېبه لاس ولی نه را باسی؟ له سترګو یې معلومیږی چی د حملې کولو په حال کی دى، که حمله را باندی وکړی څه به کوم؟ راته وبه وایی چی دباندی راووزه؟ که به می د سر له وېښتانو ونیسی را کش به می کړی او له جېبه به چاقو را باندی را وکاږی او پر مرۍ به یې را کیږدی؟ څه به کوم؟ دا داسی وچ ولی ولاړ دى؟ په همدې کی هغه سړی له جېبه لاس راوکیښ او بیا د وره په تړلو بوخت شو، هغه دریم ور هم بنداوه، لاندی سمندر و که ور غورځی نو له شکه وتلى مرګ و، د یاسین وېره وروستی برید په رسېدو وه.یو دم یاسین را ټوپ کړل، هغه بل کس ټکان وخوړ، ده ته یې وکتل او په جېب یې لاس دننه کړ، په یاسین کی خداى(ج) له کومه دومره توان پیدا شو چی د "یاعلی " له نارې سره یې هغه کس له پښو ونیو، پورته یې کړ او دباندی یې وغورځاوه، سمندر ته د لوېدو پر وخت د هغه له خولې څخه چیغه پورته شوه "الله" یاسین وچ پاته شو، اورګاډى روان شو، هغه حیران شو چی ایا هغه هم مسلمان و؟ خو هغه د وېری له شکنجې څخه خلاص شوى و لکه د مرګ له خولې څخه چی پاته شوى و.ماښام هغه فاطمې ته ویل:..."که داسی نه واى شوی نو مابه هم هغه ته سملاسی د مسلمانۍ ثبوت څنګه ورکولاى؟.

(د ناوې بنګړی) پرلپسی ۷ برخه

 

 

دروند کور

نجمان یاسین/عراق لاندی وه، ا د کور دروازه ډېره و پر هغې لوړ یو دالان و، چی دوه نا ست زمری پرې جوړ شوی وو، له دالان څخه رالویدونکو اوبو د هغوئ پر مخونو ژور ټپونه جوړ کړی وو، او له هغوئ نه دیوه پربدن او څېره د وخت ستم بې شمېره نښی پرېښی وې، خو هغه بل لا تراوسه د وخت له پرېشانۍ څخه بچ پا ته شوى و.د وره ښکلى قلفک داسی غلى و، لکه له کلونو راهیسی چی د انسان لاس نه و ور وړل شوى، د کور وېرانۍ د هغه د اوسېدونکو د بېلتون کیسه کوله، پر دیوالونو د پاکېدو په تمه ګردنو یو پنډ خور نیولى و، او د هغوئ اصلی بڼه یې پټه کړې وه، د خښتو ښکلى فرش چی له ډېری زمانی څخه د قدمونو له لمس نه محرومه پاته شوى و، اوس د بهېدو په حال کی و، تر لوى وره تللى دالېز دومره تنګ و چی یو کس په ګرانه ترې تېریداى شواى.پورته کړکۍ له عمرونو راهیسی بندی وې، او د لارویانو سترګو د هغوئ له رنګینو هیندارو څخه هیڅکله د رڼا وړانګه نه وه لیدلې، کله نا کله داسی ښکارېده لکه دا کړکۍ چی د کلیسا په مینار کی لګیدلی هغه کړکۍ وی، چی د خلاصېدو لپاره نه وی جوړی شوی.هیڅوک نه پوهېدل، چی دا کور د چا دى،پدې کی څوک او کله اوسېدل بس ډول، ډول ګنګوسو داکور پخپل حصار کی اخیستى و، هیڅکله کوم چا دې کور ته د ننوتو هڅه ونه کړه، او نه هم کوم څوک ولیدل شو، چی دې کور ته دی ننوتلى وی، لنډه دا چی د دې کور تاریخ په شک او شبهاتو کی ډوب و.کله چی به دسیمی خلک دخپلو کورونو پر بامونو یا برنډوکی درېدل او دې کور ته به یې کتل نو د هغوئ نظر به د بام پر هغه لوى دودکش خامخا لوېدى چی سمندری هیلیو ځالی په کی جوړی کړی وې، هغوئ به ټوله ورځ خپل ځواکمن پرونه ترپول او د سمندر لور ته به تللې، د هغوئ ږغ به تر ډېره په کورنو کی اورېدل کېدى خو کله چی به ماښام شو او درنې چوپتیا به دغه کور په غېږکی واخیست نو د هغو لارویانو قدمونو به بې واکه تېزېدل چی دې کور ته نژدې تېرېدل، هغوئ به د خپلو زړونو دربى اورېد او چی کله به یې سترکی نا څا په د دې تیاره کور خواته واوښتې نو د وېری یوه سړه څپه به یې محسوسه کړه چی د ملا تیر ته به یې ورننوتله او بې اختیاره به خداىج وریاد شو.خلکو ډول، ډول خبری کولې، چابه ویل، د دې رنګینو کړکیو شاته یو څوک ګرځی، د هغه د سلګیو او اهونو ږغ اکثر اورېدل کیږی، چا به ویل، دا کور پېریانو لاندی کړى دى، د ځینو بیا دا نظر و، چی پدې کور کی پخوا یو سړى اوسېدى، هغه یې وژلى و او هغه تر اوسه پوری پرې شوې غاړه خلک مرستی ته وربولی خو هیچا هیڅ نه و ثابت کړی، د پېریانو، مادرزمانو او ښاپېریانو کیسو دا کور دومره وېره ونکى کړى و چی هیڅکله کوم چا د ورننوتو هڅه نه وه کړې، زړو خلکو پر دې ویره ونکو کیسو ډېر باور درلود او چی کله به هغوئ د پېریانو او مادرزمانو کیسې اورېدې نو د هغوئ عقیده به نور هم ټینګېده، لنډه داچی له دې کیسو څخه دا باور پیدا شو چی که هرڅوک دې کور ته د ننوتو هڅه وکړی نو هغه وژل کیږی، له ارواه نه یې پېرى جوړیږی او بیا به نو هرمهال په دې کورکی په چیغو وی، لنډه دا چی هیچا دغه کور ته د ننوتلو یا په دې اړه د سوچ کولو هڅه نه کوله.یوه ورځ چی لمر ښه پوره ځلېدى او هیلۍ د خپلو ښکارونو پسې د سمندر لور ته تللی وې نو اته یا لس کلن هلک وسمان د خپل کور د بام له دېوال سره د لرګی پر صندوق ولاړ و او د هغه ځالۍ لور ته یې کتل چی د پېریانو د کور پر دودکش جوړه شوې وه، هغه له څو ورځو څخه دې ځالۍ او له هغې نه راوتلو، تارونو او د خاشو جال ته کتل، په ځالۍ کی پرتې هګۍ یا د هیلیو بچی د هغه د ارمانونوو اصلی ټکى و، هغه به سوچ کاوه چی هیلیو به په هغه کی خامخاکوچنی، کوچنی بچی یا هګۍ پریښی وی، کومی چی ده را ایستلاى شوې او کورته یې راوړلاى شوې خو کله چی به ده وه هغه لورته دټوپ کولو په اړه سوچ کاوه نو د دغو دوو کورونو ترمنځ کوڅه د ده د لاری خنډ جوړېده ځکه له ده سره به دا وېره وه چی هسی نه څوک یې وو ینی، د پلار د دې وېری له امله هغه نشواى کولاى چی دا کار وکړی.هغه څو شیبې همداسی چورتی ودرېد او بیا یې پر بام پرته د لرګی تخته راپورته کړه، پر خپل دېوال یې کښېښوده، ورو، ورو یې پوری وهله او د هغه کور تر چت پوری یې ورسوله، اوس نو د هغه په وړاندی یو پُل جوړ شوى و، داسی پُل چی هغه پر هغه له تېرېدو سره خپل منزل ته لنډېداى شواى.هغه پورته اسمان ته وکتل، په اسمان کی کوتری، مرغۍ او کارغان الوتی وو، هغه خپلی ګوتی تر ژبی لاندی کښېښودې، مرغیو ته یې وکتل او شپېلک یې وواهه، د هغه په زړه کی د جوش او ډاډ یوه جذبه را ویښه شوه، هغه تخته وښوروله او ویې کتل، دا یوه خطرناکه لوبه ورته ښکاره شوه خو هغه لور ته د ټوپ وهلو او له ځالۍ نه د هیلۍ د هګیو او بچیو د را ایستلو تلوسې یو ځل بیا هغه دې ته چمتو کړ.هغه ورو پورته شو، خپل قدم یې د تختې پر پله کښېښود او بیا په یوه ټوپ تر کوڅې واوښت کله چی هغه بل لور ته واوښت نو تخته یې بیرته کش کړه، د دې لپاره چی د لارویانو سترګی پرې ونه لګی.اوس نو هغه په یوه نوې نړۍ کی و، په داسی حال کی چی له هغه سره له یوه لوری له پلار نه د اورېدلو کیسو وېره او له بل لوری په زړه کی ور پیدا شوی تلوسې ګډ احساسات مل وو، د کور له کټارې نه یې د کور غولی ته وکتل، هغه د لمر له تېزو وړانګو پرته نور هیڅ ونه لیدل، د هغه حوصله لوړه شوه او پرېکړه یې وکړه چی د کور د ننه به ورځی. هغه د زینو د وره لور ته ورغى، ور بند و، هغه په زوره پوری واهه او ور له یوه وېروونکی ږغ سره خلاص شو، وسمان ټکان وخوړ او یوه شېبه وچ ودرېد خو ژر یې ځان بیرته قابو کړ، پر زینو بې اندازې ګرد لوېدلى و او هر ځاى غڼو ځالی جوړی کړی وې، د وره د لوړ ږغ او وسمان په لیدو، خسمانان دومره تېز خپلو غارو ته په منډه شول چی د څو شیبو گ لپاره یې وسمان لا ووېراوه.بیا ناڅاپه د هغه په زړه کی ورتېر شول چی هغه دا رنګه چیغی کړی لکه یو څوک چی یې وهی او بیا یې همداسی وکړل، د هغه ږغ د کور په تشو کوټو کی انګازه شو او بېرته د هغه لور ته راغبرګ شو، بیا هغه په زوره چیغه کړه:
"
پېریه!...په ځواب کی هم تر ډېره د پېری د " ى " ږغ انګازه شو.
"
پېریه... یه ..."او په ټول کور کی د پېریه ... یه ... یه.. ږغ له دېوالونو سره وجنګېدى، د هغه په زړه کی د خوښۍ یو نابلد احساس راڅرګند شو:
"
پېریه ... یه ... یه "او په ځواب کی د " یه، یه " ږغونه په نڅا له انګړ څخه پورته شول، هغه څو شېبې هلته گ ودرېد او بیرته بام ته راغى، پر دودکښ یې سترګی ښخی کړې او چورت یووړ چی ځالی ته به څنګه ورپورته شی؟ دودکښ ډېر لوړ و او په ښکاره د هغه تر ورپورته کېدو هیڅ لار نه وه، هغه دودکښ ته همداسی کتل او بیا یې پرېکړه وکړه چی د دودکښ په سوریو کی به پښې ږدی او هلته به ورپورته کیږی. خو له دودکښ نه ځالۍ ته د پورته کېدلو لار هم ډېره ستونزمنه وه، اخیر هغه یوه لکړه راپورته کړه، چی همدلته نژدې ورته پرته وه، هغه لکړی ته ښه په غور وکتل چی آیا د ده زور راوړلاى شی که نه؟ بیا یې هغه په چپ لاس کی ونیوه، زینو ته یې وکتل او په زوره یې چیغه کړه " پېریه " " پېریه! "او تر ډېره د هغه ږغ په ټول کور له دېوالونو سره وجنګېدى، هغه د ږغ له دې موسیقۍ نه خوند واخیست او د زینو لور ته رهی شو، هغه د دېوال کټاره ونیوه او په داسی حال کی چی د دودکښ په سوریو کی یې پښې ایښودلې، لوړ پورته شو چی لږ پورته شو نو نوره لار پرې بنده شوه، هغه په لاس کی ورسره لکړه د دودکښ په یوه سوری دننه کړه او ښه یې ورپوری وهله، بیا یې ورته وکتل چی آیا زور به یې راوړی؟
هغه پر هغه لکړه ودرېد، اوس نو د هغه دواړه لاسونه د دودکښ په پورتنۍ برخه کی وو او د هیلۍ ځاله د هغه پر وړاندی پرته وه خو د خاشو، تارونو او وړو _ وړو لرګیو پرته نور هیڅ په کی نه وو، هغه د یوې شېبې لپاره نهیلى شو خو ځالی ته د رسېدو تلاښ د هغه په زړه کی ټوپونه ووهل، هغه د دودکښ څنډی ونیولې او ځالی ته یې ورټوپ کړل، اوس نو د هغه تر پښو لاندی د هغه پر اسراره دودکښ خښتی وې چی خداى ( ج ) خبر له کومه راهیسی هغه د دې سیمی خلک په وېره کی اچولی وو.وسمان په دې ډېر خوښ و چی لوړ دودکښ ته ورپورته شوى و، د هغه د سترګو په وړاندی تر لیری د کورنو بامونه، برنډې، لاری او کوڅې د لمر په وړانګو کی لمبېدلی پرتې وې، هغه د یوه عجیبه ډاډ او سرکښۍ په نشه مست په ځالۍ کی تاو راتاو شو، هغه ته فکر ورولوېد، چی دى باید له دې کلی لیری لاړ شی، له هغه کلی چی د ده تر قدمونو لاندی پروت ډېر کوچنى معلومېدى، له هغه کلی چی د کوڅو او بامونو خلک یې د مېږیانو رنګه ښکارېدل، هغه د خپل کور بام ته وکتل، چی لمر ته پراته زاړه شیان یې ځلېدل، د هغه په زړه کی دا خواهش راپورته شو، چی کشکی هیلۍ راشی او دى له ځان سره لیری فضا ته والوزوی.هغه خپل دواړه لاسونه په هوا کی وغوړول او دارنګه یې ووهل لکه هغه چی الوزی، بیا یې له یوې مستی جذبې سره وموسل.هغه ته داسی محسوسه شوه لکه ارواه چی یې د الوتو په حال کی وی او د کوم وجد غوندی یې لاسونو او ګوتو حرکت وکړ.
"
پېریه ... پېریه "هغه چیغه کړه، په کټ ،کټ په خندا شو او خپل لاسونه یې په هوا کی دا رنګه وترپول لکه هغه چی د هیلیو غوندی د کورونو پر سر لوړ په فضا کی الوزی او بې شمېره ښکلیو مرغیو تر هغه یوه ښکلې دایره راګرځولې وی.او بیا ناڅاپه... وسمان ته په دې دروند کور کی پر خپل دې لوړوالی او اهمیت باندی تعجب وشو او د عمرونو وېره یې په خوښی بدله شوه.